لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا پاکستان ته د ائتلافي همکارۍ د پنګو بندولو اشاره ورکړې


ددغه پروګرام لاندې تر اوسه پاکستان ته دیارلس اربه ډالر ورکړل شوي دي
ددغه پروګرام لاندې تر اوسه پاکستان ته دیارلس اربه ډالر ورکړل شوي دي

امریکا پاکستان ته اشاره ورکړې ده چې د ائتلافي مرستې پنګه (سي ایس ایف ) کې د روان کال څخه وروستو د نورې پراختیا هیڅ امکان نشته.

​د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د دفاعي سرچینو له خولي وايي د نهې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې د ددفاع د وزارت په ودانۍ کې ددفاعي مشاورتي ډلې غونډه شوې چې پکې د ائتلافي مرستې د پنګو په مستقبل خبرې شوې دي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه غونډه کې د دفاع اؤ بهرنو چارو په چارواکو دمشتمل امریکايي هئیت مشري دامریکا ددفاع پرنسپل ډپټي سکتر کیلي میګسا مین کړې ده.

د ائتلافي مرستې د پنګو په اساس امریکا پاکستان ته افغانستان کې پخپلو عملیاتو نیغ په نیغه مرستې کولو باندې د کیدونکو ټولو لګښتونو پیسې ورکوي اؤ د کال 2001ء څخه نیولې تر اوسه یې پاکستان ته دیارلس اربه ډالر ورکړي دي.

ټاکل شوې وه چې کال 2014ء افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو سره سم پاکستان ته ددغو پیسو ورکول بند کړی شو خو امریکایي حکومت وروستو دقانون سازۍ په ترڅ کې دغه پروګرام د یو کال دپاره نور هم غځولی ؤ.

د اضافي شرطونو ترڅنګ یو کال دپاره د پراخه شوي دغه پروګرام په اساس امریکا پاکستان ته نور یو ارب ډالرو پورې رقم ورکولی شي.

سرچینې وايي چې د ډي سي جي غونډه کې پاکستان پرله پسې امریکایي چارواکو ته خپل چیلنجونه اؤ مسلې مخې ته کیښودې اؤ غوښتنه یې ترې وکړه چې دغه پروګرام باید نور هم وغځول شي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان حکومت دغه پنګې د خپلو امنیتي لګښتونو ترڅنګ د تازه پنګې یا کرنټ اکاونټ د خسارې کمولودپاره پکار راولي .ورځپاڼه د یوې سرچینې له خولې دا دعوه هم کوي چې د امریکا له لوري دائتلافي مرستې پنګه کې د نورې خوښۍ نه لرلو وجه منځني ختیز کې دداعش د سر راپورته کولو له امله د امریکا بدل شوي ترجیحات دي.

د ورځپاڼې له مخه فورم کې د خبرو کولو په مهال د پاکستان ددفاع سکتر جنرل ریټائرډ عالم خټک په سیمه ایز امینیت کې د پاکستان په ارزښت ټینګار وکړو اؤ وئ وئیل پاکستان د سیمې دثبات دپاره روانه جګړه کې په اوله کرښه ولاړ دی .

هغه وویل د پاکستان پوځ د ترهګرو په ضد ضرب عضب عملیات دوامداره ساتلي اؤ پخپله دې ژمنه ټینګ ولاړ دی چې سیمه به د ترهګرو څخه پاکوي.

سرچینې وایي دغه غونډه کې پاکستاني چارواکو دریځ خپل کړی چې دهیواد په قبائیلي سیمو کې یې د روانو پوځي عملیاتو له امله شل لکه خلک بې کوره شوي چې د هغوئ د بحالۍ کار د 100 اربو روپو په مرسته روان دی.

هر څو که په تکنیکي توکه د کډوالو بحالي د سي ایس ایف د پنګو لاندې نه راځي خو پاکستاني چارواکو دسي ایس ایف پروګرام ته د دوام ورکولو دکیس پیاوړتیا دپاره دغه مسله هم په وړاندې ایښې ده.

ددغه غونډې څخه وروستو ددفاع وزارت لخوا جاري شوي یو بیان کې وئیل شوي امریکایي ډلې منلې چې د ائتلافي ځواکونو له وتلو وروستو پاکستان نه یوازې سیمه کې د ثبات یو عنصر دی بلکې هغه سیمه کې د امن د ټینګښت دپاره کیدونکو کوششونو کې هم خپل کردار ادا کوي.

د بیان له مخې د غونډې برخه والو هیله ښکاره کړې چې د امریکا اؤ پاکستان ترمینځ ددفاعي مرستې په بابله ټولې هواری غوښتونکې ستونزې به زر حل کړی شي خو په دغه بیان کې ستونزې ښودل شوي نه دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG