لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي د پاکستان اټومي توان کې د اضافې د راپور جاج اخلي


هغه وویل صدر اوباما بیا بیا وئیلي دي چې نړۍ د اټومي وسلو څخه پاکه لیدل غواړي
هغه وویل صدر اوباما بیا بیا وئیلي دي چې نړۍ د اټومي وسلو څخه پاکه لیدل غواړي

امریکا وايي د هغه اخباري راپورونو جاج اخلي چې پکې دعوه شوې پاکستان خپل ایټمي توان نور هم سیوا کړی خو لا په سمدستي ډول به په دغه هکله هیڅ رایې نه ورکوي.

تیره ورځ د واشنګټن پوسټ په یو راپور کې د امریکا د دوؤ څیړنیزو ادارو له خولې دعوه شوې وه چې په راتلونکو لسو کالو کې به پاکستان د امریکا اؤ روسیې څخه وروستو دریم ستر ایټمي هیواد شي اؤ د ایټمي ګولو شمیر به یې 350ؤ ته ورسیږي.

د زیارت په ورځ دامریکا د خارجه محکمې ویاند جان کربي مطبوعاتو ته د احوال تیرولو په ترڅ کې وویل د پاکستان د ایټمي توان په هکله اخباري راپور د هغه له نظره تیر شوی اؤ ددغه راپور جائزه اخستل کیږي.

ویاند وویل "دا وخت زه ددغه راپور په هکله څه وئیل نه غواړم ، دا یوه داسې معامله ده چې هغې ته ارو مرو زمونږ پام وي ، صدر دا بیا بیا وئیلي چې مونږ د اټومي وسلو نه پاکه نړۍ لیدل غواړو "

هغه وویل مونږ په ټولو اټومي هیوادونو چې پکې پاکستان هم شامل دی ټینګار کوؤ چې خپلو اټومي صلاحیتونو کې د نورې اضافې څخه ډډه وکړي.

د پاکستان اؤ هند ترمینځ د تاؤ تریخوالي د اطلاعاتو په هکله امریکايي ویاند وویل امریکا غواړي چې ددواړو هیوادونو تر مینځ فاصلې کمې شي خو داسې قسمه اندیښنې چې ګنې ایټمي وسلې استعمالیدی شي په فاصلو کې د کمي لامل نه شي جوړیدی.

جان کربي وویل د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کیري بیا بیا دا خبره کړې ده چې دواړو هیوادونو ته به په ګډه کار کول اؤ د ستونزو د هواري لار په تعمیري خبرو کې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG