لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو پلاوی دهلي ته رسېدلی


په دغو ليدنو او کېدونکو خبرو اترو کې به د کال ۲۰۰۳م د اوربند د سرغړونې، په پوله د قاچاق او په غلطۍ سره د پولې دواړو غاړو ته د اوړېدو په امورو بحث کولی شي

د پاکستان او هند د لوړ پوړو سرحدي چارواکو ترمينځ د څلورو ورځنو خبرو دپاره د پاکستان ۱۶کسيزه پلاوی نن د شورو په ورځ هند ته روان شوی دی .

د سرکاري بيان ترمخه د پاکستاني پلاوي مشري د پنجاب رېنجرز مشر مېجر جنرال عمرفاروق برکي کوي ، او دويې به د هند د سرحدي ځواک د مشر سره ويني .

راپورونه وايي پاکستاني پلاوي کې د پنجاب او سندهـ رېنجرز د استازو نه علاوه د کورنو چارو د وزارت او نشه يي توکو د مخنيوي د ځواک چارواکي هم شامل دي .

د سرکاري بيان ترمخه په دغو ليدنو او کېدونکو خبرو اترو کې به د کال ۲۰۰۳م د اوربند د سرغړونې، په پوله د قاچاق او په غلطۍ سره د پولې دواړو غاړو ته د اوړېدو په امورو بحث کولی شي .

د دواړو هېوادونو لخوا د لوړ پوړو چارواکو ترمينځ دغه ليدنه په داسې حال کې کيږي ، چې په ورستيو کې د دواړو ملکونو ترمينځ په ورکنګ باؤنډرۍ او د کشمير لانجمنې علاقې لائن اف کنټرول باندې وخت په وخت د دواړو خواؤ نه ډزې کيږي ، چې پکې د مرګ ژوبلو پېښې هم رامنځته شوي دي ، او په دغسې کېدو د دواړو ملکونو يو بل سره اړيکې ترينګلې شوي دي .

هند او پاکستان په يو بل د اوربند د لوظنامۍ د سرغړونې تورونه لګوي .

تېره مياشت د دواړو ملکونو د قامي سلامتۍ د صلاح کارو ليدنه هم په ايجنډا د اتفاق نه کېدو په وجه ځنډول شوې وه .

د قومي سلامتۍ د صلاح کارو او د رېنجرز د لوړ پوړو چارواکو د ليدنې خبره د دواړو ملکونو وزيراعظمانو د جولائۍ په مياشت کې په روس کې کړې وه .

XS
SM
MD
LG