لاس رسیدونکی لینک

د پيښور په ارمي پبلک سکول بريد کوونکو ته د پهانسۍ سزا


دپوځي وياند ترمخه يو مجرم ته دعمري بند سزا هم اورول شوې ده.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دزيارت په ورځ دهاغو ٧ؤ ترهه گرو دمرگ په حکم لاسليک کړى چې دپوځ په وينا دپيښور په ارمي پبلک سکول اؤ کراچۍ کې داسماعيليانو په بس ترسره شوؤ بريدونو کې ککړ وؤ.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه دزيارت په ماښام په ټوئټر خپل يو پيغام کې وئيلي دي چې دپوځي عدالتونو څخه دمرگ سزايافته دغو ترهه گرو کې شپږ پيښور کې تيرکال دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول شوي بريد اؤ يو سږکال کراچۍ کې داسماعيليانو په بس بريد کې ککړ ؤ.

دپوځي وياند ترمخه يو مجرم ته دعمري بند سزا هم اورول شوې ده.

خو دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه مجرمان داپيل حق هم لري.

دپاکستان دسترې محکمې لخوا داوسنۍ هاغه پريکړې چې پکې دپيښور دسانحې څخه وروستو جوړو شوؤ پوځي عدالتونو ته ائيني تحفظ ورکړل شوى ؤ، دا لمړى ځل دى چې دپوځ سرلښکر دکومو مجرمانو دمرگ دسزا پخلى کړى دى.

پيښور کې تيرکال په ١٦م دسمبر په ارمي پبلک سکول دطالبانو بريد کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پاکستان کې سياسي اؤ عسکري قيادت دپوځي عدالتونو په جوړولو متفق شوى ؤ اؤ ددغه پريکړې څخه وروستو دپوځي عدالتونو جوړولو لپاره پارلمان ائين کې د٢١م بدلون منظوري ورکړې وه اؤ دپاکستان صدر وروستو دې لړ کې يو ارډيننس هم جاري کړى ؤ.

وروستو پوځي عدالتونو ته دقانوني تحفظ ورکولو په اړه ائيني بدلون ستره محکمه کې چيلنج کړل شوى ؤ ، خو سترې محکمې دپارلمان سرلوړي پځايې ساتلې وه اؤ پوځي عدالتونو ته يې دترهه گرۍ پيښو کې په ککړو کسانو دمقدمو چلولو اؤ ورته دسزا گانو ورکولو اجازه ورکړې وه.

خو ستره محکمه په ځينو هاغو مقدمو کې دنظرثانۍ واک لري په کومو چې ښکاريږي دانصاف تقاضې نۀ دي پوره کړل شي.

دپيښور په ارمي پبلک سکول دبريد پړه دمُلا فضل الله په مشرۍ دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې وه اؤ يې قبائيلي سيمو کې دروانو عملياتو غبرگون بللى ؤ.

دزيارت په ورځ چې دپوځ دسرلښکر له لوري دکومو٧ؤ کسانو دمرگ دسزا په حکم لاسليک شوى دهغوي لړ کې طالبانو دوړاندې څخه داسې کوم سپيناوى نۀ دى کړى چې گنې دپيښور په سکول بريد کې ککړ ملگري يې نيول شوي اؤ نۀ يې هم هغوي ته دمرگ دسزا ورکولو څخه وروستو کوم ردعمل ښودلى دى.

دکراچۍ په صفورا گوټهـ سيمه کې سږکال دمئ په مياشت کې ترهه گرو داسماعيليانو په يو بس بريد کړى ؤ چې پکې ٤٣ کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي وؤ.

دتحريک طالبان پاکستان څخه بيلې شوې تندروه ډلې جندالله يو وياند احمد مروت روئيټرز سره خبرو کې ددغه بيښې ذمه واري په غاړه اخستې وه.

XS
SM
MD
LG