لاس رسیدونکی لینک

کابل : ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي،١٥ ژوبل


عبيدي پخلى کړى دى چې دغه چاؤدنه ديو ځانمرگي موټري بم نتيجه وه.

دافغانستان پلازمينه کابل کې د بين المللي هوائي اډې سره نزدې يو ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل شوي دي.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دکابل دجرمونو دپلټونکو پوليسو د څانگې مشر فريدون عبيدي وينا ده چې دهغوي دلمړو معلوماتو ترمخه دغه ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي اؤ هغوي دمړو دپيژندگلو هڅه کوي.

دهغه وينا ده چې پيښه کې ١٠ کسان ژوبل شوي هم دي خو دافغانستان دروغتيا وزارت دژوبل شوؤ کسانو شمير ١٥ ښائي.

عبيدي پخلى کړى دى چې دغه چاؤدنه ديو ځانمرگي موټري بم نتيجه وه.

دکابل دپوليسو مشر گل اغا روحاني وينا ده چې چاؤدنه دکابل دهوائي اډې په لمړۍ امنيتي پوسته ترسره شوې ده، دچاؤدنې وروستو دپيښې پځايې کې لوگي پورته شوي دي.

ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت په سمدستي توگه چا په غاړه نۀ دى اخستى، دغه بريد په داسې حال کې شو چې دجمعې په ورځ هم دافغانستان پلازمينه کابل کې يو شمير بمي چاؤدنې وشوې چې پکې گڼ خلک ووژل شول.

دجمعې په ورځ کابل کې ديوې پوځي ودانۍ، پوليسو اکيډيمۍ اؤ امريکائي ځانگړو ځواکونو دمرکز سره نزدې شوې وې چې پکې ٥١ کسان وژل شوي وؤ.

دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دپخلي څخه وروستو دمُلا اختر منصور دټاکل کيدو څخه راپديخوا کابل کې لمړۍ تر ټولوخونړۍ چاؤدنې وې.

څيړونکي وائي دجنگيالو لخوا افغانستان کې ناڅاپي ځانمرگي بريدونو اؤ خونړو چاؤدنو کې داضافې مقصد دمُلا اختر منصور لخوا دطالبانو په صفونو کې دمُلا عمر دمړينې څخه وروستو دراپيدا شوي ويش څخه پام اړول دي.

دغه چاؤدنې په داسې حال کې شوي چې تيره مياشت دپاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ دپاکستان په کوربه توب نيغ په نيغه ليدنه شوې وه اؤ ټاکل شوې وه دخبرو اترو دوهم پړاؤ به هم مري کې ترسره کيږي ،خو وروستو دپاکستان خارجه دفتر پخپل يو بيان کې وويل چې دطالبانو دقيادت په خواست يې دخبرو اترو دوهم پړاؤ ځنډولى دى.

دافغانستان صدر اشرف غني داتوار په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سره ټيليفوني خبرو کې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دسولې دخبرو ددوهم پړاؤ دپيل کيدو په اړه بحث کړى دى.

XS
SM
MD
LG