لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضرب عضب عملياتو کې ٣٥٠٠ ترهه گر وژل شوي،چارواکي


 ددفاع لپاره دقومي اسمبلۍ دقائمه کميټۍ دمشر روحيل اصغر په مشرۍ پارليمنټ هاؤس کې دزيارت په ورځ يوه غونډه شوې چې پکې ددفاع سکتر عالم خټک اؤ لوړپوړو پوځي مشرانو هم گډون کړى دى.
ددفاع لپاره دقومي اسمبلۍ دقائمه کميټۍ دمشر روحيل اصغر په مشرۍ پارليمنټ هاؤس کې دزيارت په ورځ يوه غونډه شوې چې پکې ددفاع سکتر عالم خټک اؤ لوړپوړو پوځي مشرانو هم گډون کړى دى.

شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په اړه دفاعي چارواکو ددفاع په اړه دقومي اسمبلۍ قائمه کميټۍ ته وئيلي دي چې ضرب عضب عملياتو کې تر دې مهاله د٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژل شوي اؤد٣٠٠ؤ څخه زياتو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

ددفاع لپاره دقومي اسمبلۍ دقائمه کميټۍ دمشر روحيل اصغر په مشرۍ پارليمنټ هاؤس کې دزيارت په ورځ يوه غونډه شوې چې پکې ددفاع سکتر عالم خټک اؤ لوړپوړو پوځي مشرانو هم گډون کړى دى.

دفاعي چارواکو دقومي اسمبلۍ قائمه کميټۍ ته وئيلي دي چې په ١٥م جون ،٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان کې پيل کړل شوي عمليات ضرب عضب فيصله ييز پاؤ ته داخل شوي ، په دغو عملياتو کې تر دې مهاله 3500 ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي په لسگونو ځالې اؤ دوسلو فيکټريانې تباه کړى شوي دي.

ددفاع په اړه قائمه کميټۍ ته وئيل شوي دي چې ضرب عضب عملياتو کې دشمالي وزيرستان زياتره برخه ترهه گرو څخه پاکه کړل شوې اؤ دعملياتو فيصله ييز پړاؤ اوس په شوال سيمه کې روان دى، شوال کې روانو ځمکنو عملياتو کې تر دې مهاله د٢٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژل شوي دي.

غونډې ته وئيل شوي دي چې دضرب عضب عملياتو په مهال تر دې مهاله د٣٠٠ؤ څخه زيات پوځي ځوانان اؤ افسران هم وژل شوي دي.

کميټۍ ته په ورکړل شوي بريفنگ کې وئيل شوي دي چې امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان دشوال سيمې په غرونو واک ترلاسه کړى اؤ دپاکستان فضائي اؤ ځمکني ځواکونه به دسيمې تر پاکيدو دترهه گرو ځالې په نخښه کول دوامداره ساتي.

کميټي خبر کړل شوې ده چې ټول هيواد کې داستخباراتي معلوماتو په اساس د٦٠ؤ زرو څخه زياتې کارروايۍ ترسره شوي دي.

ميډيا سره خبرو کې شيخ روحيل اصغر وويل چې سيمې څخه دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته ستنول به دحکومت لمړۍ ترجيح وي.

هغه وويل ترهه گر افغانستان ته ستانۀ شوي اؤ هلته هغوي په تندروه ډلې داعش کې شامليږي، هغه وويل چې دداعش څخه دڅيلمه خطرې مخنيوى لپاره ضروري گامونو اخستو ته اړتيا ده، گڼو سيمه ييزو طالب کمانډرانو داعش سره دوفادارۍ اعلان کړى اؤ دهغوي خاتمه هم ضروري ده.

هغه وويل چې دشمالي وزيرستان دضرب عضب عملياتو په دوهم پړاؤ کې دترهه گرو سهولت کاران نيول کيږي.

ددفاع په اړه د قومي اسمبلۍ دقائمه کميټۍ مشر وويل چې دضرب عضب عملياتو دخاتمې دقيقه نيټه نۀ شي ورکړل کيدى.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي خبرې اترې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې هاغه حملې پړه ومنله چې پکې د٣٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG