لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان پوځ شوال کې زمکني عملیات پیل کړي


پاکستان : پوځ سره نښته کې 11 جنگيالي وژل شوي دي

دپاکستان پوځ افغانستان سره د لګیدلې قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان په شوال علاقه کې د پټو ترهګرو په زمکني عملیات پیل کړي دي.

دپوځ ویاند میجر جنرل عاصم باجوه وایي د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شرف هدایت کړی چې په دغو عملیاتو کې باید زر ترزه اهداف ترلاسه کړل شي.

پخپل یو ټویټ کې پوځي ویاند وئیلي چې جنرال شریف په دغو عملیاتو کې د هوایي اؤ زمکنو ځواکونو تر منیځ د تماسونو ستائنه هم کړې ده.

دپاکستان پوځ تیر کال د جون د پنځلسمې نیټې څخه شمالي وزیرستان کې د فعاله ترهګرو په ضد پوځي عملیات پیل کړي دي اؤ دعوه کوي چې ددغه قبائیلي سیمې زیاتې برخې یې د ترهګرو څخه پاکې کړي دي خو شوال سیمه کې پوځ تر دې مهال زمکني عملیات نه وؤ کړي.

د زیارت په ورځ دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په شوال کې یې هوايي عملیاتو کې 18 جنګیالي وژلي دي.

شوال د افغانستان د خاورې سره لګیدلې هغه غزئیزه اؤ د ځنګلونو ډکه سیمه ده چې په تیرو وختونو کې د طالبانو مهم مرکز بلل کیدو.

د ضرب عضب عملیاتو د یو کال په پوره کیدو پاکستاني پوځ ددغه عملیاتو د مرګ ژوبلې شمیره میډیا ته ښکاره کړې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې عملیاتو کې ټول 2763 ترهګر اؤ 347 د پوځ ځوانان اؤ افسران وژل شوي دي .

خو ددغو ټولو عملیاتو په دوران کې میډیا ته اجازه نه ورکړل کیږي چې شمالي وزیرستان ته ورشي اؤ دغه جګړه کې د کیدونکو دعوؤ پخلي د ازادو سرچینو څخه وکړي.

XS
SM
MD
LG