لاس رسیدونکی لینک

دافغان سرحدي پوليسو په وژنه پاکستان ته د افغانستان کوټلی احتجاج


چارواکي وايي د پاکستان سفير څخه د اوړمې ورځې په پيښه کې د افغاني پوليسو د وژل کيدو په اړه سپيناوی غوښتل شوی

افغانستان د پاکستاني پوځيانو په ډزو د خپلو سرحدي پوليسو د وژنې په سر پاکستان ته سخت احتجاج کړي اؤ کابل کې د پاکستان سفير يې خارجه وزارت ته راغوښتي

چارواکي وايي د پاکستان سفير څخه د اوړمې ورځې په پيښه کې د افغان پوليسو د وژل کيدو په اړه سپيناوی غوښتل شوی، ددواړو هيوادونو دسرحدي ځواکونو ترمينځ نښته کې خواؤشا ٨ افغان سرحدي پوليس وژل شوي وؤ.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې روانه مياشت کې وروستو له هغې تاؤژنې شوې چې دافغانستان پلازمينه کابل کې دبمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو لړۍ کې د٥٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو افغانستان صدر اشرف غني په پاکستان سختې نيوکې وکړې اؤ تور يې ولگولو چې دپاکستان په خاوره اوس هم دترهه گرو ځالې فعاله دي.

افغانستان کې دامن لپاره څيړونکي ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ مرسته مهمه بلي ځکه چې باور کيږي پاکستان په هاغو طالبانو اؤ دهغوي سره په تړلو جنگيالو زيات اثرورسوخ لري څوک چې افغانستان کې بريدونه ترسره کوي.

دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت څخه دنهې په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه پاکستاني سفير سيد ابرار حسين سره ليدنه کې خارجه وزارت سرحدي ولايت کونړ کې په گوله بارۍ دسختو اعتراضونو څرگندونه کړې ده.

دکونړ په ناري اولسوالۍ کې پوليسو دعوه کړې ده چې پاکستاني پوځيانو دگل په ورځ وروستو له هغې ډزې پيل کړې چې هغوي په يوه لرې پرته پوسته دخپلو عسکرو څخه يو مړ وموندو.

افغان صدر اشرف غني دخپل اقتدار په لمړي کال کې پاکستان ته دسفر اؤ ورسره داستخباراتي معلوماتو دشريکولو پشان دگامونو اخستو سره داړيکو ښه کولو لپاره کار کړى خو هغه په پاکستان روانه مياشت کې وروستو له هغې سختې نيوکې وکړې چې کابل کې بمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو کې په لسگونو اولسي وگړي ووژل شول.

دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دغه غصه دکابل په کوڅو کې هم محسوس شوې چرته چې دشورو په ورځ اولسي وگړي دخپلې خپلواکۍ ورځ نمانځي.

دمحمد ضمير په نوم ديو اولسي وگړي په خُلې روئيټرز ليکي” زۀ دخپلې خپلواکۍ دورځې نمانځلو لپاره راغلى يم، مونږ دپاکستان په ضدجشن کوؤ“ دا په داسې حال کې وه چې خلکو دډولونو مخې ته دهاغو ړنگو شوؤ کورونو اؤ دوکانونو ترڅنگ رقص کړى چې په ٧م اگست دټرک په بمي چاؤدنه کې تباه شوي وؤ.

پاکستان کابل کې دبريدونو داوسنۍ لړۍ غندنه کړې اؤ دريځ لري چې اختلاف پيدا کوونکي ددواړو هيوادونو ترمينځ ترمينځ دبې باورۍ پيدا کولو هڅې کوي.

دجولا ئي په مياشت کې دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې څخه وروستو هم ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار شوي.

افغانستان وائي چې هغه دپاکستان دکراچۍ ښار په يو هسپتال کې مړ شوى اؤ چارواکو دغه هر څه دکابل څخه پټ ساتلي وؤ.

پاکستان تيره مياشت دخپلې پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دلمړۍ نيغ په نيغه ليدنې کوربه توب کړى ؤ اؤ جنگ ځپلي افغانستان کې دامنيت دټينگښت ددغه هڅې دامريکا په گډون بين المللي ورورولۍ ستائينه کړې وه.

ټاکل شوې وه ددواړو خواؤ( افغان حکومت اؤ طالبانو) ترمينځ به دجولا ئي دمياشتې په اخره کې پاکستان کې دمذاکراتو دوهم پړاؤ هم ترسره شوي خو دافغان طالبانو دمشر مُلا محمد عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دپاکستان خارجه دفتر اعلان کړى ؤ چې دطالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډول شوي دي

دخارجه وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ يو افغان هيئت تيره اوونۍ دپاکستان دوره کړې وه اؤ دميډيا راپورونو ترمخه دغه وفد دپولې پورې غاړې څخه دکيدونکو بريدونو پسر اسلام اباد څخه دسختو اؤ عملي گامونو اخستو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG