لاس رسیدونکی لینک

د کډوالو په مرسته ملګرو ملتونو اسټريا او جرمني ستائيلي


د جمعې په ورځ د اسټريا او جرمني لخوا دغو کډوالو ته د پولو او لارو پرانستو نه پس دويې دغو هېوادونو پله تګ پېل کړی دی .

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "يو اېن اېچ سي ار" د زرګونو په شمېره کې د کډوالو د مېلمستيا کولو په فېصله د جرمني او اسټريا دغه ګام ستائيلی دی ، او دغې پرېکړې ته يې په انساني اقدارو اډاڼه د سياسي مشرۍ فېصله وئيلې ده .

د منځني ختيز او افريقايي هېوادونو څخه د زرګونو په شمېره کې په ګرانو لارو سفر کوؤنکي کډوال هنګري ته رسېدلي وو او هلته بيا د څو ورځو راهسې ګېر وو .

د جمعې په ورځ د اسټريا او جرمني لخوا دغو کډوالو ته د پولو او لارو پرانستو نه پس دويې دغو هېوادونو پله تګ پېل کړی دی .

يو اېن اېچ سي ار په يو بيان کې د اسټريا او جرمني د مدني ټولنې لخوا کډوالو او پناه غوښتونکو ته د هرکلي وئيلو ستائينه کړې ده او خبرداری يې ورکړی چې د څوؤ ملکونو لخوا د دغو کډوالو د کوربه توب کولو فېصله پوره نه ده .

ادارې زياته کړې چې د پناه غوښتونکو کډوالو د دغې بحران هوارولو دپاره په بېړني کچه د ګامونو او منصوبه بندۍ سخت ضرورت دی .

د جرمني چانسلرې انګېلامرخېل وئيلي ملک يې د ټېکسونو زياتولو او متوازن بجټ متاثر کولو پرته په غټه د کډوالو کوربه ته تيار دی .

د پناه اخيستو دپاره د اسان قانون په اساس جرمني د پناه غوښتونکو د کوربه توب کوؤنکو والا د يورپي يونين تر ټولو غټ ملک دی .

تېره مياشت جرمني د پناه اخيستونکو يو لاک کسانو اندراج کړی ؤ ، او روان کال کې دغه شمېره تر اته لاکه پورې د رسېدو امکان لري کومه چې د تېر کال په پرتله څلور ځله زياته ده .

خپل اوونيز ويډيوپاډکاسټ کې انګيلا مرخېل وئيلي ؤ " مونږ دا نه شو وئيلی چې د مشکلاتو سره مخ يُو، زمونږ بجټ متوازي دی يا د قرضونو مسائل لرو په داسې حالاتو کې دا څيزونه ضروري نه دي".

يوې ځايي خبرپاڼې ته په مرکه کې هاغلې دا عزم څرګند کړی چې برلن به د پناه غوښتونکو په وجه ټيکسونه نه زياتوي .

XS
SM
MD
LG