لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پاکستان اؤ افغانستان کې چین ته د خپل رقیب په سترګه ګوري


دغو خبرو کې د دواړو هیوادونو اؤ نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ د ګواښونو څخه د ژغورنې ژمنه تکرار شوې
دغو خبرو کې د دواړو هیوادونو اؤ نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ د ګواښونو څخه د ژغورنې ژمنه تکرار شوې

امریکه وایي افغانستان اؤ پاکستان کې چین ته د خپل رقیب په سترګه نه ګوري بلکې په پاک افغان سیمه کې د امن اؤ ثبات دپاره بیجنګ سره په ګډه کار کولو ته لیواله ده.

د افغانستان اؤ پاکستان دپاره د امریکه ځانګړي استازي ډینل فیلډ مین وئیلی امریکا په افغانستان اؤ پاکستان کې د چین رول ته د لري بري په نظر دکتلو پځایې دغه رول د امریکایي هڅو مرسته ګڼي .

د ډینل فیلډ مین په وینا"کله چې مې په کال 2009ء کې چین ته لمړی سفر کولو نو زما ملګري حتی دې ته تیار نه وؤ چې د پاکستان اؤ افغانستان الفاظ په ایجنډه کې شامل کړي خو نن دا حال دی چې مونږ نه یوازځې په ګډه چین سره افغانستان کې په پرمختیایي پروژو بلکې امریکه ـ چین اؤ افغان شموله درې اړخیز مذاکرات مو هم پیل کړي دي"

په عین حال کې د امریکه د خارجه محکمې لخوا جاري شوي یو بیان کې وویل شوي چې امریکې اؤ چین روانه اوونۍ کې په بیجنګ کې د ترهه ګرۍ د مخنیوي په عنوان خبرې اترې کړي دي.

د بیان له مخې په دغو خبرو کې د دواړو هیوادونو اؤ نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ د ګواښونو څخه د ژغورنې ژمنه تکرار شوې اؤ وئیل شوي چې هغه عملي لارې چارې به لټولې شي چې د ترهګرۍ خلاف د دواړو هیوادونو مرسته نوره هم پیاوړې کولی شي

Recommended

XS
SM
MD
LG