لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د نوي امیر فیصله د اکوړي په مدرسه کې


Pakistan
Pakistan

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې څخه وروستو د قیادت پسر د طالبانو ترمینځ د پیدا شوؤ اختلافونو هوارؤلو دپاره د طالبانو بیلابیلو ډلو دپاکستان د یوې تندروه سیاسي مذهبي ډلې مشر مولانا سمیع الحق ته رجوع کړې اؤ د هغه څخه یې غوښتي چې باید د طالبانو خپل منځي اختلافونو ختمولو کې رول ادا کړي.

د مولانا سمیع الحق ځوي اؤ د پاکستان د قومي اسمبلي پخواني غړي مولانا حامد الحق هیله ښکاره کړې چې د مولانا سمیع الحق د هڅو په نتیجه کې به ډیر زر د طالبانو ترمینځ اختلافات ختم اؤ ټول به د یو بیرغ دلاندې ودریږي.

مولانا سمیع الحق چې د خیبر پښتونخوا په اکوړي سیمه کې د دارلعلوم حقانیه په نوم یوه لویه دیني مدرسه یا پوهنتون چلوي ځانته د طالبانو روحاني پلار وایي اؤ دعوه کوي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر په شمول زیاتره لوړ پوړو طالب مشرانو د هغه د مدرسې څخه دیني زده کړې ترلاسه کړي دي.

مولانا سمیع الحق ته نزدې سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي تیره شپه د طالبانو نوي مشر یا امیر ملا اختر محمد منصور خپله یوه ۴۷ کسیزه جرګه مولانا سمیع الحق ته ورلیږلې اؤ دهغه څخه یې د یو پیغام د لارې غوښتنه کړې ده چې هغه طالبان چې د ملا منصور مشرۍ منلو ته تیار نه دي باید د خپلو هڅو د لارې یې پخلا اؤ د ملا اختر محمد منصور مشرۍ منلو ته تیار کړي.
سرچینې وایي د طالبانو په دغه ډله کې حافظ محب الله ، مولوي کبیراحمد اؤ د طالبانو د خپلسره حکومت د وخت نور مهم مشران هم شامل وؤ.

سرچینې وايي د طالبانو نوي مشر د مولانا سمیع الحق څخه غوښتي چې طالبان د هغه خبره ښکته نه غورځوي نو ځکه هغه باید ټول مرور طالبان د اختلافاتو ختمولو دپاره یوې لیکې ته راکش کړي.

د سرچینو په وینا په عین حال کې د نوي طالب مشر ملا منصور د مخالفې ډلې غړو ملا جلیل، ملاحسن رحماني، ملا غلام رسول اؤ ځینو نورو هم د مولانا سمیع الحق سره لیدنې کړي اؤ د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا منصور د ټاکنې په هکله یې هغه د خپلو اندیښنو څخه خبر کړی دی.

د مولانا سمیع الحق ځوي اؤ د حقانیه مدرسې مهم مشر مولانا حامد الحق وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې د طالبانو د بیلابیلو ډلو د استازو مولانا سمیع الحق سره د ملاقاتونو پخلی کړی اؤ وایی دغه لیدنې به مزید دوام هم ومومي.

مولانا حامد الحق وویل په دغو لیدنو کې ټولې مرورې طالب ډلې په دې نکته متفق شوي چې ددښمن سره د مقابلې دپاره هغوئ ته یو کیدل پکار دي خو داختلافونو ختمولو فارموله لا نه ده جوړه کړل شوې .

هغه وویل دا د خبرو ابتدایي پړاؤ ؤ اوس له دې وروستو به مولانا سمیع الحق د طالبانو بیلابیلو مشرانو سره تماس نیسي اؤ هغوئ به داختلافاتو خاتمې ته رابولي.

حامد الحق وایي چې کله د مرورو طالبانو تر مینځ د خبرو پروسه یو باوري پړاو ته ننوځي نو بیا به مولانا سمیع الحق د ټولو ډلو څخه د واک په ترلاسه کولو یوه منصفانه فیصله کوي چې ایا دغه اختلافات څنګه ختمول پکار دي.

مولانا سمیع الحق چې له دې وړاندې یې پخپله مدرسه کې دنوي تعلیمي کال د پیل په هکله یوې دستورې ته خطاب کولو د خپلې مدرسې د یو بل مشر مولانا ډاکټر شیرعلي شاه سره یې په ګډه د ملا عمر د مړینې څخه وروستو د ملا اختر محمد منصور د نوي امیر په توګه د ټاکنې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی ؤ .

ډیوه راډیو چې کله د مولانا حامدالحق څخه وپوښتل هر کله چې مولانا سمیع الحق پخپله د ملا اختر محمد منصور د ملاتړ په اعلانولو سره د طالبانو لیکو کې جانبدار ثابت شوی څنګه به د نوي طالب مشر اختر محمد منصور مخالفین د مولانا سمیع الحق خبرې ته غوږ ونیسي ؟

هغه وویل طالبان د خپلو استاذانو ډیر زیات احترام کوي اؤ هیله ده د ملا عمر د کورنۍ پشمول د ملا اختر محمد منصور ټولې مخالفې ډلې له دې امله هم اوس د خپلو اختلافاتو خاتمې ته راوړاندې شي چې د هغوئ استاذانو د ملامنصور امارت منلی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG