لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د دوؤ کالو په عملياتو کې غټې کاميابۍ ترلاسه شوي، پوليس


د چارواکو په وينا په ترسره شوؤ عملياتو کې د زرګونو په شمېره کې وسله ترلاسه کړی شوې او په زرګونو ملزمان زندانونو ته لېږل شوي دي .
د چارواکو په وينا په ترسره شوؤ عملياتو کې د زرګونو په شمېره کې وسله ترلاسه کړی شوې او په زرګونو ملزمان زندانونو ته لېږل شوي دي .

د پاکستان تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ د پوليس او رېنجر چارواکو وئيلي په ښار کې په دوه کاله موده کې ترسره شوؤ هدفي عملياتو کې غټې کاميابۍ ترلاسه کړی شوي دي ، د ترهګرۍ او وژنو سره غټ جرمونه ۶۰فيصده کم شوي ، خو چارواکي وايي په ښار کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې اوس هم شتون لري او د نورو پاتې ۳۵فيصده پورې جرمونو د خاتمې پورې به دغو عملياتو ته دوام ورکولی شي .

د کراچۍ پوليس او رېنجر چارواکو وئيلي د دوؤ کالو مودې په عملياتو کې د ۱۴زره نه زيات ملزمان نيول شوي او ۱۱۷۲ په مقابلو کې وژل شوي دي .

د کراچۍ پوليس مشر اډيشنل ائي جي مشتاق مهر د رېنجر چارواکو سره په ګډه مطبوعاتو ته په ښار کې د روانو عملياتو د دوؤ کالو تفصيل وړاندې کړو او ويې وئيل ، د پوليس او رېنجرو په ښار کې د روانو هدفي عملياتو سره د ترهګرۍ او تشدد څخه اړونده پېښې ، هدفي وژنې ، قلنګ اخيستل او نور غټ جرمونه۶۰ فيصده کم شوي دي ، خو د ښار نه د جرائيم پېشه ؤ د خاتمې پورې به دغه عمليات دوامداره ساتلی شي.

"د دوؤ کالو د اپرېشن په موده کې پوليس ټولې درې نيم زره مقابلې کړي چې پکې ۲۸۲ ترهګر، ۳۸ اغوا کار او۱۰ قلنګ اخيستونکي وژل شوي دي ، نوموړي ووئيل د نيول شوؤ جرائيم پېشه ؤ شمېره د دې نه علاوه ده " .

مشتاق مهر زياته کړه په ښار کې د ترسره شوؤ عملياتو په مهال ۲۳۲ پوليس چې افسران پکې شامل دي هم وژل شوي دي ، د پوليس افسر په وينا ښار کې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سليپرسيلونه يا پټې ځالې موجودي دي او دې سره د پاتې نورو جرمونو د خاتمې پورې به دغو عملياتو ته دوام ورکولی شي .

نوموړي ووئيل د اپرېشن له کبله په ښار کې د ګاډو تښتولو لړۍ کمه شوې او په تېرو پنځلسو کالو کې تر ټولو کم ګاډي تښتول شوي دي خو د موټر سائيکلو په تښتولو کې اضافه شوې او سټريټ کرائم هم روان دي .

مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې د رېنجرو وياند کرنل امجد ووئيل رېنجرو په دوه کاله موده کې د شپږو زرو نه زياتې اپرېشنې کړي ، د اته نيم زره پورې کسان يې نيولي دي ، چې پکې ۹۱۳ ترهګر، ۵۰۰ هدفي وژونکي او ۳۴۷ قلنګ اخيستونکي شامل دي او په دغو عملياتو کې رېنجرو او پوليس په غټه کچه کاميابۍ ترلاسه کړي دي .

"د دوؤ کالو مودې په ترسره شوؤ عملياتو کې نه يواځې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو لکه تحريک طالبان ، لشکر جهنګوي او نورو ډلو بلکې د سياسي ډلو د وسله والو څانګو او لياري ګينګ وار او پيپلز امن کميټۍ په ضد هم غټي کاميابۍ ترلاسه کړی شوي دي " .

نوموړي ووئيل په دغه موده کې د رېنجرو ۲۷ عسکر هم وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي .

چارواکو زياته کړه په ترسره شوؤ عملياتو کې د زرګونو په شمېره کې وسله ترلاسه کړی شوې او په زرګونو ملزمان زندانونو ته لېږل شوي دي .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې په پينځمه نېټه د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د مرکزي کابيني په غونډه کې په ښار کې د ترهګرو ، وران کارو ، قلنګ اخيستونکو ، اغواکارو او نورو جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد د هدفي عملياتو پېل کولو پرېکړه شوې وه .

او د حکومت لخوا وئيل شوي وو چې د پيپلزپارټۍ د سندهـ صوبې حکومت ، او د کراچۍ غټو سياسي ډلو ايم کيواېم او عوامي نيشنل ګوند د دغې عملياتو کولو ملاتړ کړی ؤ .

په کراچۍ ښار کې چې د روانو عملياتو سره د قانون نافذؤنکو ادارو لخوا د امنيت د وضعې ښه کېدو ادعاوې کيږي خو په دغه موده کې وخت په وخت د بدامنۍ او ترهګرۍ پېښې هم رامنځته شوي دي ، لکه د کال ۲۰۱۴م د جون په مياشت کې د کراچۍ په هوايي ډګر بريد او بيا د روان کال د مئ په مياشت کې د شيعه اسماعيلي فرقې سره د تعلق لرونکو په ډک بس خونړی بريد شامل دي .

په کراچۍ ښار کې د متحده قومي مومنټ ډلې نه علاوه زياتره سياسي پارټۍ او سوداګر په ښار کې روان هدفي عمليات ستائي خو ايم کيواېم ډله بيا وايي دغه عمليات يواځې د دويې په ضد کولی شي .

خو د مرکزي او صوبايي حکومت لخوا وئيل کيږي چې په کراچۍ ښار کې روان عمليات د کومې خاص سياسي پارټۍ نا بلکې بې طرفه روان دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG