لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب : دجومات دننه ځانمرگي بريد کې ١٧ کسان وژل شوي


Children take part in a children's martial arts competition in Xi'an, Shaanxi province, China Ju.
Children take part in a children's martial arts competition in Xi'an, Shaanxi province, China Ju.

راپورونه وائي دزيارت په ورځ سعودي عرب کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٣٠ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وائي دغه ځانمرگي بريد دسعودي عرب د جنوب لويديزې صوبې اسير په سرښار ابها کې ديو جومات دننه هاغه مهال ترسره شو کله چې يو ځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد په يو جومات کې دننه والوځول، دغه جومات اکثره امنيتي ځواکونه کاروي.

دسعودي عرب دسرکاري ټيلي ويژن ترمخه چاؤدنه هاغه وخت وشوه کله چې په ابها کې دامنيتي ځواکونو له لوري کارول کيدونکي جومات کې خلکو نمونځ ادا کولو، سرکاري ټي وي دا يو ترهه گريز بريد گرځولى خو په دې اړه يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.

دمئ په مياشت کې هم سعودي عرب کې دشيعه مسلمانانو په يو جومات بريد شوى ؤ چې ذمه واري يې تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې وه.

سعودي عرب پخپل گاونډي هيواد يمن کې دحوثي شيعه ياغيانو په ضد ديو کيمپئن مشري هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG