لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: زنانه به خپلو حقونو دپاره خپله مبارزه کوي


د وي او ای ډیوه مشر نفیس ټکر، ملاله یوسفزۍ، د هغې پلار ضیاالدین یوسفزۍ او د وي او ای ډیوه خبریال بهروز خان په سټیج ناست دي
د وي او ای ډیوه مشر نفیس ټکر، ملاله یوسفزۍ، د هغې پلار ضیاالدین یوسفزۍ او د وي او ای ډیوه خبریال بهروز خان په سټیج ناست دي

د نړۍ تر ټولو کم عمرې نوبیل انعام گټونکې د سوات ملاله یوسفزۍ په جینکو غږ کړی چې خپلو حقونو او خپل تعلیم دپاره دې په خپله غږ پورته کړي او دا چې زنانه دې په خپل ځان او خپلو صلاحیتونو باور وکړي. هغه وايي زنانه چې د ابادۍ نیمه برخه ده باید د ترقۍ په زغل کې ورسته پاتې نه شي.

ملاله یوسفزۍ واشنگټن ډې سي کې د وائس اف امریکا ډیوه سره جوړه شوي یوې غونډه کې وینا کوله. په غونډه کې د ملاله پلار ضیاالدین یوسفزۍ، د هغې مور تورپیکۍ او د هغې دواړه واړه روڼا خوشحال خان او اتل خان هم موجود وو.

غونډې ته خپل تقریر کې ضیالدین وویل د تعلیم نشت والي یا غیر معیاري تعلیم پښتانه د تندورۍ او د ترهگرۍ مسلو سره مخ کړې دي. هغه وویل څه رنگ چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د "ضرب عضب" په نوم اپریشن روان دی هم دغه رنگ د پښتنو په سېمو کې پکار ده چې تعلیم دپاره د "ضرب اقرا" اپریشن وچلولی شي.

ملاله تالار ته راځي
ملاله تالار ته راځي

د وي او ای ډیوه سره د بحث د واشنگټن د نیوزیم نومې ادارې په تالار کې شوی وو. کله چې ملاله تالار ته راغل نو تالار کې ناست میلمانه وردیدل او د لاسونو په پړکار يي د هغې او هغې د کورنۍ هرکلی وکړو. ملاله خندا په خلا د هرکلي جواب ورکړو او هغوي دپاره په ټاکل شوو کرسو کښېناستل.

د نیوزیم په تالار کې د جارج واشنگټن، د امریکن، جانز هاپکنز، جارج میسن یونیورسټو او میکلین هائي سکول طالب علمان هم ناست وو او وخت په وخت به يي د ملاله په وینا لاسونه پړکول. ملاله په انگریزۍ او پښتو کې تقریر وکړو، د حاضرینو د ځېنې پوښتنو جوابونه يي ورکړل او په هغه لنډه مشاعره کې يي د درویش دراني ځېنې شعرونه هم واورول چې د ډیوه کارکونکو د ضیالدین سره اهتمام کړی وو. په مشاعره کې ضیالدین د امن په نوم خپل نظم وړاندې کړو.

غونډې ته وینا کې ملاله یوسفزۍ وویل جینکو ته پکار دي چې په خپل ځان اعتماد وکړي او په ځان کې د رهنمائي کولو صلاحیتونو نه گټه پورته کړي.

"ځما د ټولې دنیا زنانه ؤ ته پیغام دی چې په خپل ځان دې بارو وکړي، دا یقین دې ولري چې دوي د مشرۍ صلاحیت لري او نورې ښځې دې هم وړاندې راشې،" ملاله د خپلې وینا په انگریزۍ برخه کې وویل.

هغې وویل کله چې د طالبانو په وخت په سوات کې وه نو یقین يي دا وو چې زنانه به د خپلو حقونو دپاره خپله میدان ته راوځي. "مونږ به خپل اواز پخپله اوچتوو...خپل حق دپاره به په خپله خبره کوو."

ملاله د ترقۍ په منډه کې د زنانه ؤ د شریکیدو په ضرورت زور اوچولو. هغې وویل چی یو قام څنګه ترقي کولی شي چې نیمه ابادي يي د تعلیم او خپل رول لوبولو نه محرومه وي.

هغې وویل "ځما خاوره..ځما وطن" يي وړمبۍ ترحیح ده او هم هلته د تعلیم په مد کې خدمات ترسره کول غواړي. هغې وویل سیمه کې نوي سکولونه جوړول او په موجوده سکولونو کې سهولتونه بهتر کول غواړي.

ملاله د خدماتو په اعتراف کې زنانه او ماشومانو د تعلیم دپاره قائم شوي "ملاله فنډ" نومې تنظیم د کار په اړه هغې وویل تر دا وخت يي پاکستان کې څلور سکولونه جوړ کړي دي.

ملاله وویل ملاله فنډ درې بنیادي مقاصد لري، چې زنانه ؤ د تعلیم دپاره غږ پورته کړي، په عملي توگه ښځو د تعلیم دپاره سهولتونه برابر کړي او زنانه ؤ ته د خپلو حقونو دپاره د اواز پورته کولو ځائې ورکړي یعني چې یو داسې ځائې وي چرته چې زنانه په ازاده توگه خپله خبره کولی شي.

ملاله یوسفزۍ وویل هغې خپلې زیږیدنې ١٨ مه ورځ لبنان کې جینکو دپاره د سکول په پرانسته ولمانځله چې هغه يي ځان دپاره د سالگرې بهترینه ډالۍ گرځوي. د یو طالب علم پوښتنې ته په ځواب کې ملاله وویل مارټن لوتر کنگ، نیلسن منډیله، بې نظیر بهټو او باچاهان په هغې ډیر اثر دی.

پښتنو دپاره د تعلیم د ضرورت په اړه خپله وینا کې ضیاالدین ویل د تعلیم نشت والي یا غیر معیاري تعلیم دلاسه دا قام د تیرو ٣٠/۴٠ کلونو راهسې ځپیدلی دی او د پښتنو نسلو د انتها پسندۍ او ترهگرۍ په لورې بیول شوي دي.

ضیاالدین وویل پیښور کې اوس هم جهادي تنظیمونه خپلې پیمفلټې یا شعارونه او ورځپاڼې خرڅوي، د تندروه نظریاتو د پرچار دپاره میدان خلاص دی او هغه جوماتونه او ملایان چې نفرتونه او کرکې خوروي د هغوي خلاف د ریاست گرفت کمزوری دی.

شمالي وزیرستان کې د "ضرب عضب" په نوم وسله والو خلاف د پاکستاني امنیتي ځواکونو روان اپریشن ته په اشاره ضیاالدین وویل تعلیم د پرمختگ دپاره پکار ده چې پښتنو په سیمو کې د "ضرب اقرا" په نوم اپریشن وچلولی شي.

ملاله او ضیاالدین دواړو په عالمي مشرانو غږ وکړو چې په وسلو او جنگونو دې خپلې خرچې کمې کړې او دغه پیسې دې ماشومانو دپاره په معیاري تعلیم مصرف کړی شي.

د غونډې په اخېره کې د وي او ای ډیوه کارکنانو د ضیاالدین سره راجوړه کړی شوي مشاعره کې ضیاالدین د امن په عنوان خپل نظم وړاندې کړو او ملاله د درویش دراني څو شعرونه وویل:

"چې بیا نه توره پورته شي، نه سر په وینو رنگ شي

باداره دغه جنگ دې د وطن اخېرې جنگ شي"

او ضاالدین خپل نظم کې وویل:

"امن ژوند دی، امن ساز دی، امن مینه ده ښکله ده"

د اکتوبر په میاشت کې به د ملاله یوسفزۍ په ژوند جوړی شوی فلم "هي نیمډ مې ملاله" یعنې هغه ځما نوم ملاله کیښودو ریلیز کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG