لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان پینځه تحصیلونه سیمه ایزې انتظاميې ته سپارل شوي


دپاکستان پوځ تير کال شمالي وزيرستان کې دموجودو سلگونو غيرملکي او مقامي تندلارو په ضد ستر عمليات پيل کړي وؤ
دپاکستان پوځ تير کال شمالي وزيرستان کې دموجودو سلگونو غيرملکي او مقامي تندلارو په ضد ستر عمليات پيل کړي وؤ

په داسې حال کې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو افغانستان سره په پوله پرته خپله قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې د تندلارو اؤ ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم روان عملیات نور هم چټک کړي د نهې په ورځ ددغه قبائیلي ایجنسۍ د پینځوؤ تحصیلونو واک سیمه ایرې انتظامیې ته سپارل شوی.

د سیمې څخه دډیوه راډیو د خبریال عدنان بیټني له مخې د کومو تحصیلونو واک چې سیمه ایزې پولیټیکل انتظامیې ته سپارل شوی په هغې کې شیوه،سپین وام ، دوسلي،رزمک اؤ کړیوم شامل دي.

دغه هاغه سیمې دي چې په تیرو وختونو کې د طالبانو مضبوط مرکزونه ګڼل کیدل اؤ تر دې مهاله پوځ هم دغو سیمو کې په پراخه کچ عملیات نه دي کړي.

دشیوه، دوسلي اؤ رزمک تحصیلونه پولې د جنوبي وزیرستان اؤ د سپین وام اؤ ګریوم پولې دکرم اؤ اورکزو ایجنسۍ ترڅنګ د خیبرپښتونخوا هنګو سیمې سره لګي .

په تیرو وختونو کې ددغو پینځوؤ واړو تحصیلونو دننه په عملي ډول د حکومت واکداري ختمه شوې وه اؤ طالبانو دغلته د خپلې خوښې فیصلې عملي کولې چې هغې کې د ښځو سکولونو اؤ بازارونو ته په تګ ، ماشومانو ته د پولیو په څاڅکو ورکولو اؤ په قبائیلي جرګو مرکو په بشپړ ډول بندیز ؤ.

د شمالي وزیرستان ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ ظهیرالدین بابر د ډیوه راډیو خبریال سره خبرو کې هیله ښکاره کړې چې نور به ددغه سیمو اوسیدونکي په ازاده فضاء کې ژوند وکړي اؤ هیچاته به اجازه ورنکړي چې د هغوئ امنیت ګډوډ کړي.

دغه انتظامي چارواکي وئیلي "د پوځ د راتګ نه وړاندې په دغو سیمو کې وضعیت ډاډ من نه ؤ خو اوس دغه سیمې د تندلارو د ګواښ څخه ازادې کړل شوي اؤ نوره به سیمه ایزه انتظامیه دلته درائجو قوانینو په اساس نظام چلولو ته دوام ورکړي"

پولیټیکل انتظامیې ته د شمالي وزیرستان د ذکر شوؤ پینځوؤ تحصیلونو د واک ورکولو سره سم ددغو سیمو څخه د ضرب عضب عملیاتو په نتیجه کې د بې کوره شوؤ قبائیلو د کډ‌والۍ حیثیت هم ختم کړل شوی خو دسیمې خلک وایي هغوئ نه دي ډاډه چې په دغو سیمو کې به د اطمینان ژوند وکړل شي که نه ؟

د ډیوه راډیو د خبریال عدنان بیټني له مخې په سیمه کې اوس هم ګڼ شمیر خلک داسې پوښتنې راولاړوي چې کوم تحصیلونه د انتظامیې واک کې ورکړل شوي دغه په مکمل ډول د ورانکارو د ګواښ نه پاک نه دي اؤ تر اوسه نه حکومت اؤ پوځ اولس ته ښودلې ده چې ګنې ددغه سیمې دننه په تیرو وختونو کې میشته با اثره وسله وال یې له مینځه وړي دي.

د سیمې خلک پوښتنه کوي چې که چرې د اولس لخوا خپلو سیمو ته د بیرته ستنیدو څخه وروستو د هغوئ ژوند ته بیا د تندلارو له لوري ګواښونه راپیدا کیږي نو ایا هغوئ به یو وارې بیا کډوالۍ ته مجبوریږي که خپل سرونه به بائیلي؟

د شمالي وزیرستان د خبریالانو د اتحادیې مشر نور بهرام ډیوه راډیو ته وئیلي دا مهال د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي خبریالان نه شي کولی چې دغو سیمو ته ورشي اؤ په ازادانه توګه پکې خپلې صحافتي ذمه وارۍ ترسره کړي نو بیا څنکه به پکې عام خلک خپل کاروبارونه اؤ ورځنی ژوند په مخکې یوسي ؟

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو په نتیجه کې د میران شاه. میرعلي، بویه اودیګان سیمو د ترهګرو څخه د پاکولو دعوه کوي اؤ وایي له دې وروستو به دته خیل سیمه پاکوي اؤ بیا به شوال په لور پرمختګ کوي.

پوځ ددغو عملیاتو په لړکې د تیرو دوؤ ورځو دوران کې شمالي وزیرستان ایجنسۍ کې ترهګرو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه هم کړې ده اؤ وئیلي یې دي د دوؤ ورځو عملیاتو کې یې دشمالي وزیرستان دننه 90 اؤ خیبر ایجنسۍ کې 15 جنګیالی وژلي اؤ د هغوئ ګڼ شمیر ځالې یې له مینځه وړي دي خو سیمې پورې میډیا رسد نه لري ځکه نو ددغو دعوؤ پخلی د ازادو سرچینو څخه نه دی شوی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG