لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

کیسه د اوښې،باجې اؤ زما د هندو ملګري د مسلمانیدو

زه حیران شوم چې کلمه خو یوه ده نو دا پکې لا څه دي چې مسلمانیدو دپاره ضروري دي
زه حیران شوم چې کلمه خو یوه ده نو دا پکې لا څه دي چې مسلمانیدو دپاره ضروري دي

زما ملګري راته ډیر په خوند خپله د مسلمانۍ قیصه را ونیوله ، وې چې کله مونږ د هندوانو نه مسلمانان شو نو بیا به مې هم مور تر ډیرې مودې عادتاً دبتانو عبادت کولو .

هغه ووې "مور مې اووه بتان په ډیره خوارۍ جوړ کړي وؤ ، د هغې به یې ډیر خیال ساتلو ، په مختلفو وختونو اؤ مختلفو حالاتو کې به یې ددغه بتانو عبادت کولو اؤ هغوئ نه به یې مرسته غو ښته"

ملګري راته وې یوه ورځ مې زړه ټینګ کړو ، نوې د بوسکي جوړه مې په درې زره روپۍ واخسته ، راغلم د مور خوا کې په احترام اؤ عاجزۍ کښیناستم ورته مې ووې "مورې نو اوس خو مونږ مسلمانان شوي یو، د حضرت کلمه مو په ژبه وئیلې ده ، اجازت راکړه چې نور دا بتان د کور نه وباسم"

وې مور مې حیرانه شوه چې څنګه به یې وباسې؟

"ما ورته وې مورې وګوره ددوئ د احترام دپاره مې په دومره غریبۍ کې دا بوسکي جوړه په درې زره روپۍ اخستې ، دا به پخپله لمنه کې راونغاړم اؤ د سیند په پاکو اوبو کې به یې خوشې کړم"

ملګري مې وې دا اوریدل نه وؤ چې د مور اوښکې مې راماتې شوې اؤ راته یې ووې "پام کوه ګوتې ورنه وړې ګنې لاسونه به دې کاږه شي ، مړ به شې "

ما وې مورې هیڅ نه کیږي بس ته اجازه راکړه

"اؤ چې بیا مې د مور په اوښکو اؤ سلګو کې هاغه بتان په خپله ځولۍ کې راټول کړل نو د پیښور نه مې په څلور زره روپۍ سپیشل ګاډی تر اټکه په کرایه ونیولو، په ټوله لار به مې ددغو بتانو نه معافي غوښته ، په ژړا مې ورته ځان وژلی ؤ ، ورته مې وئیل ما معاف کړئ ، تاسو په ما ګران یئ خو څه وکړم اوس زما لاره جدا ده ، خفه رانه نشئ اؤ بخښنه راته وکړئ"

ملګري مې وې د اټک سیند ته چې ورسیدم ، بیا مې نو په سیند کې د پاکو اوبو لټون شروع کړو ځکه چې په اټک کې هم څو قسمه اوبه بهیږي اؤ چې پاکو اوبو کې مې کله خپل دغه پخواني بګهوانان بهیول نو دومره مې ژړلي وؤ چې سلګو ورته نیولی ووم ...

خو هغه وې چې بیا کله کور ته راغلم نو څو ورځې وروسته مې یو جګري عیسایي ملګری ؤ ، دهغه خواله ورغلم اؤ ورته مې ووې "روره زه خو اوس مسلمان شوی یم ، اسلام ډیر ښه مذهب دی ، تانه بغیر مې ګزاره نه کیږي ، راځه ته هم راسره مسلمان شه "

وې ملګري مې کله دومره په اسانه منله چې خپل مذهب ما دپاره پریږدي خو بیا مې پرې ډیره خواري وکړه اؤ د ورځو نه یو ورځ مې مسلمانیدو ته تیار کړو ...

"ما هغه یو ملا له بوتلو چې کلمه ورته ووایي اؤ مسلمان یې کړي ، خو ډیره عجیبه دا وه چې ملا ورته کله کلمه ووئیله اؤ مسلمان یې کړو نو خوا کې ناست یو بل مسلمان ورته ووې چې اوس ددې کلیمې نه پس دا دا کلیمات هم ادا کړه"

هغه ووې زه حیران شوم چې کلمه خو یوه ده نو دا پکې لا څه دي چې مسلمانیدو دپاره ضروري دي ؟

هغه ووې ما خپله دغه پوښتنه د هاغه مسلمان ملګري نه وکړه چې دا خو مسلمان شو اوس دا نوره عربي چې ورته ته ښایې ددې څه مطلب دی ؟

"هغه راته ووې مسلمان خو شو خو سني مسلمان ، اوس ده ته ضروري ده چې دا شیعه هم شي ځکه چې کامیابي د علي رض په لارې راټينګولو کې ده"

ملګري مې وې چې زه حیران شوم چې یه خدایه اوس څه وکړم ما خو صرف د مسلمانۍ اوریدلي وؤ دا شیعه اؤ سني پکې لا څه وي ؟

هغه وې ما فیصله نه شوه کولی چې زه شیعه شم که سني خو بس هم داسې ازاد ژوند مې شروع کړو چې یوازې مسلمان به یم ..

ملګری راته ووې "خو وروستو چې څومره څومره وخت تیریدو دومره زما حیرانتیا سیوا کیده ، یوه ورځ مې یو مسلمان ملګری د لاسه ونیولو چې راځه دې جومات کې نمونځ کوو ، هغه راته ووې چې دې کې خو زمونږ مونځ نه کیږي"

هغه وې زه حق دق پاتې شوم چې جومات کې مو نمونځ څنګه نه کیږي؟

هغه وې ملګري نه چې مې دغه پوښتنه وکړه نو راته یې ووې "دا خو د وهابیانو جومات دی"

ما وې دا وهابیان کوم مذهب دی؟

"روره دا ټیک خلک نه دي، دین کې یې نوې نوې خبرې د ځان نه راویستي دي"

ملګري راته ووې ماته دغلته بیا سوال راولاړ شو چې که دا وهابیان دي نو زه څه یم ؟

وې بیا راته په بله موقعه چا ووې چې دا ته کوم جومات ته نمونځ له ځې هسې ځان ستړی کوې ، نمونځ دې ورپسې نه کیږي ...

ما وې ولې دا خو مسلمانان دي کنه .

وې مسلمان خو دي خو بریلیان دي

"یه خدایه ! زه خو چې کله مسلمانیدم نو دوئ به راته وې چې په اسلام کې داخل شه ، ماته خو اوس هیڅ نه ده معلومه چې کوم اسلام ته زه راننوتی یم ، دلته خو هر مسلمان د یو خدایې ، یو قران ، یو پیغمبر منونکی دی ،خو هر یو ، یو بل ته کافر وايي اخر زما کومه لار شوه ، خپل مذهب مې هم پریښودو اؤ اوس کافر هم یم ؟؟؟"

هغه راته دا خبرې کولې اؤ ما کولمې نیولې وې د خندا نه ورته شین ووم ..

زما دغه ملګری ډیر ښه سندرغاړی هم دی ، مولانا طارق جمیل صیب یې چرته غږ اوریدلی و اؤ هغه یې په اواز مئین شوی دی.

اوس مولانا طارق جمیل زما د مګري ښه دوست جوړ شوی ، مسلسل یې خبر اخلي ، ټیلفون ورته کوي اؤ کله کله ترې په فون د سندرې اوریدو فرمائش هم کوي.

په دغه ورځ یې راته د مولانا طارق جمیل سره د خپلو خبرو ریکارډ کړی شوی یو ټیلیفوني کال هم واورولو

مولانا صیب زما ملګري نه د مهدي حسن په اواز د هغه د خوښې د یو غزل اورولو فرمائش وکړو د کوم طرز چې زما ملګري ته یاد ؤ خو شاعري یې ورله نه ورتله ... زما ملګري ته به ددغه غزل یوه یوه استایي اؤ انتره یا سر نامه اؤ ټول شعرونه مولانا طارق جمیل صیب وریادول اؤ هغه به ورته په ترنم کې وئیل .

په وروسته کې ورته مولانا صیب بلنه ورکړه چې هغه خو لسو ورځو دپاره رائیونډ کې دی باید دی هم ورشي.

خو چې ملګري مې ورته ووې "نو رائیونډ ته په باجه اؤ دوکړو دروړلو کې خو به کومه ستونزه نه وي؟"

نو مولانا صیب له خندا شین شو ، وې دا څه کوې ما په چا وژنې څه ؟

"نو زه خو جي د باجې نه بغیر غزل نه شم وئیلی کنه"

زما ملګري مولانا صیب ته ځواب ورکړو

"بیا به داسې چل وکړو چې کله زه کلي کې یم کال به درته وکړم هلته ځان سره دوکړه، باجه راوړه ، ګپ به هم ولګوؤ اؤ موسیقي به هم انجوایی کړو"

مولانا طارق جمیل زما ملګري ته دغه تجویز ورکړو اؤ د مخه خې وئیلو نه پس کال بند شو...

ما خپل ملګري ته ووې دا دې څنګه اشنا کړی ؟

هغه وې "چې کله نوی مسلمان شوم اؤ ددې سړي تقریرونه مې واوریدل نو ډیر مې خوښ شو ، ما وې ده سره به رابطه کوم ، اخر مې پیدا کړو اؤ له نزې ورسره وغږیدم ، په ډیرو مسلو مې ترې ځان پوهه کړو"

هغه وې مولانا صیب هم راته اوله کې وې چې د موسیقۍ کار پریږده دا په اسلام کې حرامه ده ...

وې ما مولانا صیب ته ووې چې ته خو د اسلام ډیر غټ عالم یې خو کله چې د اسلام ستر پیغمبر د اخري خطبې د پاره تشریف راوړلو نو په څه کې راغلی ؤ ؟

وې مولانا صیب راته فوري وویل "په اوښه ناست ؤ اؤ خلکو ورته د هرکلي تمبلونه غږول"

ملګری مې وایي "ما مولانا صیب ته ووې چې که هغه ستر پیغمبر خطبې دپاره په اوښه راتلی شو نو ته ولې خطبې دپاره لینډ کروزر ګاډي کې راځې ؟ اؤ که تا دپاره د نوي دور سهولتونو کې اوښه په لینډ کروزر بدلیدی شي بیا ما دپاره تمبل ولې په طبله نه شي بدلیدی ؟؟؟"

وې ددې خبرې اوریدو سره راته مولانا صیب ووې ښه بس ته پریږه دا خبرې اؤ اوس راته د مهدي حسن یو ښکلی شان غزل واوروه !

See all News Updates of the Day

پاکستان: سپریم کورټ پوځي عدالتونو ته د عامو خلکو د مقدمو د فیصلو اورولو مشروط اجازت ورکړی

د پاکستان سپریم کورټ په پوځي عدالتونو کې د عامو خلکو خلاف د مقدمو په ضد اپيلونو باندې پوځي عدالتونو ته د محفوظ شوو فېصلو اورولو مشروط اجازت ورکړی دی. عدالت ویلي د پوځي عدالتونو فېصلې به په اپيلونو د حتمي پرېکړې سره تړلې وي.

د زيارت- پنجشنبې په ورځ په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو خلاف د مقدمو غیرقانونه ګرځولو په ضد اپيلونو باندې اورېدنه د سپريم کورټ د جج جسټس امين الدین خان په مشرۍ شپږ کسيز بېنچ وکړه.

د اورېدنې په پېل کې اټارني جنرل یا سرکاري وکيل عدالت ته وویل چې د نهمې مې د 103 ملزمانو څخه 20 ملزمان به د مجوزه طريقه کار وروسته خوشي کړی شي.

اټارنى جنرل منصور عثمان عدالت ته وویل چې په لومړي پړاو کې به محفوظ کړی شوې فېصلې اورول کېږي، په دوېمه مرحله کې به د هغې منظوري ورکول کېږي او په درېیم پړاو کې کمه سزا ترلاسه کونکو کسانو ته د مشر قاضي لخوا رعایت ورکول شامل دي.

قانونپوه او په دې مقدمه کې د سپريم کورټ د پخواني جج جسټس جواد اېس خواجه وکيل اعتزاز احسن وايي د شلو ملزمانو د پرېښودو سره به فشار راکم شي:

"پاتې شوه په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو خلاف د مقدمو چلول کېدو خبره نو د هغې پرضد زموږ موقف پر ځای دی او مونږ ګڼو چې په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو خلاف مقدمه نه شي چلول کېدی".

سرکاري وکيل عدالت ته خواست وکړو چې ځانګړو عدالتونو ته دې د محفوظ کړی شوې فېصلې د اورولو اجازه ورکړی شي خو په دې اړه د شپږکسيز بېنچ مشر جسټس امين الدین خان وویل که اجازه ور هم کړی شي دا به په اپيلونو د حتمي فېصلې سره مشروط وي.

د عدالتي چارو خبريال غلام نبي يوسفزی وایي، د سپريم کورټ مخې ته چې کوم اصل سوال پروت دی، هغه دا دی چې پوځي عدالتونو ته د عامو خلکو خلاف د مقدمو چلولو د سره اختيار نه شته:

"فرض کړه دا شل کسان خوشي شي او دا پرېکړه حتمي شي نو بيا د هغې مطلب دا دی چې سپريم کورټ د پوځي عدالتونو دغه اختيار ومانه".

د ملزمانو وکيل فېصل صديقي عدالت ته وویل که دا ملزمان په عامو عدالتونو کې وو نو تر اوسه به بهر راوتلي وای، خو وایي په دې باندې جسټس محمد علي مظهر پوښتنه وکړه چې ایا ته مقدمې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې چلول غواړې چرته چې د سزا موده د 14 کلونو څخه کمه نه ده.

ددې نه علاوه سپريم کورټ د خېبر پښتونخوا حکومت هغه درخواست هم منظور کړ، چې په پوځي عدالتونو کې یې د عادي خلکو د مقدمو د غیرقانونه ګرځولو په ضد د جمع کړی شويو اپيلونو د بېرته اخستو غوښتنه کړې وه.

د سپریم کورټ لپاره د خېبر پښتونخوا اېډوکېټ جنرل سيد کوثر علي شاه وایي، "مونږ د خپلو خواستونو د بېرته اخستو لپاره د صوبايي کابينې د منظورۍ سره درې درخواستونه جمع کړي وو او نن عدالت هغه منظور کړي او مونږ خپل پيټيشن چې د خېبر پښتونخوا د اړخه وو هغه واپس شو".

سپريم کورټ په راتلونکې اورېدنه باندې کم سزا موندونکو او د خوشي کېدو وړ ملزمانو رپورټ هم غوښتی او اټارنى جنرل ته یې په ډاګه کړې چې په پوځي عدالتونو کې ملزمانو ته په حتمي سزا اورول کېدو باندې به حکم امتناع برقراره وي او دې سره یې د مقدمې اورېدنه د اپریل تر اخري هفتې پورې وځندوله.

د پاکستان وزیراعظم د چيف جسټس سره ليدلي

د  ليدنې په اړه په رسمي توګه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو ويل شوي، په ليدنه کې به د ججانود خط په اړه هم خبرې شوي وي
د  ليدنې په اړه په رسمي توګه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو ويل شوي، په ليدنه کې به د ججانود خط په اړه هم خبرې شوي وي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چيف جسټس قاضي فايز عيسا سره ليدلي، دا ليدنه په داسې وخت کې شوې چې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ‏ججانو د سپريم جوډيشل کونسل نه په يو خط کې غوښتنه کړې د خفيه يا پټو ادارو لخوا په ججانو د اثر اندازه کېدو او لاسوهنې په سر دې جوډيشل ‏کنونشن وبلل شي.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د چيف جسټس سره د شهباز شريف په ليدنه کې د قانون وزير اعظم نذير تارړ او اټارني جنرل منصور عثمان هم موجود وو.‏

د ليدنې په اړه په رسمي توګه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو ويل شوي، په ليدنه کې به د ججانود خط په اړه هم خبرې شوي وي.‏

د وزيراعظم د چیف جسټس سره د ليدو نه وړاندې، پرون اټارني جنرل هم د چيف جسټس قاضي فايز عيسا سره ليدلي وو.‏

جسټس، محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس ثمن ‏رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د مبینه لاسوهنې په سر د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه کړې ده.‏

پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو ‏غوښتنه کړې ده.‏

پاکستان بار کونسل ويلي، ججانو چې کومه اندېښنه څرګنده کړې دا سنګينه معامله ده سمدستي توجه ته اړتيا لري.‏

د ججانو د خط چې پکې د خفيه ادارې (آی اېس آي) په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې، د پاکستان پوځ او آی اېس آی لخوا دغه دعوې ‏ته رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.‏

د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف هم د ججانود خط د پلټنې غوښتنه کړې ده.‏

په خط کې ویل شوي چې د عدلیې د ازادۍ د باوري کولو لپاره د ادارې په توګه دې معاملې ته غبرګون پکار دی او له عدالتي کنونشن څخه به درک ‏ولګیږي چې د ملک د نورو هایکورټونو قاضیان هم له دې حالت سره مخ دي که نه.‏

په خط کې ویل شوي په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د ‏استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.‏

شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی و او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د ‏شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.‏

خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو ‏چارو کې د هغو مسولو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.‏

په خط کې لیکل شوي چې په عدلیه کې د استخباراتي ادارو د ممکنه مداخلت په اړه د جسټس رېټاېرډ شوکت عزیز صديقي د تورونو حمایت کوي. په خط ‏کې غوښتنه شوې چې د جسټس صدیقي د تورونو په اړه تحقیقات دې وشي.‏

په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر ‏فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې ‏سخت فشار اچول شوی وو.‏

ججانو ویلي، دغه معامله یې د اسلام اباد د چیف جسټس، او بيا د هغه وخت د سپریم کورټ د چيف جسټس په وړاندې راوړلې وه او بیا ورته چیف ‏جسټس ويلي وو چې د آی اېس آی د مشر سره خبره شوې، بيا به داسې نه کیږي خو دغه لړۍ نه ده ودرېدلې.‏

خواجه اصف: په پاکستان کې د ترهګرۍ "‏سرچینه"‏ په افغانستان کې ده

د تېر کال د فېبرورۍ د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږی چې خواچه اصف د کابل د دورې په مهال د اقتصادي چارو دپاره د طالبانو د نایب وزیراعظم ملا عبدالغني برادر سره روغ بړ کوي
د تېر کال د فېبرورۍ د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږی چې خواچه اصف د کابل د دورې په مهال د اقتصادي چارو دپاره د طالبانو د نایب وزیراعظم ملا عبدالغني برادر سره روغ بړ کوي

د پاکستان د فاع وزير خواجه اصف په خپل هېواد کې د ترهګرۍ د زیاتوالي تور په افغانستان لګولی او ویلي يې دي چې په "پاکستان کې د ترهګرۍ ‏منبه (سرچینه) په افغانستان کې ده" او کابل د وسله والو د مرکزونو په اړه معلومات لري خو په دې اړه يې څه پرمختګ نه دی کړی او وسله وال په ازاده د پاکستان خلاف فعالیتونه کوي.

د افغانستان واکمن طالبان په نوم د یادولو بغیرخواجه اصف په اېکس،‌ پخواني ټوېټر، خپل یو پوسټ کې وویل چې د وسله والو مرکزونه د دوی په علم کې دي خو د هغه په فکر په ضد يې اقدامات نه کېږي.

د افغانستان د واکمنو طالبانو دریځ د خواجه اصف په تازه بیان لا مخې ته نه دی راغلی خو طالب چارواکو د دې نه مخکې د پاکستاني چارواکو دا ډول خبرې رد کړي چې وسله وال په پاکستان کې د حملو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

طالب چارواکي وايي پاکستان دې د کور دننه په امنیت کې د ناکامۍ ذمه وار افغانستان نه بلي. د طالبانو د حکومت خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په یوه موقع ویلي وو چې پاکستان دې د "خپل بام واوره" د بل په بام نه نه وراچوي.

د مارچ د میاشت په اتلسمه نېټه پاکستان وویل جنګي جهازونو يې د افغانستان په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د وسله والو په مرکزونو حملې وکړې. افغان طالبانو وویل په حملو کې ښځې او ماشومان ووژل شوو. طالبانو په کابل کې د پاکستان ناظم الامور د احتجاج دپاره طلب کړی و.

پاکستان د افغانستان سره په پوله چې د ډیورنډ کرښه هم بلل کېږي، ازغن تار لګولی او نوي امنیتي چېک پوسټونه او قلعې یې جوړې کړي. پاکستان وايي د دې اقداماتو مقصد د دواړو ملکونو ترمنځ د وسله والو او د نور غېرقانونی حرکت مخه نیول دي.

خواجه اصف وویل "پاک افغان بارډر (سرحد) په ټوله دنیا کط د روایتي بارډر نه مختلف دی. په موجوده حالاتو کې چې د کابل نه مرسته نه ترلاسه کېږي نو پاکستان به په دې بارډر ټول نړیوال قوانین او روایات به نافذ کوي. او د دهشت کردو ټرېفېک (تګ راټګ) به ختموي."

د پاکستان د دفاع وزیر تازه دعوه په داسې وخت کې کړې چې په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله کې په يو قافله بريد کې د چينايي وګړو ګاډی په ‏ځانمرګي بريد کې په نخښه شوی، پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.‏

پاکستان تور لګولي تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان خلاف حملې کوي.‏

بشام کې په چينايانو ترسره شوی بريد څخه تحریک طالبان پاکستان د لاتعلقۍ اظهار کړی او برید ذمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.‏

خواجه اصف په اېکس پوسټ کې زياته کړې، "د ترهګرۍ په پېښو کې اضافې ته په کتو د (افغانستان او پاکستان ترمنځ) پولې په صورتحال کې بنيادي ‏بدلون ته ضرورت دی"، خو هغه نه دي ویلي چې بنيادي بدلون به څنګه وي.‏

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله (ډېورنډ) افغانستان تراوسه پورې په رسميت نه ده منلې، دغه کرښه د انګرېز ‏راکښلې کرښه بلي او وايي د کرښې دواړو غاړو ته پراته قامونه هیڅوک نه شي بيلولی. دغه خبره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سرپرست مرستیال ‏خارجه وزیر شېر محمد عباس ستانکزي افغانستان نه د شوروي ځواکونو د وتلو د ‏‎35‎م کال د نمانځنې په اړه لوګر ولایت کې راجوړې شوې یوې دستورې ‏ته خپله وینا کې کړې وه.‏

پاکستان وايي د افغانستان سره د ډېورنډ کرښه نړيوال سرحد دی او په نړیواله کچه هم داسې پېژندل کېږي.

ایا افغان طالبان د پاکستان له پوځ سره جګړه کولای شئ؟

په تورخم کې د پاکستان د ملیشته سرتیري په وړاندې د طالبانو یو وسلوال عسکر ولاړ دی.
په تورخم کې د پاکستان د ملیشته سرتیري په وړاندې د طالبانو یو وسلوال عسکر ولاړ دی.

افغان طالبانو په واک باندې له قبضې راهیسې په تېرو دوه نیمو کالو کې په جګړه ځپلي افغانستان کې خپل سخت دریځه نظام رامنځ ته کړی خو لا تر اوسه یې خپل جګړیز ځواک دودیز یا سنتي پوځ ته نه دی اړولی.

امریکا غږ له یو شمېر څېړونکو سره خبرې کړي څوک چې وايي، پخوانی یاغي ځواک اړتیا نه لري چې د داعش څخه د ورپېښو ګواښونو او له ګاونډي پاکستان سره د زیاتېدونکو ستونزو لپاره یو معیاري پوځ باید ولري.

د سټراټیژیکو مطالعاتو لپاره د نړیوال انسټیټیوټ لخوا د نړۍ د پوځونو په یو کلنۍ ارزونه کې راغلي، چې افغان طالبان ۱۵۰۰۰۰ فعال جنګیالي لري.

د طالبانو پوځي مشر قاري فصیح الدین فطرت رویټرز خبري ادرې ته تېر کال ویلي و، چې اداره یې پلان لري خپل ځواک کې نور ۵۰۰۰۰ کسان هم زیات کړي خو هغه د دغه زیاتوالي لپاره کومه نېټه او چوکاټ څرګند نه کړ.

طالبانو واک ته له راتلو وروسته خپله دفاعي بودېجه نه ده اعلان کړې.‌

هغوی خپل دفاعي ځواک د ځانګړو ځواکونو د دریو کنډکونو او اتو قول اردوګانو لاندې تنظیم کړی.

د طالبانو پوخ ډول ډول زرې موټرې، توپونه، درې سپکې الوتکې او ۱۴ هیلې کوپټرې لري چې له امریکا پاتې بلاک هاک هیلې کوپټرې هم پکې شاملې دي او په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له ماتېدو پاتې دي.

طالبان همدارنګه د افغان امنیتي ځواکونو له وخت څخه څو دانې روسۍ برید کونکې هیلې کوپټرې هم لري.

وړتیا او ظرفیت:

که څه هم د امریکا پوځ په افغانستان کې د نېږدې اوه میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پریښي دي، خو پوهان د ځینو پېچلو پوځي وسایلو په کارولو کې د طالبانو وړتیا محدوده بولي.

د امریکا په سولې انسټیټیوټ کې د اسفندیار میر په نامه یو کارپوه وايي،

"له بهر سره د حفظ مراقبت یا مینټېنېنس او د موادو له قراردادونو پرته چې په اصل کې یې د افغانستان امنیتي ځواکونو سمبالول داسې نه ښکاري چې دوی به په زیاته کچه له دغو وسایلو څخه کار واخیستل شي."

په کوینسي انسټیټیوټ کې د منځني ختیځ د پروګرام مرستیال مشر اډم وینسټین امریکا غږ ته وویل،‌ چې طالبان د خپلو ځواکونو په روزلو کې له ستونزو سره مخ دي کټ مټ هغه ډول چې د افغانستان د ملي‌ دفاع ځواکونه ورسره مخ وو.

وینسټین چې د امریکا پخوانی سمندري سرتیری پاتې شوی او په افغانستان کې یې هم په ۲۰۱۲ کال کې خدمت کړی دی وویل،

"دوی تر ډېره نالوستو کسانو سره کار کوي چې د عسکرۍ بنیادي وړتیاوې باید ورزده کړي."

له پاکستان سره جګړه:

هغه کارپوهان چې امریکا غږ ورسره خبرې کړي په دې موافق دي چې طالبان داسې ځواک نه لري چې د نړۍ یو له لویو اټومي پوځونو سره وجنګېږي بلکه وايي،‌ کابل کولای شي چې د پاکستان پرضد په غیر دودیزو (انکانوینشنل) تکتیکونکو کې ښکېل شي.‌

وینسټین وايي، "دوی کېدای شي د ټي ټي پي په کنټرول کې لږ څه وکړي او یا ښايي ټي ټي پي ته خلاص لاس ورکړي چې په پاکستان کې لا ستر بریدونه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه،‌ طالبان ټي ټي پي ته "د پاکستان د دولت پرضد د بغاوت د پالیسۍ په سترګه ګوري."

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ فشارونه زیات شوي، سمېت وايي،‌ کابل همدارنګه کولای شي چې په مهمو سیمیزو پروژو کې هم خنډ شي.

د بیلګې په توګه له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږل او تجارتي پروژه ده چې د کاسا زر په نامه یادېږي.

د دغې پروژې له لیارې به له مرکزي اسیا څخه د افغانستان له لیارې د انرژۍ تږي هېواد پاکستان ته برېښنا ورسېږي.

پوهان دا هم وايي، چې افغان طالبان همدارنګه کولای شي چې د پاکستان او د مرکزي اسیا ترمنځ په ځمکنۍ لاره کې هم خنډ جوړ کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت یو پلاوي په دې اونۍ کې له افغان سیالانو سره په کابل کې په داسې حال کې لیدلي چې دوه اړخیزه سوداګري د سرحدي لارو د بندېدو او ستونزو له امله کمه شوې ده.

پوهان دا مني چې که څه هم له ګاونډیانو سره د افغان طالبانو دودیزه جګړې چانس ډېر کم ښکاري خو دا خبرداری هم ورکوي چې په افغانستان کې واکمن طالبان یو غیر متوازن جګړیز ځواک لري چې ځان وژونکي یا فدایان هم لري او د سیمې پر خلکو هم غږ کولای شي چې له خپلو وسلو سره جګړې ته راووځي.

په عدالتي چارو کې د ای ایس ای د "لاسوهنې" د تورونو خط: سپریم کورټ د ټولو ججانو غونډه را بللې

د اسلام اباد هایکورټ د شپږو قاضیانو له خوا د هېواد سپریم جوډیشل کونسل ته په خپلو چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې په اړه د لیکل شوي خط د ارزونې لپاره د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسی د ټولو ججانو ځانګړې غونډه را غوښتې ده.

د پاکستان پر استخباراتي ادارو تر دې مخکې هم په عدالتي چارو کې د لاسوهنې تورونه لګېدلي خو دغو ادارو دا تورونه رد کړي، مګر د دې شپږو ججانو د تازه خط په اړه تر اوسه نه پوځ، نه استخباراتي‌ ادارو او نه مرکزي‌ حکومت کوم غبرګون ښکاره کړی دی.

د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسی د شورو- چارشنبې په ورځ له اټارني جنرل یا سرکاري وکیل عثمان اعوان سره هم لیدلي او له هغه وروسته یې نن د مازدیګر پر څلور بجې د ملک د ستر عدالت د ټولو قاضیانو «فُل کورټ» د غونډې را بللو پرېکړه کړې ده.

په دې غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو قاضیانو لیکلی خط‌ ارزول کیږي چې پکې هغوی غوښتنه کړې په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارې ای ایس ایس د استازو د "پرله پسې مداخلت" او پر ججانو د اغېز په اړه دې جوډیشنل کنونشن را وبلل شي.

دا خط شپږو برحاله ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لیکلی او نقلونه د سپریم جوډیشل کونسل ټولو غړو ته استول شوي دي.

په خط کې ویل شوي چې د عدلیې د ازادۍ د باوري کولو لپاره د ادارې په توګه دې معاملې ته غبرګون پکار دی او وايي له عدالتي کنونشن څخه به درک ولګیږي چې د ملک د نورو هایکورټونو قاضیان هم له دې حالت سره مخ دي که نه.

د پاکستان د وکیلانو لوی تنظیم «پاکستان بار کونسل» هم د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د لیکلي خط ملاتړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د ججانو دا اندېښنې ختمې نه کړای شوې دوی به په ملک کې احتجاجونه وکړي.

په خط کې ویل شوي په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.

شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.

که څه هم د پاکستان نورو سیاسي ګوندونو د ججانو د خط په معامله لا څه نه دي ویلي خو پاکستان تحریک انصاف د ججانو په خط په سپریم کورټ کې د اورونې غوښتنه کړې او پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو هم په خپل غبرګون کې په خط کې د قاضیانو اندېښنې پر ځای بللې دي.

د تحریک انصاف سينېر مرستیال مشر سردار لطيف کهوسه وایي، دا ډېره سنګينه معامله ده:

"زموږ پارټي هم غواړي په دې اړه دې يو طاقتور جوډيشل کمېشن کښېني چې وګوري اسټبلشمنټ ېا اېګزګټيو څنګه يوه اييني اداره د ځان تابع کولی شي، او هغه هم په داسې حال کې چې اسټېبلشمنټ د عوامو د بنيادي حقونو د تحفظ او د ایين د پاسدارۍ حلف اخیستی دی".

صحافيانو سره خبرو کې د پاکستان سرکاري وکیل یا اټارني جنرل هم د ججانو د خط لیکل يوه سنجیده معامله ګڼلې ده او ویلي یې دي ددې پلټنې کول پکار دي.

خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو چارو کې د هغو مسئلو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.

قانون پوهان وايي جوډيشل کونسل اړونده اداره نه ده او باید دغو شپږو ججانو په دې اړه خپله ګام اخیستی وای.

د سپريم کورټ وکيل ذوالفقار احمد بوټه وایي د ايين 204مه ماده د توهين عدالت په اړه ده، که يو تن په عدالتي چارو کې مداخله کوي څنګه چې دغو ججانو په خپل خط کې ښکاره کړې چې په هغوي فشار اچول شوی دی:

"که د ارټيکل 204 لاندې هغه افسر ته نوټس وکړي او ځواب ترې وغوښتل شي نو هغه ته سزا هم کېدی شي او که افسر ته د 204 مادې لاندې د دوو ورځو سزا هم وشوه نو ملازمت یې ختمېدی شي او زما په اند د ججانو د دغه ليک قانوني حېثيت مشکوک دی".

په خط کې لیکلي چې په عدلیه کې د استخباراتي ادارو د ممکنه مداخلت په اړه د جسټس رېټاېرډ شوکت عزیز صديقي د تورونو حمایت کوي. په خط کې غوښتنه شوې چې د جسټس صدیقي د تورونو په اړه تحقیقات دې وشي.

د عدالتي چارو څېړونکي وايي پکار ده چې د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د الزاماتو تحقیقات وشي.

د عدالتي چارو خبرياله مريم نواز خان وایي، "که پلټنې نه کېږي نو ددې له کبله به زموږ سياسي نظام او د خفيه اېجنسيانو کردار مشکوک پاتې کېږي او د عدالتي فېصلو به څه حېثيت نه وي، د نړۍ په عدالتي درجه بندۍ کې زموږ عدالتونه له مخکې څخه په لاندينۍ درجه ولاړ دي".

ورلډ جسٹس پروجکټ د کال 2021 په خپل رپورټ د قانون د عملدارۍ په نړيوال فهرست کې پاکستان د 139 هېوادونو په قطار کي په 130 شمېره ودرولی وو.

یادونه:- په رپوټ کې زیات معلومات د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسېن شریک کړي دي.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG