لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان رشته څوک نه شي ماتولی، جنرال راحيل


راحيل شريف وايي ځيني قوتونه په افغانستان کې د امن عمل ته زيان اړول غواړي
راحيل شريف وايي ځيني قوتونه په افغانستان کې د امن عمل ته زيان اړول غواړي

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وايي افغانستان سره مو د وينې او تاريخي رشته ده ، او دغه رشته هيڅ يو طاقت نه شي ماتولی . نوموړی وايي د ترهګرۍ په ضد جنګ کې موغټې کاميابۍ ترلاسه کړي دي او پوځ هر قسمه خطرو ته د ځواب ورکولو توان لري .

په جنرل هيډکوارټر (جي اېچ کيو) راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاع د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې ته په وينا کې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په ملک کې د ترهګرۍ په ضد جنګ، افغانستان سره اړيکو، د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ او کشمير د مسلې په اړه خبرې اوکړې .

د افغانستان په اړه نوموړي ووئيل " د افغانستان د بدامنۍ په حالاتو اندېښمن يو د افغانستان سره مو تاريخي او د وينې رشته ده او په دغه رشته ماتولو کې څوک هم نه شي کاميابېدی، مونږ په افغانستان کې د امنيت په ځايې کولو کې پوره په اخلاص هڅې کړي خو ځينې امن دښمنه قوتونه زمونږ دغو هڅو ته په زيان رسولو بوخت دي" .

نوموړي ووئيل دغه قوتونه به په خپل مقصد کې کامياب نه شي .

جنرال راحيل شريف د افغانستان په اړه دغه وينا په داسې مهال کړې چې په وروستيو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د بريدونو رامنځته کېدو نه پس د پاکستان او افغانستان اړيکې ترينګلې شوې وې ، او د افغانستان لخوا په پاکستان په دغو بريدونو کې د ککړتيا تورونه لګېدلي وو .

خود پاکستان لخوا د دغو تورونو رد شوی او اسلام اباد وايي افغانستان کې د امن ملاتړ کوي او په دغه لړ کې پوره کردار ادا کوي .

د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د دفاع د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې په وينا کې زياته کړه د ترهګرۍ په ضد زمونږ کوششونو په سيمه ييزه او نړيواله کچه رول لوبولی دی او مونږ هيله مند يو چې نړۍ د دې ادراک لري او په دي لړ کې به بغېر د څه تعصب نه نورې عملي مرستې جاري ساتي .

د پوځ سرلښکر ووئيل ضرب عضب اپرېشن په داسې وخت کې شورو کړی شو چې کله شرخوښو د پاکستان رياست چېلنج کوؤ او په ملک کې د امنيت بد حال و . هغه ووئيل د پېښور د سکول پېښه د ظلم انتها وه خو د وژل شوؤ ماشومانو قربانو او د هغوي د مور پلار صبر د قوم حوصلې نورې لوړې کړې .

هغه ووئيل د پېښور په ارمي پبلک سکول باندې بريد کوؤنکو کې زياتره منطقي انجام ته رسؤل شوي دي .

د پوځ سرلښکر ووئيل نن د پاکستان پوځ او نورو امنيتي ادارو حالات قابو کړي دي او د رياست بالادستي قائم کړی شوې ده ، او بايد ټولې رياستي ادارې په ملک کې د تل پاتې امن په ځايې کولو کې کردار ادا کړي چې د نېشنل ايکشن پلان اهداف زر حاصل کړی شي .

جنرال راحيل شريف ووئيل زه د دې عزم څرګندونه کوم چې د ترهګرو د هر قسمه مرستيالانو به نوغی اوباسو ، هغه ووئيل په کراچۍ او بلوچستان کې هم د سول ملټري کوششونو په وجه تر ډېره حده امن قائم کړی شوی دی او دا عمل به منطقي انجام ته رسولی شي .

هغه ووئيل د پاکستان او چين اقتصادي راهداري نه يواځې د پاکستان بلکې د ټولې سيمې دپاره ډېره مهمه ده او دا قومي فريضه ده پوځ به په دغه منصوبه سرته رسولو کې پوره کردار ادا کوي .

د پوځ سرلښکر د قبائيلي اولس قربانۍ اوستائيلي او زياته يې کړه چې بې کوره شوي خلک بيرته روان شوي او دويې غواړي چې زر تر زره بي کوره خلک بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي .

جنرال شريف ووئيل کشمير د برصغيرپاک وهند د تقسيم نامکمله ايجنډا ده ، د کشمير د مسلې د هواري نه بغېر په سيمه کې امن نه شي په ځايې کېدی ، د دې دپاره وخت راغلی چې د کشميرمسله د کشميريانو د خواهش او ملګرو ملتونو د قراردادونو مطابق حل شي .

نوموړي زياته کړه د پاکستان پوځ د هرقسمه داخلي او خارجي خطرو ته د ځواب وئيلو صلاحيت لري که روايتي جنګ وي او غېر روايتي د پاکستان پوځ ورته تيار دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG