لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرل راحيل لخوا دترهه گرو اؤ دهغوي دپلويانو ترمينځ درابطو ختمولو امر


 دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوړاندينو مورچو دوره کړې اؤ دغلته يې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو جاج اخستى دى.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوړاندينو مورچو دوره کړې اؤ دغلته يې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو جاج اخستى دى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ دافغانستان پولې ته نزدې دخپلې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوره کړې اؤ ديو پوځي بيان ترمخه دغلته يې اپريشنل کمانډرانو ته امر کړى چې دترهه گرو اؤ هغوي دپلويانو ترمينځ دې درابطو مخه ونيسي اؤ هغوي لپاره دې بهرنۍ مرستې ختمې کړي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوړاندينو مورچو دوره کړې اؤ دغلته يې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو جاج اخستى دى.

شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه جنرل راحيل وويل چې دغه عمليات دا مهال په اخري مرحله کې دي اؤ ډير زر به سيمه کې پاتې ترهه گر هم له مينځه يوړل شي.

جنرل راحيل شريف په دغه موقع وئيلي ديدقام دښمنانو اؤ دهغوي ملاتړ کوونکو ته به پاکستان کې هيڅ ځايې نۀ ميلاويږي اؤ ډير زر به هغوي خپل اختتام ته ورسيږي

دپوځ سرلښکر عسکرو ته امر کړى چې نورو هيوادونو سره دې دترهه گرو د رابطو مخه ونيول شي اؤ دا خبره دې هم باوري کړل شي چې هغوي ته دبهر څخه مرستې ونۀ رسيدلى شي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په نيمائي کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم پوځي عمليات وروستو له هغې پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستاني پوځ ترمخه دشمالي وزيرستان په عملياتو کې تر دې مهاله 2800ؤ پورې جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې له مينځه وړل شوي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه پوځي شميرې پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG