لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان او خیبرکې تېرو پنځو ورځو کې ۲۲۹ ترهګر وژل شوي


 دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ( ائي ايس پي ار) ترمخه ٢٨ ترهه گر دشمالي وزيرستان په شوال اؤ ١٥ نور په غرملۍ سيمه کې وژل شوي دي.
دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ( ائي ايس پي ار) ترمخه ٢٨ ترهه گر دشمالي وزيرستان په شوال اؤ ١٥ نور په غرملۍ سيمه کې وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د دعوو تر مخه د تېر اتوار (شپاړسم اګست) راهسې په شمالي وزیرستان او خېبر قباېلي سېمو کې د وژل شوؤ مشکوکو ترهګرو شمېره ۲۲۹ پورې رسېدلې. پدغو کې نن د زیارت په ورځ ۴۳ وژل شوي ترهګر هم شامل دي.

مېډیا یا د بشري حقونو او یا هم د څارنو ډلو د پوځي دعوو پخلې نه کوي. پاکستاني چارواکي قباېلي سېمې ته د خپلواکه خبریالانو د تګ اجازه نه ورکوي. هم دغه وجه ده چې څېړونکي تل د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان په شمېرو شک کوي. نه هم د پاکستاني پوځ هواېي بریدونو کې د ممکنه وژل شوو اولسي خلکو اندازه معلومه ده.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ( ائي ايس پي ار) ترمخه نن ٢٨ ترهه گر دشمالي وزيرستان په شوال اؤ ١٥ نور په غرملۍ سيمه کې وژل شوي دي.

دپنجاب په اټک سيمه کېيو ځانمرگي بريد کې دصوبائي داخله وزير شجاع خانزاده په گډون د٢٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان پوځ سمدستيشمالي وزيرستان کېدجنگيالو په ضد فضائي بريدونه ترسره کړي وؤ.د پنجاب په وزیر باندې د حملی پړه هم پنجاب صوبه کې موجودترهګرې ډلې لشکر جهنګوي منلې وه. سږکال شوال سيمه کېگڼې ډرون حملې هم ترسره شوي چې پکې په لسگونو جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکالشمالي وزيرستان کېوروستو له هغېدتندلارو په ضد پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکرات ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې هاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو دپيل کيدو څخه وروستو دپوځ په وينا گڼ شمير جنگيالي ددغه ځايې څخه خيبرايجنسۍ ته هم تښتيدلي وؤ چې وروستو داکتوبر په مياشت کېدغلته هم عمليات پيل کړل شول.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر دې مهاله د٢٨٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې په ازاده توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى اوکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG