لاس رسیدونکی لینک

"دا د رڼا خبرې په شپه نه کیږي ،اوس اوده شه،سبا به ګورو"


د فردوس تر څنګ ماصل بابا خپلو ماشومانو لوڼو سره په سړک اوده دی

دا د شپې پاؤ باندې دوه بجې دي ، د خوب ټائم ! زه د خپل کور په دروازه رادننه شوم ، زما کور کې هم ټول خلک په خواږهُ خوب اودهُ دي ،

شپه ده زه په خاموشۍ سره خپلې کمرې ته ننوځم ، خو زما په کمره کې زما اول نظر په خپله وړه لور مسکا لګي .

مسکا د خپلې مور غیږې ته ورجوخته شوې ده ، د مور د مینې اؤ شفقت لاس د هغې د ملا نه لکه د یوې مضبوطې قلعه راتاؤ دی.

زه چې ښه ډیر ستړی هم یم اؤ اوږی هم ، د یوې مور اؤ بچۍ ددغه لازواله فطري مینې په ننداره کې رانه خپله ستړیا هم هیریږي اؤ ولږه هم اؤ که رایادیږي راته نو صرف یو منظر رایادیږي !

د نیم ساعت مخکې هاغه قیامت خیز منظر !

دغه منظر زما اؤ ستاسو پشان د یو پلار ،د یو انسان ماصل کاکا د بې وسۍ غم لړلی منظر ؤ

تاسو دغه منظر ددې کرښو د پاسه په ورکړی شوي عکس کې لیدی شئ خو ما دغه منظر بیخي اوس نیم ساعت وړاندې د شپې د شپې پاؤ کم دوه بجې د پیښور د پخوانۍ فردوس سینیما مخې ته د زیر زمینۍ په خوله کې د سړک دپاسه ولیدو .

د پیښور د ښار په رڼاګانو کې چې کله هم زما موټر د شپې په دې سړک تیریري نو وینم چې زیاتره وخت په فټ پاتهونو اؤ سړکونو کمو مزدورانو اؤ زیاتو نشه یانو څادرونه په ځان راښکلي وي اؤ بې غمه ،بې خبره اوده پراته وي .

خو دا لمړی ځل دی چې زه بیخي واړه ماشومان د یو سپین ږیري بابا سره د فردوس مخې ته په سړک اودهُ وینم.

ما خپل ګاډی د سړک د پاسه ددغو ماشومانو مخې ته ودرؤلو خپل صحافتي حس راته ووې ددوئ عکس اخستل پکار دی ، زه ددغو ماشومانو اؤ بابا خوا ته ډیر په قلاره ورنزدې شوم عکس مې په دې خیال ډیر په منډه کې واخستو چې که د خوبه راباندې راویښ شول نو بیا به د عکس هغه مزه پاتې نه وي.

د عکس اخستو سره سم مې بیا موټر ته خپه پورته کړه خو د ګاډي روانولو مخکې راته دننه نه اواز وشو "نو دا ته به یوازې د سوداګر پشان د خپل کاروبار غم کوې ، ځان به نه پوئ کوې چې ددې ماشومانو اؤ بابا په سړک د پاسه د شپې تیرولو وجه څه ده ، ایا دې وړو به ډوډۍ خوړلي وي ، ته نه شې کولی چې ددوئ څه مرسته وکړې ؟" اؤ د سوالونو دغه بهیر لا جاري ؤ چې ما بیا د خپل ګاډي نه خپه کوزه کړې وه اؤ د هغه بابا خپو ته ناست وم

"بابا جي، یه باباجي"

ما په ویره د هغه پښه په مزه شان د خوبه د ویښولو په غرض وخوځوله ...

"بابا جي ته لږې سترګې وغړوه"

اؤ ددې وینا سره په یو ه جټکه ډیر هیئبت سره د خوبه راپورته کیږي نیغ کښیني اؤ ماته د نیم قهر اؤ نیم ویرې په انداز ګوري !

قهر په دې چې خوب مې ورله خراب کړی ، ویره په دې چې چرته پولیس نه وي ..

"هن وایه سه چل دی ؟"

هغه مانه پوښتنه وکړه ...

بابا دا ولې .. دا ماشومان ، دا توره شپه اؤ په دې سړک ملاسته، څه تکلیف دی درته ؟

ما د هغه نه پوښتنه وکړه اؤ تر څو چې دهغه خوله خبرې ته پرانستې کیده نو زما سره په څنګ کې لس اته کسان نور هم دبابا نه راچاپیره شوي وؤ .

بابا چوپ پاتې شو ...

ما بیا هغه ته د ډاډ ورکولو په خاطر وویل "بابا زه اخبارونو واله یم ، ماوې که څه مشکل لرې اؤ زه دې څه مدد کولی شم ؟"

زما ددې خبرې سره اوریدو سره سم د هغه په تیارهُ سترګو کې د امید شمعې بلې شوې.

یو نظر یې ماته بیا د هغه نه ګیر چاپیره ولاړو خلکو ته په غور غور وکتل اؤ ټولو ته یې ووې "ځئ شابئ ځئ "

په لاسونو یې ورته د لرې کیدو اشارې شروع کړې خو خلک چرته تلل هغوئ هم دبابا قیصه اوریدل غوښتل ..

اؤ چې بیا ما دغه ټول خلک پخپل خواست ددغه بابا د خوا نه لرې کړل نو بابا خوا ته رانزدې شو راته وایي "زه خیر مار نه یم ، مومند یم اؤ په مومندو کې موسی خیل یم ، دلته په پيښور کې اوسیدم ، یوه لور مې وه چاته مې کویژدن کړې وه ، دې پولیسو رانه وتښتوله، هاغه خیخان رانه اوس جینۍ غواړي ، جینۍ په کراچۍ کې پولسو سره ده"

هغه په یوه ساه کې ټوله خبره خلاصه کړه ..

پولیس سره دې رپورټ لیکلی ؟

ما هغه نه پوښتنه وکړه

"هو ولې مې نه دی لیکلی ، خو پولس مې چرته مني"

هغه په مایوسۍ ځواب راکړو

نو دا ماشومان ولې په سړک پراته دي ؟ ما هغه نه بله پوښتنه وکړه

"دا خو مې چې جینۍ ورکه شوه نو بیا چې چرته اوسیدم ، هلته مې دشرمه ځایې ورک شو ، ښځه مې وطن کې چا کره کښینوله ، خو واړه خو راله څوک نه ساتي اوس دا واړه راسره وي اؤ هغه لټوم"

یا بابا نو جینۍ په کراچۍ کې پولیسو سره ده اؤ ته دلته د پیښور په سړکونو واړه ماشومان ګرځوې ؟ ما هغه نه پوښتنه وکړه

"نا، نا دا خو جینۍ نه لټوم زوئ لټوم ، یک یو زوئ مې دی، په نشو را اوختی ، چا راته ویل دلته اکثر دشپې فردوس کې نشه یانو سره وي ، هغه پسې راوتلی یم ، دوئمه شپه مې ده خو ومې نه لیدو"

بابا راته ځواب راکړو ....

نو دې ماشومانو ډوډۍ خوړلې ده ؟ ....ما هغه نه وپوښتل

"هو ډوډۍ مې ورله واخسته خو دې وړو له خوب ورتلو ، ژړل یې نو دلته مې اوده کل"

ډیره ښه ده بابا الله دې ستا اؤ ستا د ماشو مانو مل شي ، راځئ زه خپل کور ته اوده کیدو له بوځم ...

ما هغه ته ست وکړو

"نا- نا ته ځه"

هغه لکه چې دخپلو نورو ماشومانو لوڼو د تحفظ په شکل کې په انسانانو مزید اعتماد ته تیار نه ؤ اؤ زه یې رارخصت کړم

خو ددې کرښو د لیکلو په وخت چې زه د خپلې ماشومې مسکا مخ ته ګورم ، دهغې د مور د اطمینان ډک خوب ته ګورم نو وایم زما د بچو پشان به زما د وطن د ټولو واکدارانو بجي پخپلو کورو نو اؤ محفلونو کې د اطمینان خوبونه کوي خو پوښتنه داده چې د اسلام په نوم جوړ شوي دې مملکت کې دا ذمه واري د چا په غاړه ده چې د ماصل بابا تښتول شوي لور باریاب کړي ؟؟؟

په دې خاوره کې د نشه یانو په لاس ورغلي دهغه دماشوم زوئ د ژوند بچ کولو ذمه وار څوک دي ؟

د سړک په غاړه د پرتو دغو بیخي تنکو ماشومانو اؤ سپین ږیري وګړي د بیکورۍ په حالت کې د سهارې ذمه وار ریاست دی که ....؟

زما دغه سوالونو ته به ځواب یقیناً چې زما د خاورې واکداران په ښه ډول ورکولی شي اؤ هغوئ د شپې په دا وخت د خپلو بچو سره د بیغمۍ په خوب اوده دی .

توره شپه ده ... ټول خلک اوده دي ، زه به هم اوده شم ... دا د رڼا خبرې دي ..رڼا ته به انتظار کول وي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG