لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: پوځي افسر وژل شوی،دپارلمان غړی قاتلانه برید کې ژوبل


برید کې دهغه ډرائیور خپل ژوند د لاسه ورکړی دی

د نهې په ورځ یوځل بیا د پاکستان د سندهـ صوپې په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د بدامنۍ بهیر چټک شوي اؤ په په دغه ښار کې دپوځ د یو لوړ رتبه افسر د وژل کیدو ترڅنګ د متحده قومي موومنټ د قامي اسمبلۍ غړی رشیدګوډیل یو قاتلانه برید کې سخت ژوبل کړی شوی دی.

امنتي ځواکونه دعوه کوي چې د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې یې د ترهه ګرو په ضد عملیات کړي چې په دغه عملیاتو کې دکامران په نوم د ترورستي شبکې القاعده یو مهم کمانډر اؤ دهغه بل ترهګر ملګری وژلی دی.

دګلشن اقبال د پولیسو مشر یا ایس پي عابد قائم خاني خبریالانو ته وئیلي دي دعملیاتو په مهال ورانکارو د رینجرز په ځواکونو ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې د حساسې ادارې یو لوړ پوړی پوځي افسر یا کرنل هم وژل شوی.

په عین حال کې د کراچۍ ښار دننه د زیات فعال سیاسي ګوند متحده قومي موومنټ یا ایم کیو ایم د قومي اسمبلۍ غړي رشید ګوډیل باندې ترسره شوې یوه وژونکې حمله کې ښاغلي ګوډیل سخت ژوبل شوی اؤ د هغه ډرائیور مړ شوی دی.

د ایم کیو ایم د قومي اسمبلۍ په غړي رشید ګوډیل دغه حمله په داسې وخت کې شوې چې په کراچۍ کې د ایم کیو ایم په مرکزي دفتر نائن زیرو کې اسمبلو اؤ سینیټ څخه د ایم کیو ایم د استعفی ګانو په معامله د حکومت په استازيتوب دمولانا فضل الرحمان اؤ ایم کیو ایم تر مینځ خبرې اترې روانې اوې .

د کراچۍ د ګلشن اقبال د پولیسو یو مشر یا ایس پي عابد قائم خاني خبریالانو ته وئیلي د ایم کیو ایم په مشر دغه وژونکی برید د کراچۍ په بهادر اباد سیمه کې شوی دی .

د پولیسو مشر وایي حمله کوونکو په رشید ګوډیل د پیژندګلو څخه وروستو ناتاره ډزې کړي چې هغه پکې سخت ژوبل شوی دی .

د متحده قومي موومنت یو بل مشر اؤ د قومي اسمبلۍ غړي ډاکټر فاروق ستار یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت وئیلي رشید ګوډیل په سخت ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی خو هلته د هغه حالت د اندیښنې وړ ښودل کیږي.

هغه د قام نه د رشید ګوډیل د روغې څټې دپاره ددعا کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي فاروق ستار دا هم وویل "ځینې خلک داسې ګنګوسې کوي چې په رشید ګوډیل دغه برید کراچۍ کې د امن پځایې کولو دپاره کیدونکو هڅو ته د زیان رسولو په غرض رسولی دی "

په کراچۍ کې د بدامنۍ ددغو وروستو پيښو راپدیخوا خلکو کې سخته ویره خوره شوې ده اؤ د سیمې څخه سرچینو ډیوه راډیو ته وئیلي چې ټول مهم کاروباري مرکزونه اؤ بازارونه تړل شوي دي

XS
SM
MD
LG