لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچين لخوا دافغان سولې دعمل دملاتړ اعلان


 دچين دسرکاري خبري ادارې ژنهوا دچين دبهرنو چارو دوزارت دوياندې چن ينگ په اړه وئيلي دي چې افغانستان کې دترهه گرۍ دپيښو څخه وروستو دراپيدا شوؤ انديښنو په تناظر کې به چين دافغانستان اؤ افغان قيادت دسولې دعمل ملاتړ پرله پسې دوامداره ساتي.
دچين دسرکاري خبري ادارې ژنهوا دچين دبهرنو چارو دوزارت دوياندې چن ينگ په اړه وئيلي دي چې افغانستان کې دترهه گرۍ دپيښو څخه وروستو دراپيدا شوؤ انديښنو په تناظر کې به چين دافغانستان اؤ افغان قيادت دسولې دعمل ملاتړ پرله پسې دوامداره ساتي.

دچين دبهرنو چارو وزارت وئيلي دي چې چين افغانستان دسولې اؤ امن لپاره گټور کردار ادا کولو لپاره تيار دى.

دچين لخوا دافغان امن عملې دملاتړ دغه اعلان څو ورځې وروستو له هغې مخې ته راغلى چې تيره اوونۍ دافغانستان پلازمينه کابل اؤ نورو برخو کې ځانمرگي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې په لسگونو اولسي وگړي اؤ عسکر ووژل شول اؤ افغان چارواکو ددغو بريدونو څخه وروستو پاکستان تر سختو نيوکو لاندې ونيولو.

دچين دسرکاري خبري ادارې ژنهوا دچين دبهرنو چارو دوزارت دوياندې چن ينگ په اړه وئيلي دي چې افغانستان کې دترهه گرۍ دپيښو څخه وروستو دراپيدا شوؤ انديښنو په تناظر کې به چين دافغانستان اؤ افغان قيادت دسولې دعمل ملاتړ پرله پسې دوامداره ساتي.

وياندې وئيلي دي چې چين به دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دسولې دخبرو کې ډاډ اؤ مرسته ورکوي، چين دافغان امن عمل کې دنورو هيوادونو اؤ په ځانگړې توگه دپاکستان دکردار ستائينه هم کړې ده.

چين هيله څرگنده کړې ده چې افغانستان کې به دسولې دعمل سره تړلي کسان باور ته وده ورکوي اؤ افغانستان کې به داصلاحاتو لپاره دامن هڅې دوامداره وساتي.

تيره مياشت دپاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام دپاکستان په کوربه توب دافغانستان اؤ طالبانو داستازو ترمينح په لمړي ځل نيغ په نيغه خبرې اترې شوې اؤ ټاکل شوې وه دجولا ئي دمياشتې په اخره کې به ددغو خبرو دوهم پړاؤ هم پاکستان کې ترسره شي.

خو دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دپاکستان دخارجه دفتر څخه بيان جاري شو چې دطالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډول شوي.

طالبانو اعلان کړى چې ملا اختر منصور يې خپل نوى مشر ټاکلى خو دملا عمر دمړينې څخه وروستو دطالبانو دبيلا بيلو ډلو ترمينځ خپلو کې داختلافونو خبرونه هم مخې ته راغلي دکوم څخه وروستو چې کابل کې گڼ شمير ځانمرگي بريدونه اؤ بمي چاؤدنې وشوې اؤ څيړونکي فکر کوي بريدونو کې دناڅاپي اضافې مقصد دطالبانو په صفونو کې دپيدا شوؤ اختلافونو څخه پام اړول دي.

په دې هيله چې پاکستان به افغان طالبان دافغان حکومت سره خبرو اترو ته کښينولو لپاره خپل اثرورسوخ وکاروي اشرف غني داقتدار سمبالولو څخه وروستو پاکستان سره اړيکو ښه کولو ته پام گرځولى ؤ.

خو کابل اؤ دافغانستان نورو برخو کې ديو شمير ځانمرگي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو څخه وروستو تيره اوونۍ اشرف غني کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل هغوي دې خبرې ته اړتيا نۀ لري چې پاکستان دې طالبان دسولې خبرو ته راولي بلکې پخپله خاوره دې دطالبانو دهلو ځلو مخنيوى وکړي.

څو ورځې دمخه دافغانستان دبهرنو چارو دوزير صلاح الدين رباني په مشرۍ دلوړې کچې يو افغان هيئت دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى ؤ اؤ دغلته يې دپاکستان دوزيراعظم نواز شريف سره دليدنې ترڅنگ دوزيراعظم دبهرنو چارو اؤ قومي سلامتۍ دمشاور سرتاج عزيز سره ليدنه کړې وه اؤ پاکستاني مشرانو يوځل بيا افغانستان ته دترهه گرۍ مخنيوي لپاره دملاتړ باور ورکړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG