لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:دوسله والو بريد کې درې پوليس وژل شوي


 هغه وويل” دډزو په تبادله کې درې پوليس عسکر ووژل شول اؤ ٨ ژوبل شول.يو بريد کوونکى وژل شوى اؤ نور دسيمې څخه تښتيدلي دي“
هغه وويل” دډزو په تبادله کې درې پوليس عسکر ووژل شول اؤ ٨ ژوبل شول.يو بريد کوونکى وژل شوى اؤ نور دسيمې څخه تښتيدلي دي“

چارواکي وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دشورو په ورځ دشکمنو وسله والو په يو بريد کې لږ ترلږه درې پوليس عسکر وژل شوي اؤ٨ نور ژوبل شوي دي.

ايس ايس پي اپريشنز ميا سعيد ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې پوليسو دپيښور په ارمړو سيمه کې پوليسو کور په کور دلټونې عمليات ترسره کول چې په دغه مهال جنگيالو ناڅاپي په پوليسو بريد وکړو چې پکې درې پوليس ووژل شول اؤ ٨ نور ژوبل شول.

هغه وويل دډزو په تبادله کې درې پوليس عسکر ووژل شول اؤ ٨ ژوبل شول.يو بريد کوونکى وژل شوى اؤ نور دسيمې څخه تښتيدلي دي

دپوليسو ترمخه ددواړو خواؤ ترمينځ نښته تر څه وخته روانه وه اؤ دايس ايس پي سعيد وينا ده چې دبريد څخه وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دلټونې عمليات روان دي.

که هر څو په تيرو وختونو کې پيښور کې په امنيتي ځواکونو دطالبانو له لوري دغه رقم خونړۍ حملې شوي خو دپوليسو مشر وويل دا نۀ ده معلومه چې وسله وال تندلاري اؤ که نور مجرمان وؤ؟

سعيد وويل چې حمله کوونکو يو لاسي بم استعمال کړى اؤ مارټر يې فائر کړى،هغه وويل پوليسو په مړانې سره ددغو وسله والو مقابله کړې اؤ هغوي يې په تيښته مجبور کړي دي.

دپيښور دپوليسو مشر مبارک زيب هم دوسله والو اؤ پوليسو ترمينځ درامينځته شوې دغه نښتې اؤ پکې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى کړى دى.

پيښور کې تيرکال ددسمبر په مياشت کې دطالبانو له لوري دخپل تاريخ تر ټولو خونړى بريد هاغه مهال شوى ؤ کله چې په ورسک روډ دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول بريد وشو اؤ د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان په بې دردۍ سره ووژل شول.

دپاکستان پوځ دا مهال پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتيرکال دجون دمياشتې راهسې په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله د٣٠٠٠ؤ څخه زيات تندلاري وژلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG