لاس رسیدونکی لینک

امریکا وایي پاکستان اؤ افغانستان ته به د ترهګرو ځالې له مینځه وړل وي


ویاند وویل د صدر اشرف غني د مطبوعاتي کانفرنس څخه وروستو جان کیري افغان صدر سره په ټیلفون تماس نیولی

امریکا په پاکستان اؤ افغانستان غږ کړی چې د تشدد څخه ډک تندلاریتوب ته د ماتې ورکولو دپاره باید خپلو کې په ګډه کار وکړي.

واشنګټن کې خبریالانو ته د احوال ورکولو په وخت د امریکا د خارجه محکمې ویاند جان کربی وئیلي د افغانستان د صدر اشرف غني لخوا د ترهګرو د پټو ځالو په اړه د پریس کانفرنس کولو وروستو د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کربی صدر غني سره ټیلفوني تماس نیولی اؤ ورسره یې د ترهګرو په ځالو خبرې کړي دي.

امریکایي ویاند وویل په کابل کې وروستو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه انسانانو په وژنه امریکا خفه ده اؤ د طالبانو اؤ د هغوئ د ملاتړو څخه غواړي چې هغوئ باید افغانستان کې د تشدد څخه لاس واخلي.

جان کربی وویل پاکستان اؤ افغانستان ته به د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو خوندي ځالې له مینځه وړل اؤ د هغوئ د ترهګریزو کارروائیو توان کمزوری کول وي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې د خارجه محکمې ویاند وویل د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ جوړ جاړی د امریکا اولنی مقصد دی اؤ هیله لرو چې د طالبانو لخوا دسیوا شوؤ بریدونو باوجود به د جوړجاړي عمل نه متاثره کیږي.

ویاند وویل د طالبانو په کورنو معاملو پوهیدل اؤ هغوئ سره مذاکرات کول یو ګران کار صرور دی خو امریکا بیا هم غواړي چې د مفاهمت دغه عمل باید مخ په وړاندې لاړ شي.

XS
SM
MD
LG