لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې په احتجاج بوخت مزدور مشران زندانونو ته اچول شوي


د ورکرز ویلفئیر بورډ مشران د احتجاج په کولو نیول شوي دي
د ورکرز ویلفئیر بورډ مشران د احتجاج په کولو نیول شوي دي

د نهې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په سر ښار پيښور کې پولیسو د مزدور تنظیمونو ګڼ شمیر مشران د خپلو غوښتنو په حق کې د احتجاج له امله نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.

د خیبرپښتونخوا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د اطلاعاتو سکتر شوکت یوسفزئ وایي حکومت یې هیڅ خبرنه دی چې د مزدور تنظمیمونو مشران چا د کوم جرم په اساس نیولي دي.

د خیبرپښتونخوا دننه په اولسي مد یا سماجي څانګه کې د مزودرانو د اولادونو دپاره د تعلیم ،صحت، خیرښیګړي اؤ نورو څانګو کې داسانۍ برابروونکې سرکاري ادارې ورکرز ویلفئیر بورډ دکارمندانو لخوا د تیرو څو میاشتو راهسې ددغه ادارې نه د ویستل شوؤ ملازمانو د بیرته بحالۍ ، د عارضي ملازمانو د پخولو اؤ اداره کې د حکومتي لاسوهنې دمخنیوي د غوښتو په حق کې احتجاج روان دی.

دغو ملازمانو د روان کال د مارچ په میاشت کې په بني ګاله اسلام اباد کې د واکمن ګوند پي ټي ايي د مشر عمران خان دکور مخې ته دخپلو مطالبو په حق کې د 26ؤ ورځو یو اوږد احتجاج کړی ؤ چې وروستو یې د عمران خان سره په دې لیکلي تړون خپل احتجاج ختم کړی ؤ چې دخیبر پښتونخوا حکومت به د دوئ ټولې جائزې غوښتنې مني.

سرچینې وایي د خیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلي د ترسره شوي تړون په اساس سبا د شورو په ورځ د ورکرز ویلفئیر بورډ د ملازمانو د اتحادیې مشرانو ته سحر یوولس بجې د ملاقات د پاره وخت ورکړی ؤ اؤ کله چې دوئ د ملاقات دپاره په مشورو بوخت وؤ نو پولیسو پرې چاپه ووهله اؤ وې نیول.

د ال ایمپلائز ایسوسي ایشن صدر شاه ذوالقرنین چې پخپله هم د پولیسو لخوا نیول شوی د خپلې ګرفتارۍ نه وروستو یې وائس اف امریکه ډیوه ویپ پاڼې ته وئیلي هغوئ د ورکرز ویلفئیر بورډ د سکتر دفتر کې د مشورې دپاره راعونډ شوي وؤ چې پولیسو ونیول.

شاه ذوالقرنین وویل"مونږ یې نیولي یو اؤ دا وخت مو د پيښور د ډپټي کمشنر د ځانګړي حکم په اساس د ۳ ایم پي او لاندې جیل ته بیايي"

کله چې مو د شاه ذوالقرنین څخه وپوښتل څومره ملګري مو نیول شوي اؤ جرم یې څه دی؟ نو وئ وئیل "پخپل جرم نور نه یو خبر خو پولیسو د ورکرز ویلفئیر بورډ د بیلابیلو تنظیمونو مشران د نهې په ورځ مخکې له هغې ونیول چې هغوئ وزیراعلي پرویزخټک دشورو په ورځ خپل د فتر ته رابللي وؤ.

هغه وویل بني ګاله کې عمران خان سره د مزدورانو د غوښتنو په هکله د شوي تړون په اساس د خیبر پښتونخوا وزیراعلي پرویز خټک د ورکرز ویلفئیر بورډ د بیلابیلو تنظیمونو مشرانو ته وئیلي وؤ چې باید د شورو په سحر یوولس بجې هغه سره لیدنه وکړي.

هغه وویل"lمونږ د نهې په غرمه د وزیراعلي سره د لیدنې دپاره پروګرام ترتیپ کولو چې پولیس راباندې چاپه ووهله اؤ ټول یې ونیولو"

شاه ذوالقرنین وویل د هغوئ غوښتنې دادي چې صوبایي حکومت د ورکرز ویلفئیر بورډ په سوونو ملازمان د نوکرۍ څخه ویستلي دی اؤ په سوونو نور اوباسي لګیا دي ، چې دا د مزدورانو د بچو د خلې څخه د نمړۍ تروړلو برابر خبره ده.

نوموړي وویل د محکمې کوم په سوونو کسان چې په کنټریکټ بهرتي دي اوس صوبايی حکومت هاغه ملازمان د نوکرو نه وباسي اؤ پځایې یې خپل خلک په دغو پوسټونو لګول غواړي اؤ مونږ وایو چې دا ناجائزه ده باید د نوؤ خلکو د بهرتي کولو پځایې زاړه خلک پاخه کړل شي.

د مزدورانو د اتحادیې دغه مشر وویل په صوبه کې دپي ټي ایي د حکومت رامینځته کیدو سره سم په ورکرز ویلفئیر بورډ کې د حکومت لاسوهنې سیوا شوي اؤ ددغه ادارې څخه په سوؤنو ملازمان په ناجائزه توګه ویستل شوي دي.

شاه ذوالقرنین وویل "په زرګونو نور ملازمان داسې دي چې حکومت هغه د نوکرو څخه ویستل اؤ پځایې یې خپل کسان بهرتي کول غواړي اؤ زمونږ غوښنه داده چې دنوؤ کسانو بهرتي کولو پځایې باید په کنټریکټ بهرتي زاړه کسان پاخه کړل شي"

هغه وویل ددغو غوښتنو په پاداش کې د حکومت په وینا پولیسو نیولي اؤ زندانونو ته یې بیايي.

کله چې مو دغه موضوع د پاکستان تحریک انصاف د اطلاعاتو صوبایي سکتر اؤ د صوبايي اسمبلۍ غړي شوکت علي یوسفزئ سره مطرحه کړه نو وئ وئیل"زه خو هیڅ نه یم خبر چې پولیسو د مزدورانو مشران نیولي خو که چرې د خپلو جائزو غوښتنو په حق کې دغو خلکو احتجاج کولو اؤ پولیسو نیولي وي نو د ټولو لمړی به زه ددې زیاتي په ضد اسمبلۍ کې اواز پورته کووم'

د پیښور د پولیسو مشر ډاکټر میا سعید څخه چې کله ډیوه ویب پاڼې وپوښتل که خیبر پښتونخوا کې پولیس د حکومتي اثر څخه پاک شوي نو بیا په کوم جرم تاسو دغه د مزدور تنظیمونو مشران نیولي ؟ میا سعید یوازې په دې وئیلو سره خپل مسولیت ترسره کړو ، چې زه درته په لږه شیبه کې دغه ځواب وایم .

خو دڅو ساعتو تیریدو باوجود هم د پولیسو دغه لوړ پوړی مشر ځواب وئیلو ته حاضر نه شو .

همدغه شان د پیښور ډپټي کمشنر ښاغلی ریاض محسود د چا په حکم چې نیول شوي مزدور مشران جیلونو ته لیږل شوي هم د ډیوه ویب پاڼې سره په دې موضوع د خبرو کولو څخه ډډه وکړه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG