لاس رسیدونکی لینک

په ورکنګ باونډرۍ دهندي عسکرو ډزو کې 6 پاکستاني وګړي وژل شوي


دواړه خواوې په یو بل د ډزبندۍ د تړون ماتولو تورونه لګوي

د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ وئیلي د هند اؤ پاکستان ترمینځ په کاري برید یا ورکنګ باونډرۍ د هندي عسکرو ډزو اؤ ګوله بارۍ کې دسیالکوټ په بیلابیلو برخو کې لږ ترلږه 6 پاکستاني وګړي وژل شوي اؤ 46نور ژوبل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې لخوا جاري شوي یو بیان کې دعوه شوې چې د سیالکوټ په هرپال اؤ چپراړ سیمو کې د تیرې شپې راهسې د هندوستان د عسکرو له لوري سختې ډزې اؤ ګوله باري روانه ده .

پوځ وايي په ژوبل شوؤ کسانو کې دوه ویشت میرمنې هم شامل دي اؤ په دغو ډزو کې تر ټولو زیات باجره ګړهۍ کلی اؤ کنګن پور زیات اغیزمن شوي.

خو بل لوري ته د هند این ډي ټي وي هم د هندوستاني پوځ په حواله دعوه کړې چې د جمو و کشمیر په ار ایس پورا اؤ ارنیا سیمو کې دپاکستاني ځواکونو په ډزو د هند درې وګړي مړه شوي اؤ 22 نور ژوبل شوي دي.

د هند اؤ پاکستان لخوا په دې وروستو وختونو کې په یو بل په لائن اف کنټرول اؤ کاري برید د ډزبندۍ څخه د سرغړونې تورونه لګول شوي.

پاکستان د تیرو لسو ورځو په دوران کې دوه کرته د هندوستان ډپټي هايي کمشنر راغوښتي اؤ د ډزبندۍ څخه په سرغړونه یې ورته احتجاج کړی.

پاکستان دعوه لري چې هند 70 ځله ډزبندي ماته کړې اؤ هندي چارواکي بیا وايي چې پاکستان یوازې په تیرو دریوؤ میاشتو کې 49 ځله د ډزبندۍ مرتکب شوی دی.

دهند اؤ پاکستان ترمینځ په راښکل شوې پوله زیاتره وخت د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمینځ نښتې کیږي چې په دغسې نښتو کې تر دې مهاله په سلګونو پوځیانو اؤ عامو وګړو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی

XS
SM
MD
LG