لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف وايي ملاعمر په پاکستان کې نه دی مړ


د دفاع وزير دغه بيان په داسې مهال کې مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ د افغانستان حکومت د افغان طالبانو د مشر ملاعمر په پاکستان کې د مړينې پخلی کړی ؤ .
د دفاع وزير دغه بيان په داسې مهال کې مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ د افغانستان حکومت د افغان طالبانو د مشر ملاعمر په پاکستان کې د مړينې پخلی کړی ؤ .

د پاکستان د دفاع مرکزي وزيرخواجه اصف وئيلي د طالبانو مشر ملاعمر نه خو په پاکستان کې مړ دی او نه دلته ښخ کړی شوی دی .

د دفاع وزير خواجه اصف نن د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د افغان چارواکو لخوا د ملاعمر په پاکستان کې د مړينې خبرونه رد کړل او ويې ووئيل د طالبانو مشر په کوئټه او کراچۍ کې نه دی پاتې شوی ، او د هغه د زويې بيان هم ثابتوي چې هغه په افغانستان کې مړ او هلته ښخ کړی شوی دی .

د دفاع وزير دغه بيان په داسې مهال کې مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ د افغانستان حکومت د افغان طالبانو د مشر ملاعمر په پاکستان کې د مړينې پخلی کړی ؤ .

افغان حکومت وئيلي ؤ ملاعمر د کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې مړ شوی دی ، او د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) وئيلي ؤ ملاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو روغتون کې مړ دی .

خود طالبانو لخوا د ملاعمر د مړينې په اړه جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې ملاعمر د دوه اوونو د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ دی او زياته کړی شوې وه چې هغه د کال ۲۰۰۱ نه پس د افغانستان نه بهر پاکستان يا بل کوم هېواد ته سفر نه دی کړی .

خواجه اصف قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې زياته کړې چې طالبان د پاکستان په واک کې نه دي او په تېر وخت کې د طالبانو سره دپاکستان د اړيکو نه انکار نه شي کېدی . هغه وئيلي په موجوده وخت کې د شخړې ختمولو او په مذاکراتو کې د هغويې برخه جوړؤل د پاکستان غټه کاميابي ده .

نوموړي دا هم ووئيل چې پاکستان د افغان طالبانو په کومه لانجه کې ځان ککړول نه غواړي خو د روغې جوړې په عمل کې به پوره مرسته کوي .

د وفاقي وزير وينا وه پاکستان به هڅه کوي چې د طالبانو څوک هم مشر راځي ، هغه دې په افغانستان کې د سولې عمل ته دوام ورکړي چې په سيمه کې تل پاتې امن قائم شي .

د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر راتلو نه يوه ورځ وروستو د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې ټاکل شوې وې ، خو د ملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو نه پس د پاکستان د دفتر خارجه نه په جاري شوي يو بيانن کې وئيل شوي ؤ د طالبانو د قيادت په خواست د خبرو عمل وځنډول شو .

د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ دغه خبرې په دويم ځل کېدې ، له دې وړاندې د جولائۍ د مياشتې په اوومه نېټه مري کې د پاکستان په کورب توب د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په لمړي ځل نېغ په نېغه خبرې شوې وې ، چې پکې د امريکې او چين استازو هم ګډون کړی ؤ .

د لمړي ځل په خبرو کې د دواړو فريقو لخوا وئيل شوي وو ، دغې عمل ته به دوام ورکولی شي .

د ملاعمر د مړينې نه پس د افغان طالبانو مشر ملااخترمنصور ټاکل شوی ، او داسې راپورونه مخې ته راغلي چې د ملاعمر د ورور او زويې په ګډون د ملااختر منصور په مشر جوړېدو طالبانو کې اختلافات رامنځته شوي دي .

او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر طيب اغا په دغه خبره د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې وه ، چې دوه کاله د ملاعمر د مړينې خبر پټ ساتل تاريخي غلطي ده ، نوموړي په خپل جاري کړي بيان کې دا هم وئيلي ؤ چې د طالبانو نوی مشر په بل ملک کې جوړېدل هم تاريخي خطا ده .

راپورونه وايي د طالبانو د نوي مشر انتخاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د طالبانو د کوئټې شورا کړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG