لاس رسیدونکی لینک

د هند مسلمانانو داعش ډله غندلې او غېراسلامي يې بللې


يو عالم دين عبدالرحمان انجاريه وئيلي " د دولت اسلامي عمليات غېرانساني او غېراسلامي دي".

د هند د ۱۰۰۰ نه زياتو مسلمانانو علماؤ د دولت اسلامي يا داعش ډلې غندنه کړې او د تُندروه ډلې عمليات يې غېر اسلامي بللي دي .

د خبري ادارې ايسوسي اېټډ پريس (ای پي) د يو راپور ترمخه د ټول هند د د مذهب اسلام د سلګونو جماتونو عالمانو، د تعليمي ادارو مشرانو او د مدني ټولې غړو په ګډه يوه فتوه جاري کړې او دستخط کړې چې پکې وئيل شوي د داعش عمليات د اسلام د بنيادي اصولو په ضد دي .

دغه فتوه د ممبۍ د يو لويې عالم دين محمد منظرحسن اشرفي مصباحي په مشرۍ جاري شوې او د ټولو جماتونو مشرانو پرې دستخطې کړي دي .

يو عالم دين عبدالرحمان انجاريه وئيلي " د دولت اسلامي عمليات غېرانساني او غېراسلامي دي".

د ای پي د راپور ترمخه د هند ۱۷۲ملينه مسلمانان د معتدله مذهب پېروکار دي ، او د القاعده او دولت اسلامي يا داعش د انتهاپسنده عملياتو مخالفت کوي .

XS
SM
MD
LG