لاس رسیدونکی لینک

پاکستان افغانستان کې دامن عمل ملاتړ کوي،قاضي خليل الله


دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الهي دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال تيرولو په مهال وويل پاکستان دافغانانو په مشرۍ اؤ ملکيت کې دامن عمل کې داسانتيا ورکولو لپاره تيار دى.

پاکستان يوځل بيا افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي دعمل لپاره خپل ملاتړ تکرار کړى دى.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره مياشت کابل کې د بمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو لړۍ کې د٥٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو دافغانستان حکومت اؤ استخباراتي ادارې په پاکستان ددغو بريدونو دبالواسطه ملاتړ تور ولگولو اؤ وې وئيل پاکستان کې اوس هم دترهه گرو هاغه ځالې موجودې دي چې دافغانستان لپاره خطره ده.

دپاکستان له لوري دافغان حکومت دغه تورونه رد کړل شوي وؤ اؤ وئيل شوي وؤ چې دپاکستان حکومت دهررقم ترهه گرۍ په ضد دى اؤ دخپلې خاورې دنورو گاونډيانو په ضد دنۀ کارول کيدو په تگلاره عمل کوي.

دوه مياشتې دمخه دپاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام دپاکستان په کوربه توب دافغانستان اؤ طالبانو داستازو ترمينح په لمړي ځل نيغ په نيغه خبرې اترې شوې اؤ ټاکل شوې وه دجولائي دمياشتې په اخره کې به ددغو خبرو دوهم پړاؤ هم پاکستان کې ترسره شي.

خو دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دپاکستان دخارجه دفتر څخه بيان جاري شو چې دطالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډول شوي

وروستو کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال افغان صدر اشرف غني وويل هغوي نۀ غواړي چې پاکستان دې طالبان دجوړجاړي خبرو ته راولي بلکې غواړي چې پخپله خاوره دترهه گرو موجودې ځالې له مينځه يوسي.

افغان حکومت تور لگوي چې افغانستان کې په امريکائي اؤ افغان ځواکونو بريدونو کې ککړه تندروه ډله حقاني نيټ ورک دپولې پورې غاړې دپاکستان په خاوره خوندي ځالې لري اؤ پاکستان ددغه ډلې په ضد گامونه نۀ اخلي خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي اؤ وائي شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو په مهال دټولو تندروه ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه گامونه اخلي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال تيرولو په مهال وويل پاکستان دافغانانو په مشرۍ اؤ ملکيت کې دامن عمل کې داسانتيا ورکولو لپاره تيار دى.

شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په قاضي خليل الله وويل چې ضرب عضب عملياتو کې کاميابي ترلاسه شوې اؤ دټولو ترهه گرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه گامونه اخستل شوي دي، هغه وويل چې په ښو اؤ بدو طالبانو کې فرق نشته.

ديوې پوښتنې په ځواب کې قاضي خليل الله وويل چې تر دې مهاله په ضرب عضب اپريشن اؤ دکډوالو په ستنيدو 1.9 بلينه ډالر لگښت شوى

هغه وويل دوزيراعظم دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز چې دا مهال کابل کې دافغانستان په اړه دسيمه ييزې اقتصادي مرستي کانفرنس کې دبرخې اخستو لپاره موجود دى، هغه به هم افغان قيادت سره ليدنه کوي اؤ هغوي ته به دامن دعمل په اړه دپاکستان دملاتړ باور ورکوي.

سرتاج عزيز وويل چې پاکستان دافغانانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي دعمل بشپړ ملاتړ کوي اؤ دې لړ کې دراتلونکي گام داخستو انحصار په افغانستان دى، پاکستان دې لړ کې داسانتيا ورکولو لپاره تيار دى.

دخارجه دفتر وياند وويل چې سرتاج عزيز به دافغان قيادت له لوري دپاکستان په ضد دورکړل شوؤ اوسنو بيانونو په اړه دپاکستان انديښنې اؤ افغانستان کې دپاکستاني سفارت خانې عملې ته دپيښو سلامتۍ دخطرو معامله راپورته کوي.

په حکومتي کچه دسختو بيانونو ترڅنگ وضعيت هاغه وخت نور هم کړکيچن شو چې ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ په پوله ډزې اؤ گوله باري وشوه چې پکې دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله واؤښته.

په دغو پيښو دواړو هيوادونو اسلام اباد اؤ کابل کې تعينات ديو بل سفيران راغوښتي اؤ اؤ يو بل ته يې احتجاج کړى ؤ.

تيره اوونۍ پاکستان وئيلي وؤ افغانستان کې دخپلې سفارتي عملې دسلامتۍ په اړه دموجودو انديښنو څخه يې افغان حکومت خبر کړى دى.

داطلاعاتو ترمخه کابل کې تعينات دپاکستاني عملې هاغه کسان چې دسفارت خانې دودانۍ څخه بهر سيمو کې ميشته وؤ هغوي دسلامتۍ دانديښنو له امله اوس دسفارت خانې ودانۍ ته منتقل شوي دي.

دافغانستان بيلا بيلو برخو کې اوسنو اوونو کې دپاکستان په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

طالبانو ملا اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى خو دپخواني طالب مشر ملا عمر دمړينې داطلاعاتو څخه وروستو دطالبانو دبيلا بيلو ډلو ترمينځ خپلو کې داختلافونو خبرونه هم مخې ته راغلي دکوم څخه وروستو چې کابل کې گڼ شمير ځانمرگي بريدونه اؤ بمي چاؤدنې وشوې اؤ څيړونکي فکر کوي بريدونو کې دناڅاپي اضافې مقصد دطالبانو په صفونو کې دپيدا شوؤ اختلافونو څخه پام اړول دي.

XS
SM
MD
LG