لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دپوځ لخوا عملياتو کې د٥٠ؤ ترهه گرو دوژلو دعوه


دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دتندلارو په ضد دغه فضائي بريدونه دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په غرلمۍ اؤ شوال سيمو کې ترسره شوي دي
دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دتندلارو په ضد دغه فضائي بريدونه دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په غرلمۍ اؤ شوال سيمو کې ترسره شوي دي

دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دگل په غرمه ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې ٥٠ ترهه گر وژل شوي دي.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله دغه پيښه کې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى په ازادانه توگه نۀ شي کيدى.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دتندلارو په ضد دغه فضائي بريدونه دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په غرلمۍ اؤ شوال سيمو کې ترسره شوي دي چې په نتيجه کې يې سيمه کې دترهه گرو دگوله بارودي دخوندي کولو دځايې په گډون انفراسټرکچر ته سخت زيان هم رسيدلى دى.

له دې وړاندې استخباراتي چارواکو وئيلي وؤ چې دگل په سحر خواؤشا لس بجې دشمالي وزيرستان په زوئي نارى، لتاکا، مزيرمداخيل اؤ شوال سيمو کې هم دپوځ له لوري دترهه گرو ځالې په نخښه کړل شوي دي.

دغو چارواکو دا هم وئيلي وؤ چې دجيټ الوتکو بمبارۍ کې دجنگيالو شپږ ځالې هم تباه شوي اؤ وژل شوؤ جنگيالو کې غيرملکيان هم شامل دي.

تيره ورځ دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې کارروائي کړې وه چې پکې يې د٤٠ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې وه.

دپاکستان پوځ پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عملياتو کې دغه چټکتيا په داسې حال کې راوستې چې تيره ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې په اټک سيمه کې دصوبائي داخله وزير شجاع خانزاده په ديره کې يو ځانمرگي بريد شوى ؤ چې په نتيجه کې يې دشجاع خانزاده په گډون د٢٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په نيمائي کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم پوځي عمليات وروستو له هغې پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستاني پوځ ترمخه دشمالي وزيرستان په عملياتو کې تر دې مهاله 2800ؤ پورې جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې له مينځه وړل شوي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه پوځي شميرې پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG