لاس رسیدونکی لینک

مسرت شاهین وایي روغه رمټه ده،د وژنې خبرونه یې حقیقت نه لري


هغې ډیوه راډیو ته وویل روغه رمټه یم اؤ په اسلام اباد کې ناسته یم

دپښتو فلمونو د خپل وخت نومیالۍ هیروئن اؤ اوسنۍ پاکستاني سیاستمدارې مسرت شاهین په پاکستاني میډیا کې خپاره شوي هغه خبرونه په سختۍ سره رد کړي چې ګنې هغه په نوښار کې وسله والو وژلې ده.

میډیا د شورو په ماښام داسې خبرونه خپاره کړي وؤ چې د پښتو فلمونو پخوانۍ وتلې هیروئن نامعلومو موټر سائیکل سورو وسله والو د خیبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې وژلې اؤ دهغې مور د هغې د مرګ پخلی کړی دی.

ډیوه راډیو چې ددغه اوازو څخه وروستو د مسرت شاهین سره تماس ونیولو نو هغې ورته وویل"زه روغه رمټه یم اؤ دا وخت د یو ضروري کار په لړ کې اسلام اباد ته راغلې یم"

هغې وویل د میډیا دغسې بې تحقیقه خبرونو د هغې مینه وال اؤ کورنۍ هم پریشانه کړې اؤ هر څوک ترې پوښتنې کوي چې دا څه واقعه ده خو حقیقت دادی چې هغه د هیڅ نه نه ده خبر.

د نوښار د پولیسو یوې مهمې سرچینې ډیوه راډیو ته وئیلي"دا سمه ده چې د شورو په ورځ د نوښار شوبره چوک سره د مسرت شاهین په نوم یوه هنرمنده وسله والو وژلې ده خو هغه دغه فلمي ایکټره مسرت شاهین نه ده بلکې د سي ډي په ډرامو کې به یې واړه واړه کردارونه ترسره کول"

پخواني فلمی هیروین مسرت شاهین د پاکستان دخیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان سیمې سره تعلق لري اؤ د سوونو په شمیر کامیابو پښتو فلمونو کې یې د هیروئن په توګه کار کړی دی خو دتیرې ډیرې مودې راهسې هغې فلمي دنیا ته په مخه ښه وئیلي اؤ سیاست ته یې لاس اچولی دی.

د تحریک مساوات په نوم مسرت شاهین خپل یو سیاسي ګوند هم لري اؤ هغې دوه کرته د ډیره اسماعیل خان څخه د وتلي پاکستاني مذهبي سیاستدان اؤ دجمعیت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان په مقابله کې عامو ټولټاکنو کې برخه اخستې خو کامیابي یې نه ده موندلې.

XS
SM
MD
LG