لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : دطالبانو بريد کې ٧ پوليس وژل شوي


دپوليسو دغه مشر وويل چې طالبانو دځان سره دپوليسو دوه گادي هم بوتللي دي، دپيښې پلټنې روانې دي خو تر دې مهاله څوک نيول شوي نۀ دي.

راپورونه وائي دافغانستان دجنوبي ولايت هلمند په گرمسير اولسوالۍ کې دطالبانو له لوري ترسره شوي يو بريد کې لږ ترلږه ٧ پوليس عسکر وژل شوي دي.

افغان خبري ادارې پژواک دسيمه ييزو پوليسو دمشر تيمور شاه په اړه وئيلي دي چې تيره شپه طالبانو په بيرکا کا سيمه کې يوه امنيتي پوسته بريد کړى اؤ دپوستې دکمانډرښائسته گل په گډون يې ٧ پوليس وروستو له هغې وژلي چې هغوي ته ذهر ورکړى شول.

دپوليسو دغه مشر وويل چې طالبانو دځان سره دپوليسو دوه گادي هم بوتللي دي، دپيښې پلټنې روانې دي خو تر دې مهاله څوک نيول شوي نۀ دي.

ددغه بريد پړه دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي په غاړه اخستې.

دتيرکال په اخره کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له لوري افغانستان کې دخپل ١٣ کلن مشن پاې ته درسولو داعلان څخه وروستو امنيتي ذمه وارۍ اوس پخپله افغان ځواکونه ترسره کوي خو ديو تړون لاندې په دغه هيواد کې خواؤشا ١٢ زره بهرني عسکر ايسار دي چې مقصد يې افغان پوځ ته تربيه ورکول اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد دهغوي مرسته کول دي.

خواؤشا دوه مياشتې دمخه دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې څخه وروستو دپلازمينې کابل په گډون دافغانستان بيلا بيلو برخو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې اؤ څيړونکي وائي دتشدد پيښو کې دناڅاپي چټکتيا مقصد دطالبانو له لوري دملا عمر دمړينې څخه وروستو دهغوي په صفونو کې دپيدا شوؤ اختلافونو څخه پام اړول دي.

XS
SM
MD
LG