لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان کې ددوؤ ښځو په گډون د اوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي


دپوليس سرچينو ترمخه سرښار کوئټې کې دنهې په ورځ دائيرپورټ روډ سره نزدې ددوؤ ښځو اؤ دوؤ سړو په گولو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.

راپورونه وائي دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه اؤ پشين سيمه کې دپينځوؤ سړو اؤ دوؤ ښځو په گولو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.

دپوليس سرچينو ترمخه سرښار کوئټې کې دنهې په ورځ دائيرپورټ روډ سره نزدې ددوؤ ښځو اؤ دوؤ سړو په گولو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.

دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو دملک اصف کانسي، خان محمد، پلوشې اؤ صالحې په نومونو سره شوې ده.

چارواکي وائي ددغو ښځو اؤ سړو دوژل کيدوعلتونه نۀ دي په ډاگه شوي اؤ مړي دپوسټ مارټم لپاره سول هسپتال کوئټې ته رسول شوي دي.

همدغه راز دليويز دسرچينو په اړه دميډيا راپورونو کې وئيل شوي دي چې دسيمه ييزو خلکو داطلاع څخه وروستو دپشين ضلعې څخه هم ددريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

دپيښې داطلاع ترلاسه کيدو وروستو سيمې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.

ددغو کسانو مړي ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال پشين ته رسول شوي دي خو دمړو پيژندگلو تر دې مهاله نۀ ده شوې.

تيره مياشت هم دبلوچستان په تربت سيمه کې ددريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي وؤ

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

XS
SM
MD
LG