لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دخبرو دبحاليدو امکان


 دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دغه کانفرنس کې دگډون په اړه په بلنه غور روان دى.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دغه کانفرنس کې دگډون په اړه په بلنه غور روان دى.

روانه اوونۍ کې دافغانستان لپاره دسيمه ييزې اقتصادي مرستې کانفرنس کابل کې ترسره کيږي چې پکې پاکستان ته دگډون بلنه ورکړل شوې ده.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دغه کانفرنس کې دگډون په اړه په بلنه غور روان دى.

ددغه پرمختگ څخه وروستو هيله کيږي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ به خبرې اترې يوځل بيا پځايې شي.

که دپاکستان له لوري دغه سيمه ييز کانفرنس کې دگډون پريکړه وشوه نو په امکاني توگه به دوزيراعظم دقومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز کابل ته ځي.

هيله کيږي چې ددغه کانفرنس په مهال به دپاکستاني اؤ افغان چارواکو ترمينځ په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې وشي.

دپاکستان اؤ افغانستان اړيکې وروستو له هغې تاؤژنې شوې چې تيره مياشت کابل کې بمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو کې د٥٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو دافغانستان حکومت اؤ استخباراتي ادارې په پاکستان ددغو بريدونو دبالواسطه ملاتړ تور ولگولو اؤ وې وئيل پاکستان کې اوس هم دترهه گرو هاغه ځالې موجودې دي چې دافغانستان لپاره خطره ده.

دپاکستان له لوري دافغان حکومت دغه تورونه رد کړل شوي وؤ اؤ وئيل شوي وؤ چې دپاکستان حکومت دهررقم ترهه گرۍ په ضد دى اؤ دخپلې خاورې دنورو گاونډيانو په ضد دنۀ کارول کيدو په تگلاره عمل کوي.

په حکومتي کچه دسختو بيانونو ترڅنگ وضعيت هاغه وخت نور هم کړکيچن شو چې ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ په پوله ډزې اؤ گوله باري وشوه چې پکې دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله واؤښته.

په دغو پيښو دواړو هيوادونو اسلام اباد اؤ کابل کې تعينات ديو بل سفيران راغوښتي اؤ اؤ يو بل ته يې احتجاج کړى ؤ.

تيره اوونۍ پاکستان وئيلي وؤ افغانستان کې دخپلې سفارتي عملې دسلامتۍ په اړه دموجودو انديښنو څخه يې افغان حکومت خبر کړى دى.

داطلاعاتو ترمخه کابل کې تعينات دپاکستاني عملې هاغه کسان چې دسفارت خانې دودانۍ څخه بهر سيمو کې ميشته وؤ هغوي دسلامتۍ دانديښنو له امله اوس دسفارت خانې ودانۍ ته منتقل شوي دي.

دافغانستان بيلا بيلو برخو کې اوسنو اوونو کې دپاکستان په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

دوه مياشتې دمخه دپاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام دپاکستان په کوربه توب دافغانستان اؤ طالبانو داستازو ترمينح په لمړي ځل نيغ په نيغه خبرې اترې شوې اؤ ټاکل شوې وه دجولائي دمياشتې په اخره کې به ددغو خبرو دوهم پړاؤ هم پاکستان کې ترسره شي.

خو دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دپاکستان دخارجه دفتر څخه بيان جاري شو چې دطالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډول شوي

طالبانو ملا اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى خو دپخواني طالب مشر ملا عمر دمړينې داطلاعاتو څخه وروستو دطالبانو دبيلا بيلو ډلو ترمينځ خپلو کې داختلافونو خبرونه هم مخې ته راغلي دکوم څخه وروستو چې کابل کې گڼ شمير ځانمرگي بريدونه اؤ بمي چاؤدنې وشوې اؤ څيړونکي فکر کوي بريدونو کې دناڅاپي اضافې مقصد دطالبانو په صفونو کې دپيدا شوؤ اختلافونو څخه پام اړول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG