لاس رسیدونکی لینک

امريکا او چين افغان سفارت کار تربيه کوي


د امريکې او چين لخوا په ګډه د افغانستان سفارت کارو ته د تربيي ورکولو دا څلورم کال دی ،

د امريکې او چين لخوا په ګډه د افغانستان نوؤ سفارتکارو ته د سفارتي امورو د تربيي پروګرام د شورو په ورځ واشنګټن کې شورو شوی ، او د ۱۵ کسيزه ډلې د تربيي عمل به تر څلورو اوونو روان وي .

د تربيتي پروګرام نه وړاندې د امريکې په خارجه وزارت کې يوه غونډه شوې او مرستيال خارجه وزير اينتوني بلنکن په دغې غونډه کې د روزنې په پروګرام کې ګډون کوؤنکو ته هرکلی وئيلی او زياته کړې يې ده چې د افغانستان وده د واشنګټن او بيجنګ په شريکه ګټه ده .

هغه ووئيل " د دغې پروګرام نه به د افغانستان نوي نسل چې تاسو پکې شامل يې هغويې ته نه يواځې مرستې ترلاسه شي بلکې د دغې لارې امريکې او چين په خپلو ولاړ، خوندي او خوشحال افغانستان دپاره په ګډه د کار کولو بنياد کېښودی شوی دی ".

د امريکې او چين لخوا په ګډه د افغانستان سفارت کارو ته د تربيي ورکولو دا څلورم کال دی ، چې پکې هغويې ته د سفارتکارۍ سره د انتظامي امورو زده کړې ورکولی شي .

په کابل کې د امريکې او چين سفارتخانې په ګډه ۱۵ ذهين افغان ځوانان د دغې پروګرام دپاره غوره کوي او تراوسه پورې په دغې پروګرام کې د ۳۵ کالو د عمر نه کم ۴۵ کسان تربيه کړی شوي دي .

امريکا کې د افغانستان سفير حامدالله محب وئيلي په دغو کې دوه سړي او دوه ښځې اوس د دويې په سفارتخانه کې دنده ترسره کوي .

د افغان سفارتکارو دپاره د امريکې او چين په ګډه دغه تربيتي پروګرام د دواړو ملکونو د سټراټيجيکي او اقتصادي ډائيلاګ يا خبرو اترو برخه ده .

په امريکا کې د چين سفير سوی ټين کايی د چين د خارجه وزارت لخوا په يو بيان کې وئيلي دغه شراکت داري د امريکې او چين ترمينځ تر ټولو غټي کچې مرسته ده .

د چين سفير ووئيل څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د دې مياشتې په اخره کې د چين صدر د امريکې سرکاري دوره کوي او ماته به په دې خبره ډېره خوشحالي وي چې د صدر شي او صدراوباما ترمينځ د ليدنې په ايجنډا کې دا پروګرام په قابل عمل پروګرامونو کې شامل شي .

د افغانستان د سفارتي زده کړو ۱۵ کسان به د امريکې د خارجه وزارت د هرې ورځې په بريفنګ کې ګډون کوي هغويې به دوه اوونۍ په واشنګټن او نيويارک کې تېروي او په اکتوبر کې به د دوه اوونو دپاره بيجنګ او د چين نورو ښارونو ته ځي .

XS
SM
MD
LG