لاس رسیدونکی لینک

اوباما: ایران سره شوی جوهري تړون دایران دبم جوړولو مخه نیسي


د امریکې صدر باراک اوباما

دامریکا صدر باراک اوباما وئیلي د ایران سره ترسره شوی جوهري تړون د ایران د بم جوړولو مخه نیسي.

هغه دغه خبره د امریکایي یهودیانو ورورولۍ ته پخپله وینا کې کړې ده، ددغه وینا مقصد ایران سره د امریکا د شوي جوهري تړون په اړه اندیښنو اؤ پوښتنو ته ځوابونه وئيل وؤ.

تیره ورځ دوؤ مهمو یهودي تنظیمونو د یو "ویب کاسټ " تابیا کړې وه چې د امریکا صدر ښاغلي باراک اوباما پکې هم برخه لرله.

په دغه موقعه امریکایي صدر پخپلو خبرو کې وویل "د تیرو څو میاشتو راهسې د اسرائیل حکومت سره خبرې اترې کیدلې چې مقصد یې امنیتي همکارۍ ته وده ورکول،زمونږ استخباراتو کې بهتري راوستل اؤ سیمه کې د ایران د جارحانه هلو ځلو مخه نیول دی"

ښاغلي اوباما وویل"په تړون د عمل کیدو سره به مونږ ډیر خوندي شو خو ددې له امله به ایران سره زمونږ ټولې ستونزې نه هواریږي"

هغه وویل مونږ ته ددې خبرې علم دی اؤ اسرائیلي حکومت پرې هم پوهیږي چې دغه تړون کې داسې هیڅ خبره نشته چې د ترهګرۍ صورت کې به مونږ د موثر جواب ورکولو څخه منعې کړی.

XS
SM
MD
LG