لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني طالبانو سره سوله کې مولانا سمیع الحق نه مرسته غوښتې


افغان سفیر جانان موسي زي مولانا سمیع الحق ته د اولسمشر اشرف غني خاص پیغام رسولی دی
افغان سفیر جانان موسي زي مولانا سمیع الحق ته د اولسمشر اشرف غني خاص پیغام رسولی دی

د افغان طالبانو له لوري دخپل منځي اختلافاتو ختمولو دپاره دیو پاکستاني سیاسي مذهبي مشر مولانا سمیع الحق سره د تماسونو نیولو وروستو افغان حکومت هم د مولانا سیمع الحق څخه افغانستان کې دسولې ټینګښت په لړکې مرسته غوښتې ده.

دخالي په ورځ افغان حکومت په پاکستان کې د تعینات افغان سفیر جانان موسي زي په مشرۍ د لوړې پايې یوه ډله د نوښار اکوړي سیمه کې د مولانا سمیع الحق دینې مدرسې دارالعلوم حقانیه ته ورلیږلي اؤ مولانا سمیع الحق سره یې د افغان حکومت اؤ طالبانو تر مینځ د مذاکراتو د ودریدلې لړۍ د بیا پیل کیدو په اړه تفصیلي خبرې اترې کړي دي .

د مولانا سمیع الحق ویاند مولانا یوسف شاه وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره ددغه لیدنې په اړه پخپلو تفیصلي خبرو کې وئيلي "افغان اولمسشر اشرف غني دافغان سفیر په لاس مولانا سمیع الحق ته پیغام رالیږلی چې طالبان ټول د هغه شاګردان اؤ منونکي دي ځکه افغانستان کې دامن د خاطره دې مولانا صیب طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي "

د مولانا یوسف شاه د وینا له مخې اشرف غني پخپل دغه پیغام کې زیاته کړې "دحکومتونو خپل ځایې وي اؤ د اولسونو خپل ، مونږ د حکومتونو په کچه هم پاکستان سره رابطه کې یو خو پوهیږو چې مولانا سمیع الحق د افغان کشالې په حل کې یو مهم رول لوبولی شي ځکه نو خواهش لرو چې هغه په دې حساس پړاؤ کې خپل رول ادا کولو ته راوړاندې شي"

هغه وویل مولانا سیمع الحق د افغان صدر ددغه پیغام په ځواب کې افغان سفیر جانان موسی زي ته وئیلي چې د ملا عمر د مړینې وروستو طالبان د صدمې ښکار دي اؤ د مذاکراتو د لړۍ بیا پیل کولو دپاره باید هغوئ ته وخت ورکړل شي.

د مولانا سمیع الحق ویاند ډیوه ویب پاڼې ته داهم وویل چې په دغه لیدنه کې مولانا سمیع الحق افغان حکومتي ته باور ورکړو چې که چرې افغان حکومت د طالبانو جائزو غوښتنو منلو ته غاړه کښیږدي نو هغه بیا تیار دی چې طالبان افغان حکومت سره روغې جوړې ته تیار کړي.

کله چې د مولانا یوسف شاه څخه وپوښتل شول چې د طالبانو جائزو غوښتنو کې تر ټولو مهمه اؤ د سر غوښتنه څه ده ؟ نو وئ وئیل "دغه غوښتنې هر چاته معلومې دي ، که طالبان غواړي چې افغانستان دې د پردو د واک نه ازاد وي اؤ په افغانستان کې دې یو اسلامي حکومت وي نو دې غوښتنو سره د اختلاف هډو ګنجائش نشته"

له دې وړاندې د مولانا سمیع الحق زوئ مولانا راشد الحق وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې وئیلي وؤ چې د افغان سفیر په مشرۍ حقانیه مدرسې ته په دوؤ ګاډو کې د ورغلي افغان حکومت د نمائنده وفد اؤ د مولانا سمیع الحق ترمینځ تر پینځوؤ ساعتو پورې اوږدې خبرې شوي دي اؤ دغه وفد د مولانا سمیع الحق څخه غوښته کړې چې طالبان دې افغان حکومت سره مذاکراتو ته راضی کړي.

مولانا سمیع الحق په پاکستان کې د یوې سیاسي مذهبي ډلې جمعیت علماء اسلام (س) مشري کوي اؤ د طالبانو په مینځ کې زیات اثر رسوخ لرونکی ګڼل کیږي.

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې نه وروستو طالبانو ملا اختر محمد منصور د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی اؤ مولانا سمیع الحق د نوي طالب مشر د ملاتړ اعلان کړی

سرچینې وایي چې د افغان حکومت لخوا مولانا سمیع الحق سره دغه رابطه په داسې حال کې شوې ده چې د طالبانو تر مینځ د قیادت په سر د راپورته شوؤ اختلافاتو دپاره مولانا سمیع الحق خپله یوه پینځه کسیزه د علماؤ جرګه کوئټې ته لیږلې ترڅو دغلته د کوئټې شورا په نوم د طالب مشرانو سره لیدل وکړي اؤ دهغوئ تر مینځ د اختلافاتو لړۍ پایې ته ورسوي.

خو مولانا یوسف شاه وايي چې فعلاُ مولانا سیمع الحق کوئټې ته هیڅ وفد نه دی لیږلی البته د طالبانو ترمینځه د اختلافاتو ختمولو دپاره که کوئټې ته د وفد لیږل ضروري وګڼل شول نو ډیر زر به مولانا سمیع الحق کوئټې ته خپل وفد ولیږي.

هغه وویل د طالبانو تر مینځ اختلافونه ختمول د مولانا سمیع الحق دپاره کومه لویه خبره نه ده ځکه چې ټول طالبان د هغه خبرې ته نه یوازې غوږ نیسي بلکې مني یې هم .

هغه وویل باور لري چې مولانا سمیع الحق به په دوؤ ، دریوؤ ناستو کې طالبان دیو بیرغ لاندې متحد کړل شي​
ولانا سمیع الحق چې د خیبر پښتونخوا په اکوړي سیمه کې د دارلعلوم حقانیه په نوم یوه لویه دیني مدرسه یا پوهنتون چلوي ځانته د طالبانو روحاني پلار وایي اؤ دعوه کوي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر په شمول زیاتره لوړ پوړو طالب مشرانو د هغه د مدرسې څخه دیني زده کړې ترلاسه کړي دي.

له دې دوه ورځې وړاندې دطالبانو نوي مشر یا امیر ملا اختر محمد منصور اؤ دهغه سره د مشرۍ پسر مخالفت کې واقع شوؤ طالب ډلو هم خپلې بیلا بیلې جرګې اکوړې ته مولانا سمیع الحق ته ورلیږلې وې اؤ دهغه څخه غوښتنه کړې وه چې د طالبانو ترمینځ پیدا شوؤ اختلافاتو ختمولو کې دې خپل رول ادا کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG