لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ کې څلور پولیس عسکر وژل شوي


پولیس په یو هوټل کې ډوډۍ خوړلو ته ناست وؤ چې ترهګرو پرې ډزې وکړې

د شورو په غرمه دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې نامعلومو ترهګرو څلور پولیس عسکر په ډزو سره وژلي دي .

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي دغه عسکر چې عقیل نومې یو اسسټننټ سب انسپکټر هم پکې شامل دی د کورنګي په زمان ټاؤن سیمه کې د یو هوټل دننه د غرمې ډوډۍ خوړلو ته ناست وؤ چې نامعلومو ترهګرو پرې ډزې وکړې .

سرچینې وایي ددغو ډزو په نتیجه کې یو تاڼیدار اؤ درې پولیس سپاهیان وژل شوي اؤ ترهګر د موقعې څخه تښتیدلي دي.

د کورنګۍ سیمې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي نعیم احمد ددغه پيښې پخلی کړی اؤ وایي پولیس په پیښه کې دککړو ترهګرو د نیولو په هڅه کې دي.

کراچۍ د پاکستان دسندهـ صوپې هاغه ستر اقتصادي ښار دی چې د تیرو ډیرو کلونو راهسې د بد امنۍ سره مخ دی اؤ وخت په وخت پکې د پولیسو افسرانو تر څنګ ګڼ شمیر سیاسي فعالین هم د ترهګرۍ د پیښور ښکار شوي دي .

XS
SM
MD
LG