لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې بل صحافي ووژل شو


په کراچۍ ښار کې په ۲۴ ساعته کې دا دويمه پېښه ده چې د ميډيا سره اړونده کسان پکې په هدف کړی شو .
په کراچۍ ښار کې په ۲۴ ساعته کې دا دويمه پېښه ده چې د ميډيا سره اړونده کسان پکې په هدف کړی شو .

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو سينئير صحافي افتاب عالم په ډزو وژلی دی ، تېره شپه هم په کراچۍ کې د يو شخصي ټي وي چېنل (جيو) په ګاډي ډزې شوې وې او د چېنل يو کار کوؤنکی پکې وژل شوی ؤ .

د پوليس چارواکو په وينا د صحافي افتاب عالم د وژنې پېښه د نارتهـ کراچۍ په سېکټر ۱۱م نومې علاقه کې رامنځته شوې ده ، په موټر سائيکل نامعلومه وسله وال راغلي او هغه يې په هدف کړی دی .

د ښار د منځنۍ ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي مقدس حېدر وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، په افتاب عالم باندې د هغه د کور مخې ته ډزې شوي او دويې ته د موقعې نه د کارتوسو درې تش خولونه ترلاسه شوي دي .

پوليس افسر ووئيل دويې د پېښې پلټنې پېل کړي او د ملزمانو د نيولو هڅه کوي .

تېره شپه هم د کراچۍ ښار په بهادر اباد سيمه کې د يو ځايي ټي وي چېنل (جيو) په ګاډي ډزې شوې وې ، او د ټي وي چېنل سيټلائټ انجينيئر ارشد علي جعفري پکې وژل شوی او د ګاډي ډرائيور پکې ژوبل شوی ؤ .

په کراچۍ ښار کې په ۲۴ ساعته کې دا دويمه پېښه ده چې د ميډيا سره اړونده کسان پکې په هدف کړی شو .

د کراچۍ پرېس کلب جنرل سيکرټري اې اېچ خانزاده وايي ، په خبريالانو حملې افسوسناکې پېښې دي ، وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي ووئيل ، په کراچۍ کې حکومتي او د امنيتي ادارو چارواکو د امن په ځايې کولو ادعاوې کوي خو دغه ډول پېښې بيا د امنيت په وضع سوالونه راپورته کوي ، او نوموړی وايي د کراچۍ صحافيان د سختو ګواښونو سره مخ دي .

د خبريالانو د تحفظ دپاره کارکوؤنکي نړيوال تنظيمونه پاکستان د صحافيانو دپاره خطرناک ملک ګرځوي ، او د کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټ (سي پي جی) په نوم د نړيوال تنظيم د شمېرې ترمخه د کال ۱۹۹۲ نه تر کال ۲۰۱۴م پورې په پاکستان کې ۵۶ خبريالان وژل شوي دي .

په کراچۍ ښار کې د ميډيا سره اړونده کسانو باندې تازه بريدونه په داسې مهال شوی چې دوه ورځې وړاندې د کراچۍ پوليس او رېنجر چارواکو په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې په ښار کې د دوؤ کالو هدفي عملياتو سره د ۶۰ نه تر ۷۰فيصده پورې غټ جرمونه ختم کړی شوي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG