لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نن بابړه کې د وژل شوؤ سوؤنو پښتنو ورځ نمانځل کیږي


اسفندیار ولي خان وایي د بابړې د پښتنو وینو رنګ راوړی خو قافله لا منزل ته نه ده رسیدلې
اسفندیار ولي خان وایي د بابړې د پښتنو وینو رنګ راوړی خو قافله لا منزل ته نه ده رسیدلې

نن د بابړې په میدان کې د وژل شوؤ 600ؤ څخه د زیاتو هاغو پښتنو ورځ نمانځل کیږي چې په12 اګست کال 1948ء کې پرې د پوځ لخوا ګولۍ وریدلې وې ،

دعوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وايي دبابړې پیښه تر ننه د پښتنو په زړونو کې تازه ده اؤ د پښتنو سره شوی دا تاریخي زیاتی پښتنو ته سبق ورکوي چې هغوئ باید دخپلو سیاسي، جمهوري اؤ انساني حقونو دپاره د پرامنه جدوجهد لاره پرې نه ږدي .

د بابړې د تاریخي پيښې دپس منظر دبیانولو په ترڅ کې دپښتو ژبې نومیالي لیکوال اؤ دانشور ښاغلي سلیم راز وائس اف امریکه ډیوه راډیو ویب پاڼې ته وئیلي"په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ خدایي خدمتګارو د خپلو مشرانو باچا خان ،ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور اؤ نورو خدایي خدمتګارو د ګرفتارۍ په ضد دبابړې په میدان کې د پرامنه احتجاج کولو پروګرام جوړ کړی ؤ ، کله چې دغه په زرګونو خدایي خدمتګار د بابړې میدان ته ورسیدل نو هلته پرې ملیشه اؤ پولیس ځواکونو نیغ په نیغه ډزې وکړې اؤ په سلګونو پښتانه یې وژل "

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې وویل دا د پښتنو د تاریخ یوه داسې پيښه ده چې کله یې هم څوک نه شي هیرولی

"تاسو خپله فکر وکړئ د کوم کور نه چې یوه جنازه اوځي په هغه کور څومره غم وي- دا خو لا د پښتنو د کور نه څه کم 700 جنازې وتلې "

اسفندیار ولي خان وایي "دا یوازې دغه شمیره هم نه وه چې خلکو نوټ کړې وه بلکې د سوؤنو پښتنو مړي خو یې په سیند لاهو کړي وؤ اؤ دتاریخ د ټولو نه لویه المیه یا حیرانونکې خبره دا وه چې په بابړه کې کوم ژوبل شوي کوم کسان وروستو د علاج دپاره هسپتالونو ته یوړی شول نو د قیوم خان د حکومت په وینا د هغوئ نه دعلاج تر څنګ د هاغو کارتوسو پیسې هم واخستل شوې په کومو چې ویشتل شوي وؤ"

"اګر چې زه وړوکی وم خو دبابړې په هکله چې به بیا کله عبدالمالک فدا خپل نظم باچا خان ته اورولو نو ښه راته یاد شي چې دبابا په سترګو کې به ورته اوښکې راغلې"

اسفندیار ولي خان زیاته کړه دا نن چې د پاکستان په ائین کې د اتلسم ترمیم په اساس پښتنو د خپلې خاورې نوم ګټلی یا یې دصوبایې خودمختارۍ په لړ کې ځینې نور بریالیتوبونه ګټلي دي دا هم د بابړې د قربانیانو د وینو په برکت دي.

"دهغوئ وینو رنګ ضرور راوړی خو زمونږ قافله لا منزل ته نه ده رسیدلې ، سفر راته په سر پروت دی اؤ مونږ ته به په ځوانو حوصلو سره په وړاندې تګ کول وي"

دنني ورځې د نمانځلو په اړه هغه وویل د خپل ګوند ټولو ضلعي تنظیمونو ته یې لارښوونه کړې چې په دې ورځ خپلو خپلو سیمو کې دبابړې په یاد کې عونډې جوړې کړي اؤ مرکزي غونډه به هم د بابړې د غازي ګل بابا په جومات کې وي چې وروستو به دبابړه پیښه کې د وژل شوؤ پښتنو په یادګار ګلونه ایښودلی شي.

په پاکستان خصوصاً خیبر پښتونخوا صوبه کې د تیرو څو کلونو راهسې دبابړې د پيښې کلیزه په عقیدت اؤ احترام سره نمانځل کیږي خو سږکال د ټولې نړۍ څخه پښتنو د سوشل میډیا د لارې دبابړې د پيښې یاد ژوندی ساتلی اؤ په فیس بک اؤ ټویټر یې ددغه پیښې په اړه عکسونه اؤ لیکنې خپرې کړي چې پکې پښتنو سره د شوي دغه تاریخي ظلم غندنه شوې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG