لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې بل ځانمرگي بريد،٢٠ تربيه ترلاسه کوونکي عسکر مړۀ


دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې کيډټان ددوؤ ورځنو رخصتو څخه وروستو اکيډيمۍ ته ستنيدل.
دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې کيډټان ددوؤ ورځنو رخصتو څخه وروستو اکيډيمۍ ته ستنيدل.

دافغانستان پلازمينه کابل کې دپوليسو اکيډيمۍ سره نزدې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه تربيه ترلاسه کوونکي عسکر وژل شوي دي.

دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې کيډټان ددوؤ ورځنو رخصتو څخه وروستو اکيډيمۍ ته ستنيدل.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند نجيب دانش ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي يو پيدل روان ځانمرگي ځان داکيډيمۍ سره نزدې الوځولى.

يو امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي بريدکوونکي دپوليسو وردي اغوستې وه اؤ دکيډټانو ډلې ته په ورنزدې کيدو کې بريالى شو چې له دې وروستو يې ځان والوزولو.

دپيښې وروستو سيمې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.

دکابل دپوليسو مرستيال مشر گل اغا روحاني هم ددغه ځانمرگي بريد پخلى کړى دى.

له دې وړاندې هم نن دجمعې په ورځ سحر مهال کابل کې ددفاع دوزارت سره نزدې دبارودي موادو څخه دډک يو ټرک چاؤدنه شوې وه چې پکې ١٥ کسان وژل شوي اؤ ٤٠٠ نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG