لاس رسیدونکی لینک

هره قبائیلي سیمه کې انصاف دپاره دایډیشنل پولټیکل ایجنټ د مقررولو اعلان


تیرې څه مودې راهسې فاټا ټربیونل غیر فعاله شوی ؤ اؤ قبائیلي اولس ددې د نوي سره د جوړښت شدیدې غوښتنې کولې

دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمد خان د شورو په ورځ د قبائیلي سیمو دپاره د فاټا ټریبونل پرانسته کړې اؤ اعلان یې کړی دی چې هرې قبائیلي ایجنسۍ کې به د قضایي چارو ترسره کولو دپاره یو ،یو ځانګړی ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ ګمارلی شي.
فاټا ټریبونل د قبائیلي سیمو دپاره هغه ستر عدالت ته وئیل کیږي چې کله پولټیکل انتظامیه د ایف سي ار قانون لاندې کوم قبائیلي وګړي ته هر رقم سزا واوروي بیا دغه قبائیلي وګړی حق نه لري چې د پاکستان په عدالتونو کې د پولټیکل د سزا خلاف اپیل وکړي بلکې کولی شي چې فاټا ټریبونل ته مراجع وکړي.
د تیرې څه مودې راهسې فاټا ټربیونل غیر فعاله شوی ؤ اؤ قبائیلي اولس ددې د نوي سره د جوړښت شدیدې غوښتنې کولې .
د زیارت په ورځ پیښور کې ددغه ټریبونل پرانسته د خیبر پښتونخوا سردار مهتاب له لوري یو ځل بیا وشوه.
په دغه موقعه راجوړې شوې دستورې ته ګورنر مهتاب احمد خان وئیلي دفاټا ټربيونل جوړيدل دقبائيلي سيمې اولس ته دانصاف په گډون دټولو حقونو دورکړې په لوري يو مهم گام دى چې ورسره به داولس اؤ رياست ترمينځ اړيکې مضبوطې شي.
گورنر سردار مهتاب وويل چې بې انصافي رياستونه کمزوري کوي اؤ اوس دقبائيلي سيمې اولس ته دانصاف دورکړې وخت رارسيدلى دی .
دهغه وينا وه ماضي کې دواکمنانو دغلطو فيصلو سزا اولس ډيره وزغمله اؤ اوس وخت رارسيدلى چې سمې پريکړې وکړل شي اؤ دانصاف دورکړې اؤ دامنيت دټينگښت سره هيواد دپرمختگ لوري ته ورسم کړل شي.
دستورې ته د وينا په مهال گورنر وويل چې په قبائیلي سیمو کې دکوم تن، قبيلې اؤ قام په ضد به دايف سي ار دغلط استعمال اجازه نۀ ورکول کيږي، بلکې دا قانون به دمجرمانو، جرائم پيشه خلکو اؤ ترهه گرو خلاف په موثره انداز کې پځايې کولى شي.
دخيبرپښتونخوا گورنر ومنله چې دقبائيلي اولس دمحرومو، قربانو اؤستونزو ورته په ښه ډول احساس دى اؤ دازالې لپاره يې حکومت ديوې جامع تگلارې لاندې کار هم کوي.
هغه وويل چې دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ قبائیلو خپلو کورونو ته په درناوي سره ستنول يو لويې چيلنج دى اؤ زياته يې کړه چې حکومت به په غوره طريقې سره دکډوالو ستنولو سره داولس باور پځايې کوي.
گورنر په انتظاميې اؤ عدليې غږ وکړو چې رياستي مشينري دې اولس ته انصاف ورکړي.
نوموړي دعوه وکړه چې دقبائيلي رواياتو اؤ وخت دتقاضو په نظر کې نيولو سره دايف سي ار قوانينو کې په تدريجي توگه اصلاحات راوستل کيږي ترڅو دانصاف اؤ قانون تقاضې پوره اؤ قبائيلي اولس مطمئين کړل شي.
په دغه موقعه گورنر دفاټا ټربيونل دويب پاڼې پرانسته هم وکړه اؤ په دغه مهال دفاټا ټربيونل مشر سنگ مرجان خان گورنر خبر کړو چې ددغه ويب پاڼې سره به قبائيلي اولس ته دخپلو شکايتونو په ان لا ئن طريقې سره ددرج کولو اسانتيا ترلاسه وي اؤ ورسره به دانصاف سمدستي ورکړه باوري شي.
د باجوړ ایجنسۍ قبائیلي مشر ملک میا مسعود جان د ګورنر له لوري د فاټا ټریبونل جوړښت قبائیلي اولس ته د انصاف د ورکړې په لړ کې یو مهم ګام بللی اؤ وايي ددې سره به د قبائیلي اولس د محرومۍ د احساس تر ډیره حده ازاله وشي.
ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي مسعود جان وویل د تیرې ډیرې مودې راهسې فاټا ټریبونل غیر فعال ؤ اؤ قبائیلي اولس به د انصاف دپاره در په در ټکرې خوړې خو ددې ټریبونل جوړیدو سره لږ تر لږه دغو قبائیلو ته د انصاف دپاره یوه دروازه په ګوته کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG