لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مانسهره: د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې ۱۲ پوځيان وژل شوي


راپورونه وايي پوځي هيلي کاپټر د پېنډۍ نه ګلګت ته په پرواز ؤ چې تباه شوی دی .
راپورونه وايي پوځي هيلي کاپټر د پېنډۍ نه ګلګت ته په پرواز ؤ چې تباه شوی دی .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په مانسهره ضلع کې د پوځ يو هيلي کاپټر غورځېدلی چې په نتيجه کې يې د پينځه پوځي افسرانو (مېجرانو) په ګډون ۱۲ عسکر وژل شوي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه دغه پېښه چې د زيارت په ماښام د مانسهرې ضلعې په لسان سيمه کې رامنځته شوې ده ، د پوځ د طبي څانګې عسکر پکې مړه شوي دي .

راپورونه وايي پوځي هيلي کاپټر د پېنډۍ نه ګلګت ته په پرواز ؤ چې تباه شوی دی .

د پوځ ترمخه د هيلي کاپټر پېښه کې د مېجر عهدې پينځه افسران او نور اووه نور عسکر وژل شوي دي .

د مانسهرې ضلعې د پوليس مشر نجيب الرحمان لمړی د هيلي کاپټر تباه کېدو پخلی کړی ؤ او د نهه عسکرو وژل کېدو يې وئيلي ؤ . پوليس افسر رسنيو ته وئيلي د غورځېدو نه پس په هيلي کاپټر اُور لګېدلی ؤ .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه تباه شوي هيلي کاپټر کې ګلګت ته امدادي سامانونه وړل کېدل او د پېنډۍ د چکلالې نه الوتلی ؤ .

يو سينئر پوځي افسر د پېښې په اړه روئيټرز ته وئيلي، په هيلي کاپټر کې ۱۲ پوځيان سواره وو چې پکې ډاکټران او د هيلي کاپټر امله شامله وه .

نوموړي زياته کړې هيلي کاپټر د مانسهرې ضلعې په جنوبي سيمه موهر کې په غريئزه علاقه کې غورځېدلی دی .

وزيراعظم نوازشريف په پېښه د افسوس او غمرازۍ څرګندونه کړې ده .

پاکستان کې په روان کال کې د پوځي هيلي کاپټر تباه کېدو دا دويمه غټه پېښه ده ، له دې وړاندې د مئ په مياشت کې په ګلګت بلتسان سيمه کې يو پوځي هيلي کاپټر تباه شوی ؤ چې پکې د درې بهرنو سفيرانو په ګډون اووه کسان وژل شوي وو .

د زيارت په ورځ د پوځ يو بل داسې هيلي کاپټر په چترال کې د تکنيکي خرابۍ له امله هنګامي لېنډنګ کړی ، چې د سېلاب نه متاثرينو خلکو په مرستو کې بوخت ؤ .

راپورونه وايي پوځي هيلي کاپټر اېم ائي ۱۷ د چترال په مستوج علاقه کې لېنډنګ کړی او ۱۳ کسان پکې ژوبل شوي دي .

خو د چترال د پوليس مرستيال مشر محمدظفر چې خپله په دغه هيلي کاپټر کې سور ؤ ، وئيلي يي دي ټول مسافر روغ رمټ دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG