پاکستان کې د تُندروۍ او ترهګرۍ د مخنيوي دپاره جوړې قامي تګ لاره (نيشنل ايکشن پلان) باندې د عمل کېدو په لړ کې د پورته کړی شوؤ ګامونو د جائزې اخيستو په لړ کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د اعلی کچې غونډه روانه ده .
په دغې غونډه کې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، د استخباراتي ادارو مشران او د څلورو واړو صوبو د مشرانو سره د کشمير وزيراعظم ، ګلګت بلتستان وزيراعلی او د څلورو واړو صوبو اعلی سکرټريان ګډون کوي .
د سرکاري ميډيا ترمخه غونډه کې په دې بحث کولی شي چې په د ترهګرۍ په ضد جوړه قامي تګ لاره باندې څومره عمل شوی دی ، او د صوبو د اپيکس کميټيانو لخوا به غونډې ته احوال وړاندې کولی شي .
او د وزيراعظم په ماڼۍ کې د غونډې نه وړاندې د کورنو چارو د مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان په مشرۍ کې يوه ناسته شوې ده ، چې پکې د ديني مدرسو، غېردولتي ادارو او د نيشنل ايکشن پلان لاندې د اخيستل شوؤ ګامونو جاج اخيستل شوی دی .
چوهدري نثارعلي خان دوه اوونۍ وړاندې هم کابيني ته د احوال تېرولو په مهال وئيل ؤ د نيشنل ايکشن پلان لاندې ۶۲زره پلټنيز عمليات شوي او ۶۸زره کسان پکې نيول شوي دي .
او د پټو معلوماتو په اساس ۵۹۰۰ اپريشنې شوي چې د ضرب عضب نه پس دغه شمېره ۱۱زرو ته رسېدلې ده .
هغه وئيلي ؤ تراوسه پورې ۱۱۱۴ ترهګر وژل شوي او ۸۸۳ خطرناک جنګيالي نيول شوي دي . دغه رنګ د لاقانونه ګرځول شوؤ تنظيمونو سره اړونده ۷۹۰۰ کسانو څارنه روانه ده .
د نوموړي په وينا په ملک کې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو شمېره ۶۱ ده د جماعت الدعوه نومې تنظيم څارنه کولی شي .
وزيرداخله وئيلي ؤ ټول ترهګر تنظيمونه او جرائيم پيشه ډلې دړې وړې کړی شوي او يا دې حد ته رسؤل شوي چې پاکستان کې د هلو ځلو کولو جوګه نه دي پاتي شوي .
د سرکاري ميډيا ترمخه د څلورو واړو صوبو اعلی وزيرانو د غېر دولتي ادارو د هلو ځلو دپاره تګ لاره جوړولو ، د وسلې د لائسنسو دپاره د يو رنګ پاليسۍ جوړلو ، د بلټ پروف ګاډو او شخصي سيکيورټي کمپنو سره د نورو مهمو امورو په اړه د داخله وزير د تجويزونو سره اتفاق کړی دی .