لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : فضائي عملياتو کې ١٤ جنگيالي وژل شوي


دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دفضائي بريدونو په مهال دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي دي.

دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجنگي الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې چې پکې ١٤ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دفضائي بريدونو په مهال دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي دي.

دغه فضائي کارروايۍ کې دترهه گرو گڼې ځالې اؤ دهغوي دوسلو دخوندي کولو ځايونه هم تباه شوي دي.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نه شي کيدى.

دپاکستان پوځ تيره اوونۍ دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دتندلارو په ضد دځمکنو عملياتو دپيل کولو اعلان کړى ؤ، دپاکستان پوځ وائي چې شمالي وزيرستان کې تيرکال دجون په مياشت کې پيل کړل شوي عمليات اوس پخپل وروستي پړاؤ کې دي اؤ ددغو عملياتو په نتيجه کې يې خواؤشا ٣٠٠٠ جنگيالي وژلي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې يې له مينځه وړي دي.

شوال سيمه دالقاعده اؤ په يو وخت کې دحکومت پوله گڼل کيدونکي طالب مشر گل بهادر مضبوطه ځاله گڼل کيږي.

سږکال شوال سيمه کې دموجودو جنگيالو په ضد گڼ امريکائي ډرون بريدونه هم ترسره شوي دي.

تيره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم دشمالي وزيرستان دشوال سيمې دره کړې وه اؤ دعوه يې کړې وه چې دغلته پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې دمخه ٢٠٣ جنگيالي وژل شوي.

دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې فضائي بريدونو کې اضافه اؤ سيمه کې دپاتې جنگيالو په ضد ځمکني عمليات پيل کړل چې څو اوونۍ دمخه دپنجاب په اټک سيمه کې يو ځانمرگي بريد کې دپنجاب صوبائي داخله وزير شجاع خانزاده ووژل شو.

XS
SM
MD
LG