لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي فضائي بريد کې دداعش مرستيال مشر وژل شوى


 دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دقومي سلامتۍ کونسل دداعش دوژل شوي مشر پيژندګلو دفديل احمدالحيالي په نوم سره کړې څوک چې دحاجي موتاز په نوم سره هم مشهور ؤ.
دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دقومي سلامتۍ کونسل دداعش دوژل شوي مشر پيژندګلو دفديل احمدالحيالي په نوم سره کړې څوک چې دحاجي موتاز په نوم سره هم مشهور ؤ.

امريکا دعراق په شمالي سيمه کې دامريکائي فضائي کارروايۍ په مهال مينځني ختيز کې دفعاله تندروه ډلې داعش دمرستيال مشر دوژلو دعوه کړې ده.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دقومي سلامتۍ کونسل دداعش دوژل شوي مشر پيژندګلو دفديل احمدالحيالي په نوم سره کړې څوک چې دحاجي موتاز په نوم سره هم مشهور ؤ.

چارواکو وئيلي دي چې دداعش دغه مشر په ١٨م اګست هاغه مهال وژل شوى ؤ کله چې هغه دعراق دموصل ښار سره نزدې سفر کولو، دداعش دميډيا دڅانګې يو کارکوونکى ابو عبدالله هم په دغه مهال وژل شوى ؤ، په دغه سيمه داعش دتيرو دوؤ کلونو راهسې قبضه کړې وه.

دقومي سلامتۍ دکونسل په يو بيان کې وئيل شوي دي چې دالحيالي پيژندګلو ددغه تندروه ډلې دشورا کونسل ديو غړي اؤ داعش دمشر، ابوبکر البغدادي ديو لوړپوړي مرستيال په توګه شوې ده.

بيان کې وئيل شوي دي چې هغه دوسلو، بارودي موادو اؤ ګاډو ترڅنګ دخلکو ديو ځايې څخه بل ځايې ته دمنتقلۍ لپاره بنيادي رابطه کار ؤ.

دبيان ترمخه دالحيالي وژل کيدو سره به دداعش کارروايۍ اغيزمنې شي ځکه چې دهغه اثرورسوخ ددولت اسلاميه دمالياتو، ميډيا، حرکاتو اؤ رسد دانتظام په اړه ؤ.

بيان کې وئيل شوي دي چې الحيالي شام اؤ عراق کې دداعش دکارروائيو پلوي ؤ.

دالحيالي دوژل کيدو په اړه پينټاګون تيرکال هم خبر ورکړى ؤ ، خو يو چارواکي دجمعې په ورځ وئيلي دي داسې ښکاري چې هاغه وخت کې امريکا سره دهغه دپيژندګلو کوائف سم نۀ ؤ.

دقومي سلامتۍ دکونسل بيان کې وئيل شوي دي چې امريکا اؤ ائتلافيان يې دهاغه ډلې دکمزورې کولو اؤ ړنګولو په ژمنه کلک ولاړ دي چې ددې سيمې اؤ بهر يې دخلکو دتباهۍ اؤ ستونزوعلت جوړ شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG