لاس رسیدونکی لینک

که افغانستان غواړي نودسولې عمل کې کردار لپاره تيار يو،سرتاج عزيز


دپاکستاني سفارت خانې دوياند اختر منير ترمخه دکابل په هوائي اډه دافغانستان دقومي سلامتۍ مرستيال مشاور سرتاج عزيز ته هرکلى وئيلى دى.

دپاکستان دوزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز وئيلي دي که چرې دافغانستان حکومت دسولې عمل کې خوښي لري نو پاکستان دې لړ کې خپلې هڅې يوځل بيا بحالولى شي.

سرتاج عزيز دجمعې په ورځ دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلى اؤ دغلته يې دافغانستان په اړه سيمه ييز اقتصادي کانفرنس کې برخه اخستې، وروستو هغه افغان صدر اشرف غني، دافغانستان دبهرنو چارو وزير صلاح الدين رباني اؤ دافغانستان دقومي سلامتۍ مشاور حنيف اتمر سره بيلا بيلې ليدنې کړي دي.

​ دپاکستاني سفارت خانې دوياند اختر منير ترمخه دکابل په هوائي اډه دافغانستان دقومي سلامتۍ مرستيال مشاور سرتاج عزيز ته هرکلى وئيلى دى.

دپاکستان دقومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز وائس اف امريکا اردو سروس سره خبرو کې وويل اخر به هم افغانستان ته دخپلو ترجيحاتو اؤ راتلونکي دلارې تعين کول دي اؤ افغانستان چې څه پريکړه هم کوي مونږ به يې مرسته کوؤ.

سرتاج عزيز وويل دهغوي اندازه ده چې دمذاکراتو اؤ جوړجاړي څخه پرته افغانستان کې امن نۀ شي راتللى.

افغان قيادت سره ليدنو کې سرتاج عزيز دتاؤتريخوالي دښکار دوه اړخيزو اړيکو ترڅنگ افغان ميډيا کې دپاکستان مخالف مهم په ختمولو هم خبرې اترې کړي دي.

افغانستان کې دپاکستاني سفارتي عملې دسلامتۍ په اړه انديښنو څخه سرتاج عزيز افغان مشران خبر کړي دي.

دپاکستان اؤ افغانستان اړيکې وروستو له هغې تاؤژنې شوې چې تيره مياشت کابل کې بمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو کې د٥٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو دافغانستان حکومت اؤ استخباراتي ادارې په پاکستان ددغو بريدونو دبالواسطه ملاتړ تور ولگولو اؤ وې وئيل پاکستان کې اوس هم دترهه گرو هاغه ځالې موجودې دي چې دافغانستان لپاره خطره ده.

دپاکستان له لوري دافغان حکومت دغه تورونه رد کړل شوي وؤ اؤ وئيل شوي وؤ چې دپاکستان حکومت دهررقم ترهه گرۍ په ضد دى اؤ دخپلې خاورې دنورو گاونډيانو په ضد دنۀ کارول کيدو په تگلاره عمل کوي.

په حکومتي کچه دسختو بيانونو ترڅنگ وضعيت هاغه وخت نور هم کړکيچن شو چې ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ په پوله ډزې اؤ گوله باري وشوه چې پکې دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله واؤښته.

په دغو پيښو دواړو هيوادونو اسلام اباد اؤ کابل کې تعينات ديو بل سفيران راغوښتي اؤ اؤ يو بل ته يې احتجاج کړى ؤ.

تيره اوونۍ پاکستان وئيلي وؤ افغانستان کې دخپلې سفارتي عملې دسلامتۍ په اړه دموجودو انديښنو څخه يې افغان حکومت خبر کړى دى.

داطلاعاتو ترمخه کابل کې تعينات دپاکستاني عملې هاغه کسان چې دسفارت خانې دودانۍ څخه بهر سيمو کې ميشته وؤ هغوي دسلامتۍ دانديښنو له امله اوس دسفارت خانې ودانۍ ته منتقل شوي دي.

دافغانستان بيلا بيلو برخو کې اوسنو اوونو کې دپاکستان په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

دوه مياشتې دمخه دپاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام دپاکستان په کوربه توب دافغانستان اؤ طالبانو داستازو ترمينح په لمړي ځل نيغ په نيغه خبرې اترې شوې اؤ ټاکل شوې وه دجولائي دمياشتې په اخره کې به ددغو خبرو دوهم پړاؤ هم پاکستان کې ترسره شي.

خو دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دپاکستان دخارجه دفتر څخه بيان جاري شو چې دطالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډول شوي

طالبانو ملا اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى خو دپخواني طالب مشر ملا عمر دمړينې داطلاعاتو څخه وروستو دطالبانو دبيلا بيلو ډلو ترمينځ خپلو کې داختلافونو خبرونه هم مخې ته راغلي دکوم څخه وروستو چې کابل کې گڼ شمير ځانمرگي بريدونه اؤ بمي چاؤدنې وشوې اؤ څيړونکي فکر کوي بريدونو کې دناڅاپي اضافې مقصد دطالبانو په صفونو کې دپيدا شوؤ اختلافونو څخه پام اړول دي.

XS
SM
MD
LG