لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي امریکا سره د ائتلافي همکارۍ په پنګو خبرې کوي


امریکا پاکستان ته نور یو ارب ډالرو پورې رقم ورکولی شي
امریکا پاکستان ته نور یو ارب ډالرو پورې رقم ورکولی شي

پاکستان وایي امریکا څخه دائتلافي همکارۍ د پنګې د قسط ترلاسه کولو دپاره پاکستاني چارواکي د امریکا په قائل کولو خبرې کوي خو اوباما انتظامیې شمالي وزیرستان کې د حقاني نیټ ورک د ځالو ختمیدو پخلی نه دی کړی

دپاکستان د خارجه دفتر ترجمان قاضي خلیل الله مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو په مهال وویل دامریکا اؤ پاکستان ترمینځه د ائتلافي همکارۍ په پنګو اؤ ځینو نورو چارو مشورې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوباما انتظامیې لخوا شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له لوري روانو عملیاتو کې د حقاني وسله والې ډلې د ماتیدو د تصدیق نه کولو څخه وروستو امریکا پاکستان ته د ائتلافي همکارۍ د پنګو ورکولو قسط ایسار کړی دی.

دائتلافي همارۍ د پنګو په اساس امریکا پاکستان ته افغانستان کې پخپلو عملیاتو کې نیغ په نیغه مرستې کولو باندې د کیدونکو ټولو لګښتونو پیسې ورکوي اؤ د کال 2001 څخه تر اوسه یې پاکستان ته دریارلس اربه ډالر ورکړي دي.

ټاکل شوې وه د کال 2014 کې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو سره سم به امریکا پاکستان ته ددغو پیسو ورکړه بنده کړي خو امریکایي حکومت وروستو د قانون سازۍ په ترڅ کې دغه پروګرام د یو کال دپاره نور هم غځولی ؤ.

داضافي شرطونو ترڅنک یو کال دپاره د پراخه کړی شوي دغه پروګرام په اساس امریکا پاکستان ته نور یو ارب ډالرو پورې رقم ورکولی شي.

ښاغلي خلیل الله خبریالانو ته وویل ضروب عضب عملیاتو کې دپاکستان اؤ افغانستان د دښمنانو په ضد پرته له کوم مخ ملازې ګامونه اخستل کیږي اؤ دلته د ښو اؤ بدو طالبانو هیڅ خبره نشته.هغه وویل ددغو پوځي عملیاتو څخه د ترلاسه کیدونکو بریالیتونو ګټه به ټولې سیمې ته رسیږي

ترجمان وویل دیو قانون په اساس مالي کال 2015ء کې پاکستان ته د ائتلافي پنګې د ورکړې دپاره ضروري ده چې د امریکا ددفاع سکتر د کانګریس د اړونده کمیټو په وړاندې دا پخلی وکړي چې"وزیرستان کې د روانو عملیاتو په نتیجه کې نه یوازې د حقاني نیټ ورک په ازادانه ډول فعالیتونه اؤ خوندي ځالي په ‌ډاګیز ډول ختمې شوې دي بلکې پاکستان داسې کوټلي ګامونه هم اخستي چې دهغې په نتیجه کې بیا د حقاني نیټ ورک وسله وال په شمالي وزیرستان کې خپلې پښې نه شي مضوطولی "

که چرې اوباما انتظامیه دغه پخلی ونه کړي نو پاکستان دپاره بیل کړل شوؤ کلیز یو ارب ډالرو کې به د 300ملینه ډالطو قسط ایسار کړل شي.

په واشنګټن کې پاکستاني سفارتکاران دې ورځو کې دامریکا ددفاع د محکمې د چارواکو په دې خبره د قائل کولو هڅې کوي چې شمالي وزیرستان کې د حقاني نیټ ورک خوندي ځالې تباه کړی شوي.

د پاکستان د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزیز تیرو ورځو کې میډیا ته وئیلي وؤ چې د ائتلافي همکارۍ د پنګو دپاره به وړاندې څخه هم ځینې شرطونه ایښودل کیدل خو داځل هغوئ دپخلي سرټیفیکیټ نه دی جاري کړی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG