لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:د موسی قلعه جګړه کې 25 افغان پوځیان مړه ،40 ژوبل شوي


منیتي ځواکونه ددغه اولسوالۍ څخه پشا شوي دي.
منیتي ځواکونه ددغه اولسوالۍ څخه پشا شوي دي.

چارواکي وايي د افغانستان د هلمند ولایت د موسي قلعه اولسوالۍ د تیرې شپې جګړه کې د افغانستان 25 عسکر وژل شوي اؤ تر 40ؤ زیات نور ټپیان شوي هم دي .

افغان چارواکو تیره ورځ منلې وه چې موسي قلعه اولسوالي د یوې خونړۍ نښتې وروستو د یاغي طالبانو لاس ته ورغلې ده اؤ امنیتي ځواکونه ددغه اولسوالۍ څخه پشا شوي دي.

خبري ادارې پژواک د شورو په ورځ د هلمند د ولایتي شورا د مشر حاجي کریم اتل له خولې وئیلي طالبانو د تیرو پینځوؤ ورځو راهسې د موسي قلعه څخه ګیره اچولې وه ، په دغه دوران کې امنیتي مشرانو د مرستو ژمنې کولې خو په عمل کې یې هیڅ ونه کړل.

هغه وویل "امنیتي عسکر اوس د سیمې څخه وتلي خو ځایي عمله د زخمیانو سره په داسې سیمه کې ایساره ده چې امنیت یې خوندی نه دی"

هغه په دغه نښته کې د پینځویشتو عسکرو د وژنې اؤ د څلویښتو د ژوبل کیدو پخلی هم کړی دی.

د هلمند د ولایتي شورا غړي عبدالمجید اخونزاده هم د موسي قلعه د لاسه وتلو کې امنیتي چارواکي ذمه وار ګرځولي اؤ وئیلي یې دي هغوئ ددې اولسوالۍ د ژغورلو دپاره کوم جدي اقدام نه دی کړی.

هغه غوښته کړې چې اوس باید په نښته کې زخمي شوي خلک اؤ سیمه ایز مامورین چې د سیمې څخه وتلي د هغوئ ژوند د خطرو څخه وژغورل شي.

هلمند د افغانستان هاغه ولایت دی چې حکومت مخالفه طالبان پکې زیات قوي دي اؤ تیرو ورځو کې طالبانو دعوه کړې وه چې ددغه ولایت په نوزاد اولسوالۍ یې قبضه کړې ده .

خو اوس چې دغلته موسي قلعه اولسوالي هم د طالبانو لاسو ته غورځیدلې نو د سیمې خلک یې د زیات تشویش سره مخ کړي اؤ هغوئ وایي که په وخت د طالبانو د پراختیا مخه ونه نیول شي نو طالبان به د هلمند مرکز لښکرګاه اؤ د ګریشک اولسوالۍ امنیت ته هم خطرې راولاړې کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG