لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایي ایس ایي پخوانی مشر جنرال حمید ګل مړ شوی دی


په ښاغلي حميدگل دامريکا له لوري دالقاعده پشان دترهه گريزو ډلو سره داړيکو لرلو تورونه هم لگول شوي وؤ.
په ښاغلي حميدگل دامريکا له لوري دالقاعده پشان دترهه گريزو ډلو سره داړيکو لرلو تورونه هم لگول شوي وؤ.

په پاکستان کې د طالبانو اؤ نورو مذهبي تندلارو د ملاتړ دپاره مشهور ددغه هیواد د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي پخوانی مشر جنرال ریټائرډ حمید ګل د سر د رګ شلیدو له امله مړ شوی دی.

دجنرال حمید ګل کورنۍ سرچینې وایي هغه د خپلو ماشومانو سره د پاکستان یخې سیمې مري ته تللی ؤ چې د نهې اؤ اتوار په مینځ شپه یې د وینې د فشار جیګیدو له امله د سر رګ وشلیدو اؤ د مري په فوځي روغتون کې یې ساه ورکړه.

جنرال حمید ګل نه یواځې په پاکستان کې د یاغي طالبانو اؤ نورو تندروه مذهبي ډلو کلک ملاتړی ؤ بلکې څیړونکي وايي په افغانستان کې یې د پخواني شوروي اتحاد سره د اوږدې جګړې په مهال ددغه هیواد د زیاتره مسلح سیاسي اؤ مذهبي ګوندونو مشران هم په یو ټغر راټول کړي وؤ اؤ د ایي ایس ایي د لارښوونو په اساس یې پرې دغه جګړه مخ په وړاندې وړله.

هغه په پاکستان کې هم د جمهوري نظام په ضد د پوځ د پیسو په زور د سیاسي ګوندونو په جوړولو اؤ ماتولو تورن ؤ اؤ نوموړي د خپل مرګ څخه لږې ورځې وړاندې د یو پاکستاني ټي وي چینل سره پخپله مرکه کې وئیلي وؤ چې ځکه پاکستان کې د جمهوري نظام د پیاوړتیا دپاره د سیاسي ګوندونو مرسته نه کوي چې هغه په هیواد کې د جمهوري نه بلکې د شرعي نظام پلوي دی

جنرال حميد گل په پاکستان کې له دې امله هم زيات شهرت لرلو چې هغه په کال ١٩٨٩ء کې دهاغو جنگيالو مخه دهند دقبضې لاندې کشمير اړخ ته اړولې وه چاچې افغانستان کې دشوروي اتحاد په ضد جگړه کې برخه اخستې وه.
هغه دطالبانو په راپيدا کولو کې هم مهم کردار لوبولى ؤ اؤ په يو وخت کې د”طالبانو دپلار“په نوم پيژندل کيدو.
کشمير کې دهند په ضد تندلاريتوب کې دککړتيا ترڅنگ په ښاغلي حميدگل دامريکا له لوري دالقاعده پشان دترهه گريزو ډلو سره داړيکو لرلو تورونه هم لگول شوي وؤ.
جنرال حميد گل دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دواکمنۍ په دور کې دائي ايس ائي دمشر په توگه دنده ترسره کړې وه اؤ هغه اسلامي جمهوري اتحاد يا اسلامک ډيموکريټک الا ئنس هم جوړ کړى ؤ چې وروستو په ټاکنو کې دغه اتحاد بریالی شو اؤ نوازشریف یې وزیراعظم وټاکلو .
دحميد گل دکورنۍ تعلق دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې سره ؤ اؤ وروستو دپنجاب صوبې سرښار لاهور ته لاړه اؤ څو کاله پس هغوي په سرگودها سيمه کې اباد شول،

حميد گل دپښتنو دماموند قبيلې سره تعلق لرلو خو پیدا شوی په ٢٠م نومبر کال ١٩٣٦م کې دپنجاب دسرگودهې ضلعې دمحمد خان کره ؤ، سرگودها په هاغه وخت کې دبرطانوي هند برخه وه خو اوس دپاکستان حصه ده،

هغه خپلې لمړنۍ زده کړې دخپل کلي په سکول کې کړې وې، اؤ په مختصر ډول یې دلاهور په گورنمنټ کالج کې داخله اخستې وه.
جنرال حميد گل په پاکستان کې دهند په ضد ترسره شوي دکال ١٩٦٥م په جگړه کې هم برخه اخستې وه اؤ دپاکستان دپخواني پوځي مشر جنرال ضياء الحق سره يې نزدې اړيکې لرلې.
جنرال حميد گل جي ايچ کيو ته دډائريکټر جنرل يا ډي جي ملټري انټلي جنس( ډي جي ايم ائي) په توگه دجنرال محمد ضياء الحق د قوماندې یا مشرۍ لاندې ليږل شوى ، چا چې وروستو هغه دجنرال اختر عبدالرحمان څخه وروستو په کال ١٩٨٧ء کې دائي ايس ائي دمشر په توگه ونومولو،
په افغانستان دسويت یونین دقبضې اؤ دائي ايس ائي دمشر په توگه پخپل وخت کې په جنرال حميد گل دکال ١٩٨٩ دسپرلي په موسم کې افغان پوځ څخه دجلال دقبضه کولو د پاره د حملې د پلان عملي کولو تور هم لگول شوى،

ددغه پلان څخه وروستو څیړونکو تور لګولی ؤ چې دپاکستان پوځ غوښتل په افغانستان کې يو بنياد پرست حکومت جوړ کړي چې جلال اباد به يې ولايتي مرکز، عبدالرسوف سيال به يې وزيراعظم اؤ گلبدين حکمتيار به يې دبهرنيو چارو وزير وي.

په کال ١٩٨٨ء کې کله چې جنرال حمید ګل د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشري په غاړه لرله دپوځ د پیسو په مدد یې کاميابۍ سره دپاکستان دښي اړخ یا تندروه سياستدانان راغونډ کړي اؤ داسلامي جمهوري اتحاد په جوړولو کې يې دهغوي مرسته کړې وه .

دغه دلبرل پاکستان پيپلز پارټۍ په ضد يو مذهبي سياسي قدامت خوښى اتحاد ؤ، پخپله جنرال حمید ګل هم اوس اوس په څو مرکو کې هم دغه حقيقت منلى ؤ.

جنرال حمید ګل دا هم منلې وه چې د طالبانو د مړ شوي مشر ملا محمد عمرسره یې نزدې اړیکې لرلې اؤ څوڅو ځل یې ورسره لیدلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG